شعـــــرونه

د معصوم او مظلوم شهید اباسین په یاد

عرفان الله عرفاني

د زړه ګل یې خزان شو د مورکۍ زړګی یې خوړین دی
د خویندو یې دانه دانه د غاړې لونګین دی

په ساندو بدرګه یې جنازه کلي ته راغله
آخ هیڅ ګناه یې نوه نن په سرو وینو رنګین دی

دا ستوری د فلک چاله مداره دی ویستلی
چې نن یې په لېدلو باندې هر سړی غمګین شو

هر چایې مور او پلار ته له الله صبر غوښتلو
لاسونه شولو لپه د دعا پسې امین شو

ظالمه خدای دې شل کړه چې تا دا معصوم شهید کړو
دردمن ډېر (عرفاني) ښه په رښتیا په اباسین شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x