شعـــــرونه

معصوم ماشوم اباسین ته

مولوي عبدالعلي تسل

اباسین د کوم مظلوم کمر کابلی دی
تښتونکی یه لیوان دی داړې سرې دی

اباسین د څو بی وسو خویندو ورور دی
اباسین باندی چا غوښتې څو پیسې دی

اباسین ښه په خندا له کوره وه ووت
اباسین کورته راوړی سرې جامې دی

اباسین یی په کوم جرم شهید کړی
اباسین ته چا تړلې لاس او پښې دی

اباسین مورکۍ په ګل باندی نه ویشتی
آه په پښو د اباسین کی زولنې دی

اباسینه ستا د اوښکو اباسین دی
اباسینه ستا د سرو وینو څپې دی

اباسینه څوک دی پلار ته تسل ور کړی
اباسینه ګناه ګاری ادارې دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x