افغانستان

رباني: طالبانو سره د سولې په اړه هېڅ پرمختګ نه دی شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين وايي، تر اوسه طالبانو د سولې بهير کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د بهرنيو چارو وزير زياتوي، چې د سولې په اړه به د اسلامي نړۍ د علماوو شورا راوغواړي او افغانستان کې به د سولې په اړه اسلامي کنفرانس جوړ کړي.

د بهرنيو چارو وزير نن مشرانو جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل د سولې په اړه ملي اجماع ته اړتيا ده او په دې اړه راتلونکو لنډو ورځو کې د اسلامي نړۍ د علماوو شورا په افغانستان کې جوړيږي.

د بهرنيو چارو وزير زياتوي، چې اجرايي رييس ډاکټر عبدالله استنبول کې د اسلامي هېوادونو په درېيم کنفرانس کې د ګډون پر مهال د اسلامي نړۍ استازو سره د علماوو د اسلامي کنفرانس په اړه سلامشورې کړي دي.

د صلاح الدين رباني په وينا له دې وړاندې سعودي عربستان کې هم په دې اړه خبرې شوي او تمه لري، چې دا کنفرانس به د سولې په اړه ښې پايلې ولري.

صلاح الدين رباني په داسې وخت کې د سولې له روان بهير څخه نهيلي وښوده، چې افغان حکومت له تېرې اوږدې مودې راهيسې د څلور اړخيزو ناستو له لارې طالبانو سره د سولې خبرو ته هيله من و، مګر تېره اوونۍ يې د سولې له روان بهير څخه بې زاري وښوده او د جګړې اعلان يې وکړ.

ټاکل شوې وه، چې تېره مياشت اسلام اباد کې د څلور اړخيزو ناستو بله غونډه ترسره شي، مګر افغان حکومت له اوږدې تمې ورسته له دغو ناستو نهيلي څرګنده کړه.

تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني وويل، چې نور له پاکستانه د سولې هيله نه لري او بايد د خپلو ژمنو سره سم د طالبانو پر ضد عمليات وکړي او يا دې له خپلې خاورې وباسي.

ولسمشر غني د ملي شورا ګډې ناستې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د طالبانو پر ضد ترخې څرګندونې وکړې او زياته يې کړه، چې څوک موږ سره جګړه کوي، امنيتي ځواکونه به يې «دوزخ» ته ولېږي.

نوموړي همدا رنګه د هېواد قاضيانو ته هم ډاډ ورکړ، که د هر طالب پر ضد يې د اعدام پرېکړه وکړه، حکومت به د دغو قاضيانو د امنيت ساتنه کوي.

وړمه ورځ د غوايي په اتمه هم ولسمشر په ارګ يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې «هر څوک په افغان وار کوي، موږ يې په توره ولو.»

د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې حکومت نه د سولې واک او اراده لري او نه هم د جګړې.

د سياسي چارو کارپوه انجينر نظر محمد مطمين وايي، چې د هېواد تېرو پنځلسو کالو جګړو وښوده، چې سوکالي او امنيت په جګړو نه راځي، بلکې جګړې نورې هم د هېواد او ولس په زيان دي.

ښاغلی مطمين ټينګار کوي، چې اخر به هم سوله راځي او د دې لپاره بايد حکومت او مخالفين دواړه د زړه له تله هڅې وکړي او له خپلو شخصي ګټو تېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x