ادبي لیکني

د ژباړې د هنر ښکلی استاد

پاکیزه ارزو

ژباړه هنر دی، د پوهې او معلوماتو د لېږد او رالېږد غوره وسیله ګڼل کېږي. د دې هنر زده کړه که هنر دی خو دې هنر په هلکه زده کړه ورکول هم هنر دی ، چې  لېږدول یې هم د زده کولو په څېراسانه نه دی.وایي چې هر انسان عالم کیدای شي خو معلم کیدای نه شي. د عالم او معلم تر منځ اړیکه حاصلول  او افاده کول دي، حاصلول یې په هوډ ،زیار، علاقې او هڅې پورې اړه لري.انسان به د دغو ټولو ځانګړنو په یوځای کولو تعلیم حاصل کړې او ځان به دعالمتوب تر درجې ورسوي ، خو په معلمي کې د  دغو ځانګړونو تر څنګ  د تعلیم د افاده کولو هنر هم دېر ضروري دی او که د افاده کولو هنر ونه لري نو عالم به وي خو معلم به نه وي. زه د دغو دواړو مهارتونو استاد ، استاد ښکلی یادوم  چې نه یوازې معلم دی بلکې په خپل مسلک کې عالم هم دی چې د زده کړې د لېږد او رالېږد یوه خاصه یې ژباړه ده او د ژباړې په هنر کې د کمال  حد ته رسېدلی.

اجمل ښکلی
        اجمل ښکلی

لیکوالي، شاعري، نقادي او د استادي د ځانګړونو تر څنګ استاد ښکلی یو بریالی ژباړن دی او د ژباړې د هنر د ور زدکولو ښه استادي یې هغه خاصتوب دی چې ډیرو شاګردانو  به یې ډیر څه تر ې زده کړي وي.

لا مې د ادبیاتو د پوهنځي په دورازه پښه نه وه ایښې، خو د استاد  نوم مې اورېدلی و او کله چې مې په لومړي ځل د ادبیاتو د پوهنځي مهال ویش ولیده د ښکلی استاد نوم مې تر سترګو شو، خوشاله شوم، ملګرو ته مې وویل ،دیر څه به ترې زده کړو. زه خوشال وم چې د ښکلی استاد  له نوم او ادبي وړتیا سره بلده وم او د ادب زدکولو هغه ارمان چې دیر څه به ترینه  زده کړم هغه به مې پوره شي او زه د دې ارمان ارمنجنه پاتې نه شوم او په ژباړه کې مې له استاده د یوه عمر زده کړه وکړه او هغه زده کړه مې لا د حافظې په خونه بنده ده.

استاد د ژباړې او د ژباړې د اصولو په هلکه راته ویلي و، چې ژباړه د ژبې اړلو له ترکیبه جوړه ده او له یوې ژبې بلې ژبې ته  د خبرو داسې اړول چې لوستونکی پرې پوه شي او ګټه ترې واخلي ، خو دا اړول داسې اسان نه دی چې هر څوک به یې اړوي  که ژباړه کوې نو، په لومړی او دویمه ژبه برلاسي دیر ضرور دی او د لومړۍ او دویمې ژبې د هېواد له کلتور او جفرافیا سره بلدتیا هم اړینه ده. چې دا  یوه هغه ځانګړنه ده چې استاد یې لري او  خپلو شاګردانو ته یې هم  ورزده کړې  او دا ځانګړنه د استاد په ژباړو کې له ورایه څرګنده ده.

 استاد په ژباړه کې دا هم را زده کړي وو، چې په ژباړه کې کوم ځیزونو ته باید پام وکړو، د ښې موضوع غوراوی، د ژبو تر منځ په توپیرونو پوهېدل، په ژباړه کې امانت ساتل، هنري ذوق لرل او ګړنې په ګړونو  متلونه په متلونو ژباړل په ژباړه کې  اړین دي.

استاد راته ویلې و، په ژباړه کې داسې موضوع غوره کړه، چې ټولنې ته ګته ورسوي او که داسې موضوع نه وي د ګټې پر ځای به دې  توان وکړي. همدارنګه په ژباړه کې د امانت ساتل یې داسې راته ښودلې وو،  چې د  ژباړن اخلاقي مسولیت دی چې له لیکوال سره خیانت و نه کړي. همدارنګه  استاد دا هم  ویل چې له کوم ژباړن سره چې هنري ذوق مل وي نو ژباړې یې خوندورې وي ځکه د هنري ذوق په برکت د کلمو او ترکیبونو پریماني ورسره وي او داسې ژباړن ته ژباړه بوج نه وي.

استاد د ګړنۍ ژبې د اصطلاحاتو او د هغوي په کاورنه کې دا رازده کړي وو ،چې ګړنې او متلونه د لیک د هنري کولو د دقت ، صراحت او د خبرو د قوت لپاره وي نو کت مټ ژباړه یې  کفر دی او که  مفهوم هم ورسوې  نو ژباړه دې بې خونده پاتې کېږي، ځکه د متلونو او ګړنو ماناوې وضعي وي او که په حقیقي مانا وژباړل شي نو خوند اوغیزه به یې کمه شي. استاد په متلونو کې یوه بېلګه راوړې وه ویلې که د اوردو ژبې متل ( کچ پانې کې لې کچ کونا پړتا هې) که داسې وژباړو چې د یو څه د لاس رسي لپاره به یو څه بایلو نو دا متل پاتې نه شو نو پکار ده ،چې د دغه متل انډول په پښتو کې  پیدا کړو یا یو بل داسې متل چې همداسې مفهوم ولري په ځای یې ولیکو، ځکه د متلونو او ګړنو ماناوې وضعي وي او که په حقیقي مانا وژباړل شي اغیزه نه یې پاتېږي.استاد به ویل چې ژباړن دې هرې کلمې او جملې ته ښه ځیر شي  په مستقیمو او مجازې ماناوې دې ځان ښه پوه کړي. که ژباړن دا اوصول مراعت کړي نو  په دې ډول به ژباړن خپله ولسي پوه په اثبات ورسوي.

د ښې موضوع غوراوی، هنري ذوق، په ژباړه کې امانت ساتل، ګړنې په ګړنو ، متلونه په متلونه او د ژبو تر منځ په توپیرونو باندې پوهېدل، د استاد د ژباړو خاصتوب دی او د استاد ژباړې یې خوندورې کړې دي.

استاد دا خبرې راته کړې وې چې، د ژبې له پلوه په ژباړه کې د ډواړو ژبو په ګرامري قواعدو باندې لاس بری حتمی دی، خو د ډواړ ژبو  ګرامري قواعد یو ډول نه وي، او د  ژبې له پلوه په ژباړه کې په لوی لاس د نورو ژبو  د قواعدو ځایول ژبه خرابوي او ژباړه بې خونده کوي، استاد ویل، د انګلیسي ژبې جمله  په فاعل  شروع کېږي بیا فعل او بیا مفعول راځي نو که موږ هغه جمله د دې ترتیب په اساس راوژباړو نو دا به یوه بې خونده جمله وي او داسې به وي لکه له عربي نه د طیبې د کلمې تحت الفظي ژباړه، نشته دی مګر لایق د عبادت صرف یو الله دی.  چې یو ځل د الله د ذات په نیست او بیا یې هست دلالت کوي. استاد ویل د دې کلمې ښه ژباړه ده چې ووایو ، له الله پرته د عبادت وړ نشته.

موږ په جمله او د جملو په ډولونو پوهېږو،استاد را راښودلي و چې څرنګه یوه غبرګه جمله په یوستوې، یوستوې په غبرګه  او یا څنګه کولای شو مختلطه په غبرګه او غبرګه په مختلطه واړو او د استاد هنر دی چې د جملو د عمومي ډولونو سره یې د هر جملې د ډولونو د اړولو په هلکه لارښونې کړې وې او دا یې هم ویلې وو چې په جملو کېد اضافي ترکیبونو راوړلاو  په ژباړ کې د ګرامري اجزاو ناسمه کارونه ژباړه  بې خونده کوي. یوه بېلګه مې په لا ذهن کې پاتې ده ، استاد ویلې وو چې معلوم فعلونه په مجهولو مجهول په معلوم مه اوړوئ او دې په ځا ی چې ووایې چې حویلۍ پراخه کړی شوې وه. لنډه او او خوندوره یې دا ده ، چې حویلۍ یې پراخه کړه.  استاد وویل، د ژبې له پلوه ژباړه کې تر تولو ښه ژباړه جمله په جمله ژباړه ده، ځکه جمله په جمله ژباړه کې له لیکوال سره وفاداري خوندي وي او مفهوم سم انتقالېږي. دا یو څو وړې بېلګې وې چې ما یې یادونه وکړه چې د استاد په ګرامري قواعدو باندې لاس بری زباتوي.

ژبه د خلکو تر منځ د اریکو مزی یا د پوهوي وسیله ده او که ژبه په ورځینو چارو کې د واقیعتونو د بیان لپاره کاروودا یوه اړتیا ده، خو د ژبې ارزښت ټول په واقعیتنو هم ولاړ نه دی  بلکې ژبه ادب کې په مجازي، تشبهي، استعاري ډول هم کاورل کېږي، استاد دا لارښونه راته کړې وه چې په ژباړو کې څومره ادبي نزاکتونه مراعات کړو ځکه په ادب کې ژبه که واقیعت بیانوي خو ژبه ټوله په واقیعت پورې نه ده تړلې او په ځان تکیه او خپلواک کلام دی.

په ژباړه کې د جملو ، کلمو، ترکیبونو، ماناوو سمه کاورنه او د پښتو  کلمو کاورنه هغه څه وو چې استاد نه مې زده کړي دي. یوه خاطره مې راپه زړه شوه ، په ټولګي کې مې د استاد راکړی سمینار لوسته. یوه جمله مې داسې ژباړلي وه ، هغه سړی ګورې چې شمشیرې په لاس کې دی؟ استاد غږ راباندې  وکړ ،شمشیر ته په پشتو کې توره وایي ، ما ورته وویل نو شمشیر خو هم دیر ویل کېږي استاد وویل، چې پښتو کلمه لرو نو نور ته اړتیا نشته خو دا ضروري هم  نه ده که ورته کلمه ورته نه لرو نو بیا په زوره یوه کلمه ژباړل ښه نه دي. همداسې د سمینار په لوستلو کې زما دیر غلطۍ اصلاح کول د استاد په ژباړه کې په ځېرکتیا دلالت کوي چې هغه څومره باریکو ته پام دی او څومره غواړي چې ژبه عامه ، ساده خو خوندوره وي.

زه ښایي و نه شم کولای چې په لنډه لیکنه کې دیرې بیلګې راوړم  ځکه په ژباړه کې د استاد وړتیا له هېچا پټه نه ده او نه هم دا مجهول شخصیت دی چې زه یې ښکاره کړم. استاد د ژباړې د هنر استاد دی، څومره چې یې خپله دا هنر زده  دی حومره د ورزده کولو  هنر هم لري. ما له استاده یو سمستره زده  کړه کړې  او دا زده کړه مې د کلونو د زدکړې په برابر ده. د استاد ژباړل شوي اثار او شخصیت د هېواد د فرهنګ لپاره د پیړیو پیړیو زېرمه ده چې پرې بدایه یو.

یادونه: دا لیکنه تېر کال د میدوتیک لخوا د استاد ښکلی په لمانځغونډه کې لوستل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx