واشنګټن او «د حلب ټولوژنه» کمزوري او که سترګې پټول – ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): په داسې وخت کې، چې د سوريې او روسيې جنګي الوتکې پرله پسې لسمه ورځ ده، چې د سوريې په شمال کې پر حلب تاريخي ښار ړندې بمبارۍ کوي، مګر امريکا او نړيوالې ټولنې تر اوسه داسې کوم ګام نه دی اخيستی، چې د اور دغه لمبې مړې کړي.

د امريکا پرمختيايي څېړنيز مرکز مشر څېړونکی او د منځني ختيځ د چارو کارپوه هارډن لانګ الجزيري تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې حلب د اور په لمبو کې وريت شو، مګر امريکا، بارک اوباما، ملګري ملتونه، اروپا او سيمه‌ييز لوبغاړي، لکه ترکيه، سعودي او نور هېوادونه د يمن په کشاله کې بوخت دي او حلب کې د روان ناورين په اړه يې هېڅ داسې ګام پورته نه کړ، چې د دغه اور لمبې مړې کړي او د روان بشري ناورين مخنيوی وکړي.

د هارډن لانګ په وينا، څرنګه، چې نړيواله ټولنه او امريکا د حلب له خونړۍ پېښو ځان بې غمه بولي، همدا رنګه امريکايي رسنۍ  هم په ولسمشريزو ټاکنو کې داسې بوختې دي، چې د حلب د زرګونو خلکو وينې او کريغې نه اوري او نه يې پام دی ورته.

په عين وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دوی حلب کې د روانې بدمرغۍ د مخنيوي لپاره روسيې سره په اړيکې کې دي او غوښتنه يې کړې، چې بشارالاسد او روسيه بايد پر حلب خپلې بمبارۍ ودروي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير جان کيري به نن ناوخته جينوا کې د اردن او سعودي بهرنيو چارو وزيرانو او سوريې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټيفن دي ميستورا سره د سوريې په اړه خبرې وکړي او ټينګار به وکړي، چې اوربند يوازې تر لاذقيې او ختيځې غوطه پورې محدود نه دی، بلکې حلب هم د دې اوربند برخه ده.

کمزوری دريځ

د امريکا د ملي امنيت پخوانی مرستيال جيمز جيفري وايي، چې د حلب روان بشري ناورين په اړه د واشنګټن کمزوری دريځ د دې ښکارندوی دی، چې اوباما نه غواړي د حلب روانو خونړيو پېښو په اړه مداخله وکړي او د بهرنيو چارو وزير څرګندونې هېڅ ګټه نه لري.

د ښاغلي جيفري په وينا که امريکا وغواړي، په دې اړه ډېر څه کولای شي، مګر په لوی لاس نه غواړي، چې دغه جګړه پای ته ورسيږي.

جيمز جيفري الجزيرې تلويزون سره په خپله مرکه کې وويل، که امريکا همدا نن اعلان وکړي، چې دوی به په ترکيه کې پيټريوټ توغند نصب کړي، نو دغسې يو حالت کې به ترکان هم خوښ شي او بيا امريکا کولای شي، چې د حلب په فضا کې هره الوتکه په نښه کړي.

جيفري زياته کړه: «امريکا دا هم کولای شوای، چې د بې ځايه شوو کسانو لپاره خوندي سيمه وټاکي او دغه زرګونو خلک، چې اوس هم په بمباريو کې تر خاورو لاندې دي،  امريکا کولای شوای، چې د دغو خلکو ژوند وژغوري او دا يې هم کولای شوای، چې ځينو مخالفينو ته يې الوتکو ضد توغندي ورکړي وای، مګر امريکا په لوی لاس له دې ټولو چانسونو سترګې پټې کړې او د حلب اوسېدونکي يې د اور د لمبو خوراک کړل.»

د پوځي چارو امريکايي شنونکی او د هډسن څېړنيز مرکز غړی ريچرډ وايټز وايي، چې سپينه ماڼۍ د سوريې د روان کړکېچ په پرتله د ايران اتومي تړون ته ډېره ليوالتيا لري او سپينه ماڼۍ د سوريې په اړه يوازې د واک د لېږد لپاره څرګندونې کوي، مګر په دې اړه هم هر څه تر خبرو محدود دي او بس.

بشري او سياسي ناورين

د سوريې سيميزې شورا غړي ياسر کور ويلي، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې، د سوريې، روسيې او ايران په بمباريو او بريدونو کې حلب نږدې ټول له منځه تللی او په دغو بمباريو کې د ولسي خلکو کورونه، جوماتونه، ښوونځي، سوداګريز مرکزونه او روغتونونه ويجاړ شوي، برېښنا او اوبه هم نه شته.

ښاغلي کور رسنيو ته وويل، چې عربي هېوادونه، امريکا او نړيواله ټولنه د روان بشري ناورين په اړه يوازې لفظي غبرګونونه ښيي، چې په عملي ډګر کې هېڅ ګټه نه لري او بمبارۍ لا هم روانې دي.

د سوريې د سولې شورا يو غړي اسد الزعبي پر امريکا او ملګرو ملتونو تور ولګاو، چې ترهګر مجرم بشارالاسد ته يې پوره واک ورکړی، چې هر څوک ورته دښمن وبريښي بايد ويې وژني او ټوله نړۍ ورته په رډو رډو سترګو ګوري.

الزعبي ټينګار کوي، چې د بشارالاسد مخالفين به د جينوا راتلونکې ناسته کې تر هغو ګډون ونه کړي، تر څو، چې د امنيت شورا درواغجن چارواکي خپل انساني کرامت ته ژمن نه شي او د روان بشري ناورين مخنيوی ونه کړي.

«موږ ټينګار سره وايو، چې نه مذاکرات کوو، نه سوله کوو او د سوريې په سپېڅلي حريم هېچا سره سودا ته نه يو تيار.»

عربي ژورناليست او سياسي فعال هادي عبدالله، چې له حلب څخه يې رسنيو ته خبرې کولې، وويل، چې روسيه درواغ وايي، چې دوی پر داعش او نورو جهادي ډلو بمبار کوي. د نوموړي په وينا په دغه سيمه کې داعش نه شته او روسي الوتکې يوازې ولسي خلک په نښه کوي.

هادي عبدالله وايي، چې له تېرو نهو ورځو راهيسې روسي او سوريايي الوتکو نږدې درې سوه ځل پر حلب بمبارۍ کړي او سلګونو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

تبصرې (1)

  • یا الله ته د مسلمانانو غږ واورې، ته د مسلمانانو لپاره داسې د خلاصون لاره پیدا کړې چې دوی یې هیڅ ګمان هم نه کوي. یا الله ته مسلمانان سره متحد کړې اې الله ته د همدې مسلمانانو په زړونو کې داسې یو له بل سره د اخلاص او همکاري روحیه را ژوندی کړې لکه چې د اسلام په اوایلو کې سره متحدوو. خدایه دا کفري نړۍ پارچه پارچه کړې. اې الله تر ټولو ته ښه پوهیږې چې زموږ زړونه څومره دردیدلي ته مو د زړونو آواز واورې او رحم وکړې. آمین یا رب