جارشازلميه !

جارشازلميــه ! قــــربانــي به دي رنګـــــونه راوړي

روح دي دعرش په لــــور درومي رحمتــونه راوړي

زمــوږ دغښتـــــلي قـــوم رواج دى دسنګـــــر پالنـــه

يالـــوګى کيـــږي يا ځيــګـــرباندي زخمـونه راوړي

اې دشليـــــدلي ګــــريـــوان مــلـــه بس نــورمــه ژاړه

غازي سپـــرلى به دي  بيــا وغاړې ته ګلــونه راوړي

بدري کاروان خـــالي لاســـونه  په زګېـروونه راځي

درقيبــانــو لــــــه ســـروډک خـــورجيـــنـــونه راوړي

اې تاندو لــلـمو دطـــوفـــان په راتګ مـه ويــريــږي

طوفـــان زيانمن  هــم ګټــــوردى بــارانـونـــه راوړي

دانصــيـحــت لــه پــرګنـــودى راتــه پــاتــه هــمــيش

چي وروڼه خــوينـدو ته دپت زرين شـالــونه راوړي

پريږده مورکۍ چي دغازيانـودبرچــو خوراک شي

بد فعله  زوى چي کورته راشي سل غمــونه راوړي

لکــه خـــورۍ به تــرې نه جــارشــم يــونــه زرکـــــــرتـه

که مي څــوک غوږ ته دبري خــــواږ حــالـونه راوړي

الهامــه ! دين کي شهــادت يو عـجيـبه دستور دى

شهيــد ته مـــرګ دابدي ژونــد راحـــتـــونــه راوړي

سيداحسان الله الهام

2011/08/19  رمضان المبارک



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.