
کتاب او مطالعه د پوهانو او لويانو له نظره
سمسور مندوزی
۱- يوه ټولنه هغه وخت نيکمرغه کيږي ، چې ورځنۍ چارې يې د کتاب مطالعه وي . (سقراط)
۲- د انسان اندونه او انګيرنې په داسې ډول دي ، چې شوني ده د يوه کتاب په لوستلو سره د انسان اندونه نوي لارې وټاکي . همدارنګه کيدای شي يو کتاب د ميليونونو انسانانو برخليک ته لارښونه وکړي . (کارډيل)
۳- د کتاب پاڼې د وزرونو په څير دي ، چې زموږ روح له نور او روښانايي سره يو ځای الوځوي . (ولتر)
۴- نيکمرغه هغه څوک دي ، چې يو له دغو دوو شيانو څخه ولري ، يا ښه کتاب او يا داسې ملګری چې د کتاب مينه وال وي . (ويکټور هوګو)
۵- زه لس ساعته مطالعه کوم، چې يوه ښه وينا وکړم ، ځينې يو ساعت مطالعه کوي او په لسو غونډو کې ويناوې او بحثونه کوي . (محمد قتي شريفتي)
۶- کتاب ډير مطالعه کړئ ، چې پوهه شی ، چې په هيڅ نه پوهيږې . (منتسکيو)
۷- مطالعه کول د ژونديتوب نښه ده . (بيهنقي)
۸- په نړۍ کې داسې خوند نشته ، چې د مطالعې له خوند سره يې پرتله کړو . (تولستوی)
۹- ته په يوه شپه کې دغه کتاب مطالعه کوې ، خو ما ددغه کتاب په ليکلو کې د خپل سر ويښتان سپين کړي دي. (سقراط)
۱۰- کتاب د بشر يوه لويه اختراع ده . (شکسپير)
۱۱- مطالعه د انسان په بدن کې د سپورت په څير تاثير رامنځ ته کوي. (ريچارد استيل)
۱۲- داسې هيڅ کتاب نشته چې د يو ځل لوستلو ارزښت ونه لري . (بيهقي)