شعـــــرونه

له کاروان سره یو ماسپښین

اصف بهاند

دیدن

۱

په شنو باغو کې شین طوطي ګرځیـدم

خـو اوس پـنـډي یـمـه پـنـډونـه وړمــه

د هندارو او کاروانونو شاعر پیر محمد کاروان او آصف بهاند

د ۲۰۱۵ کال اپریل دیرشمه، کابل خیر خانه مېنه

د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې مې کابل ته سفر وکړ، د اپریل له نهمې د می تر دولسمې پورې هلته پاتې شوم. له خپلې کور کلي نه علاوه مې د کابل ښار هغه ټولې هغه برخې ولیدې چې زما ماشومتوب، تانده ځواني، زلمیتوب، زدکړې، کار، خوښي، غمونه او … په کې تیرې شوي وو او څه نا څه خواږه ترخه خاطرات مې ور سره غوټه . له دې نه ور آخوا مې د خپل توان په دایره کې، خپل فرهنګي یاران پیدا کړل، ومې لیدل او د زړه خواله مې ور سره وکړه.

د دې سفر جریان او څرنګوالی مې تاریخ وار لیکله او زما خیال داسې و چې زه به د دې سفر هغې برخې ته چې له خپلو فرهنګي دوستانو سره مې لیدل کتل درلودل، د «دیدن» نوم ورکړم او د هر فرهنګي د لیدلو جریان ته همدا یو عنوان (دیدن) و ټاکم او د هر فرهنګي لیدلو ته یې جلا، جلا برخې بیلې کړم، خو ما چې په کابل کې حالات او د یارانو په منځ کې ستونزې، تضادونه، سلیقوي اختلافات او… ولیدل، بیا یې په هغه وخت کې له خپرولو تیر شوم.

او س چې بیا  د ۲۰۱۶ کال د اپریل میاشت په خلاصیدو ده او زه په رسنیو کې د کابل ټوټې ټوټې او ټپي ټپي بدن د نفرت په اور کې را ایسار شوی ګورم، نو هره شیبه د کاروان صاحب دا څو بیتونه مې د ککرۍ په ګومبزه کې د نا هیلۍ له بادونو سره آزانګې کوي او هر ځلې چې پر کابل باندې د بلو لمبو تصویرونه ګورم، د کاروان صاحب دا څو بیتونه مې په زړه ګرځي را ګرځي او سترګو ته مې د یآس تروه څاڅکي را میلمانه کوي:

راشــه د رحـمـت بــارانــه ښــار اخــیستــی اور دی

ژونــد لـــکــــه د کــلــي د چـنــار اخــیستی اور دی

راشئ زمــا اوښـکــې ور لــــه یـــوســئ بـلـبـلانــــو

سـوځـي در نه ښـکـلي لالــــه زار اخـیستـی اور دی

نـه یـې د چـا لاس لـکـه امـیـل لـه غــاړې تــا و شـو

غـاړه کـې یـې خپـل د غـاړې هـار اخیستی اور دی

وچې شونــډې ګــرځـئ بــد بـخـتـانـو مـیـخـوارانـــو

اوښــکې د انــګـور وسـوې انـــار اخیسـتی اور دی

لــــرې شــه لــمــنـه بـــه دې وســــوځــي طـــبـیـبه

پرې یې ږده چې څه کیږي پرهار اخیستی اور دی

مــا وې ګــلابي جــامـونــه راکــړه را تــه وې یـې

وار وکړه، تلوار مـه کړه ستـا وار اخیستی اور دی

سوې د کاروان سنـدرې چــا پــه زمــزمــه کــړې؟

ګـــوتې د مــطرب وسـوې شـاتــار اخیستی اور دی

د کاروان سوو شاعرانه چیغو ته هیڅ چا غوږ و نه نیو، ښار لا پسې اور واخیست، وسوځید، اوس هم سوځي او لاله زار په کربلا بدل شوی دی، بلبلانو کې هم چا ځالې پریښودې او والوتل او څوک لا له سوځیدلو وزرونو سره ور ته ناست دي، په لمدو او مجبورو سترګو ور ته ګوري او نور هم په کې سوځي.

نو مې زړه کې را تیر شول چې را ځه نن د کابل د «دیدن» هغه برخه له لوستونکو سره شریکه کړه چې یو کال مخکې د اپریل په دیرشمه مې له کاروان سره په خیرخانه مینه کې، د ده په فقیرانه جونګړه کې درلود.

ما خپلې لیکنې ته دا سرلیک(له کاروان سره یو ماسپښين) ځکه وټاکه چې له نن نه کلونه وړاندې، زما په ګډون، څو تنو فرهنګي یارانو، د کاروان صاحب د «چنار خبرې کوي» د چاپیدو په پار، کاروان او د ده شعر ته  د درناوي په خاطر، په ماسکو کې یو محفل جوړ کړی و، هغه ته مو نوم ورکړی و:

«له کاروان سره یو ماښام» د هغه محفل لنډ شانتې مالومات داسې دی:

د ماسکو د مهاجرت د بې سر نوشتۍ، بې اسنادۍ، بې کورۍ او نورو ګڼو ستونزو ساعتونه، شپې ، ورځې وې چې یوه ورځ یو یار را ته و ویلې چې د کاروان صاحب د شعرونو نوې چاپ شوې ټولګه(چنار خبرې کوي) را رسیدلې ده، که دې خوښه وي د مخکاته یو محفل به ور ته ونیسو. د هغو جسمي او رواني ستړیاوو په شیبو، ساعتونو او ورځو کې ما نور له خدایه څه غوښتل، د یو څو شاعرو او لیکوالو یارانو را ټولیدل، سره لیدل او بنډار، د کاروان د شعر اوریدل، د هغه په باب خبرې کول او د موسیقي په څپو کې یې اوریدل؛ ما ویل سمه ده. د محفل سر لیک مو د یارانو په خوښه وټاکه:

«له کاروان سره یو ماښام»

محفل زما له تصور نه لا ښه په شاندار ډول تر سره شو او یارانو په کې د مشاعرې په ډول خپل شعرونه، د کاروان صاحب شعرونه، د کاروان د شعر او هنر په باب خبرې او نظریات او تر ټولو جالبه برخه موسیقي وه چې استاد یار محمد علیزي د کاروان یو څو شعرونه، د غني خان او الفت صاحب شعرونه په نوي بڼه کمپوز کړي وو او د لومړي ځل له پاره یې د مشاعرې او نظریاتو د اورولو په لړ کې داسې زمزمه کول چې د ستړیاو بیخ به یې ایسته.

خبره په هماغه ځای خلاصه شوه، یاران لکه وچې پاڼې بیا د سرنوشت بادونو په هوا کړل، څوک چیرې او څوک چیرې لاړل ولویدل، څوک خوښ څوک نا خوښ، څوک راضي او څوک نا راضي.

زه د سرنوشت بادونو پسې واخستم، پورته هوا ته یې جګ نه کړم، بلکې په مځکه یې په رغړیدو، رغړیدو تر ډنمارکه پورې را ورسولم او …
تیر کال یو ځل بیا خدای جان د وطن، د کابل، د کورنې، د هیوادوالو او د فرهنګي یارانو زیارت را باندې ولوراوه. د نورو دوستانو، همځولو، کشرانو او مشرانو کیسې بیا ، خو اوس به له کاروان سره د یو ماسپښین کیسه په لنډ ډول وکړم. په هماغه ورځ چې زما او کاروان دیدن وشو، ما د خپلو ورځنیو یاداشتونو په سلسله کې داسې ولیکل:

د ۲۰۱۵ کال د اپریل په دیرشمه زما د خوښې وړ شاعر پیر محمد کاروان دیدن خدای را په برخه کړ. د کابل د خیر خانې مینې د قلعه  نجارا لومړي سرک، د بي بي سي دفتر ته ورغلم، څو شیبې همالته  کیناستو او بیا د خیر خانې په دویمه برخه کې د ده استونځي ته لاړو.

د کاروان کوټه، د کاروان فقیر خانه، د ده د شعرونو او فکرونو له پاره یو ښه، هوسا او آرامه ځای و، د دې له پاره ښه و چې دی یوازې کیني او د خپل فکر د نیلي له پاره پراخه فضا جوړه کړي، د دې له پاره ښه ځای و چې کاروان د خپل شعر د ناوې په باب فکر وکړي او د خپل شعر مجسمه په یوازې ډول و توږي، تراش یې کړي، د خپل فکر زرین شال پرې وغوړوي، سینګار یې کړي او د شعر په نامه یې بیا په «زر زري وزرې» والوزوي او …

کاروان په دې  فقیر خانه کې یوازې ناست و، خو ما یوازې و نه ګاڼه، ما لیدل چې ده سره نور څه هم شته، د ده فکرونه او شاعرانه سوچونه، ما لیدل چې د ده د شعر رنګینو انځورونونو، چار چاپیره اتڼ کاوه او ده ته همداسې یوه آرامه او د یوازې توب فضا په کار وه چې دی د خپل شعر رنګین او ښکلي انځورونه د کلماتو په قالب کې را ایسار کړي او د شعر په نامه یې په چنار کې کیږدي چې خبرې وکړي او په زر زري وزرو سره یې والوزوي او …

یوه عادي ګډه وډه کوټه، خو کوټې کوټې کتابونه، زړه یې ډیر پاک او له انساني عواطفو او شاعرانه مینې ډک. له کیناسو سره سم یې لپ ټاپ را ته کیښود او ما په لپ ټاپ کې ورته راوړې ډالۍ کیښوده چې باید دا ډ الۍ کلونه پخوا ورکړل شوې وای.

دا ډالې په ماسکو کې د ده د «چنار خبرې کوي» د کتاب د مخکاته د هغه محفل ویدیو وه، چې د ۱۹۹۹ کال د جنورۍ په دویمه د ځینو فرهنګیانو په همت جوړ شوی و. څو برخې یې چې ولیدې، داسې خوشاله شو چې په کالیو کې څه چې په خپل پوستکي کې نه ځایده.

د کتاب  مخکاته د محفل په لړ کې استاد یار محمد علیزي د ده له همدې کتاب نه، د ده شعرونه انتخاب او کمپوز کړي وو او داسې یې په خپل سحر ګر غږ کې زمزمه کړي دي، چې په خپله کاروان ورته حک حیران و. څه یې نه ویل، خو ما لیده چې دی د محفل له دایرونکو او استاد یار محمد نه داسې منندوی دی، چې د بدن غړي غړي یې مننه کوله.

په ماسکو کې «له کاروان سره یو ماښام» کې تر پنځوسو ډیر شاعران لیکوالان او فرهنګیان، له کاروان سره غیر حضوري ناست وو، مشاعره وه سندرې وي او مقالې وې، خو زه په کابل کې «له کاروان سره یو ماسپښین» کې حضوري مخامخ او یوازې ناست وم.

مشاعره مو وکړه، ده ما ته د خپلو نا چاپو شعرونو نه څه واورول او ما هم خپل یو څو ټوټې شعرونه ورته زړه نا زړه ولوستل، په سړه سینه یې واوریدل او په ټولو کې یې هغه څلوریزه خوښه شوه چې ما ده ته په ماسکو کې، د ده د یوې پوښتنې او ګیلې په ځواب کې لیکلې وه. کاروان د ګیلې تر څنګ پوښتلی وم چې څه کار کوې؟ ما یې په ځواب کې د اوږده لیک په ځای دا څلوریزه لیکلې وه:

پـه زخمي زړه بانـدې شعـرونـه وړمه

پــه هــر پـرهـر کې یې دردونه وړمه

په شنو باغو کې شین طوطي ګرځیـدم

خـو اوس پـنـډي یـمـه پـنـډونـه وړمــه

مرکه مو څه باندې درې ساعته اوږده شوه، له ما سره تیلیفون بې وخته وشرنګیده او زموږ د مرکې په شنه بڼ باندې یې بې وخته خزان راپیښ کړ.  زه اړ وتلم چې د ده د حضور له فیض نه محروم شم او مجبورآ مې له ده سره د خدای په اماني تابیا وکړه.

موږ دواړه مجبوران وو، زما په زړه کې چې څه تیر شول، یوازې خدای او زه پوهیدم او د ده په زړه باندې هم یوازې دی او خدای پوهیدل، خو ما د ده د سترګو په آیینه کې هغه څه ولیدل چې زموږ د دواړو د زړه یو تت شانتې انځور و، د ده د دعا نومي شعر دا بیتونه:

په هر درشل به لکـــه خــوږ بــاد د سبـا تیریــدم

ســوړ اســویلی شوم چې پـه سیمه د آشنـا تیریـدم

د یار د سترګو په زیارت کې وې د اوښکو ډیوې

زړه مـــې پـه نـذر کـې و ایـښی پــه دعــا تیریـدم

او دیدن پای نه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x