ادبي لیکني

مزدور «کيسه ګۍ»

سلمان سعید

ږیر خریېلی، پتلون پر ځان، نیکټایي ځړیدلی سړی له موټره راښکته شو؛ د څلورلارې ګیرچاپیر ناستو مزدورانو ته یې ځغلند نظر واچول.

یو ته یې په اشاروي ډول او له کبره ډک لاس ښورونې ورغږ کړل، دلته راشه!

د مقابل شخص سره نږدې ناست څلور هم راپورته شول خو ده یوازي هماغه یو ترې رابیل کړ چې بللی یي وو.
خبرې یې پیل کړي، ورته ویل کور کې مې کار دی، بیایم دې خو په شرط ددې چې سم به یي ترسره کوي کنه نو روپۍ دې نشته بیا!

مزدور په تندې لاس کش کړ، خولې یي پاکې کړي خو څه یي ونه ویل.
خبرې یي ورو شوې.

مزدور یي پر اوږه لاس ورکیښود، دئ ترې دوه ګامه په بېړه شاته شول، اوږه یې وڅنډله او په لوړ غږ یې ورته وویل، ته لږ آزاد ودریږه بیا خبرې کوه!

مزدور پر ږیره لاس کش کړ ویل غریب یم، کار روزګار نشته، باور دې وشه تېره هفته هم په درې سوه تللی وم حال دا چې کار تر غرمي سره پای ته ورسید.

لس افغانۍ په لاس کې ورته ونیولي او د کور پته یي ورکړه او ورته کړل یې چې ګوره چې په وخت راشي!

په موټر کې ځانته کیناست، تورې عینکي یې په سترګو کړي، شیشه يي پورته کړه، پناه شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x