afghanarrest

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (شپږمه برخه)

یوه شپه یې ریاست ۹۰ ته دشپې له خوا یوه ډله ځوانان راوستل، ریاست ۹۰ ته به چې کله  بنديان راوستل خصوصا چې نظامي تور به ور پورې و، نو له راوستو سره سم یا  لږ وخت وروسته به یې دوهلو پیل پرې وکړ.

دا ځوانان هم نیمه شپه وه چې را یې وستل، لږ وروسته پیپونه مست شول! ور سره د وهل کېدونکو ځوانانو چېغې او نارې پورته شوې! سبا ته مو کتل یو ځوان یې زمونږ خونې ته راوست! نرۍ جګه ونه، نرۍ جګه پزه، سپین زیړبخون رنګ، غټې غټې سترګې، له ورایه یې په څېره کې  ناروغي او ستړیا تر سرګو کېده.

له ستړي مشي وروسته یې کیسه پیل کړه: وشه مونږ څو تنه یې له خوست نه په هلیکوپتر کې را وستو، دلته یې چې راوستو، سمدستي یې وهل پیل کړل، زه یې چې یو څو پیپه ووهلم، پوه شوم چې د وهلو توان نه لرم نومې ورته ویل چې ګورئ زما یوه خبره واورئ بیا چې هر څه کوئ! زه د سرطان په ناروغۍ مبتلا یم، اوس هم دارو خورم، امریکایانو له کور نه راوستی یم، هېڅ ګناه مې نه ده کړې،  حال در ته وایم، وهئ مې مه، ځکه د سرطان د ناروغۍ له وجې پر ما بیخودي راځي، داسې نه چې زه مړ شم مسولیت به بیا تاسو ته متوجه وي! څه چې له ما سره دې هغه درته وایم، خو وهئ مې مه!

نوموړي ځوان ویل چې له دې سره یې پرېښودم او ما هم ټول حال ورته وویلو، چې شپږ کاله وړاندې په خوست کې د طالبانو له یو قوماندان سره په ګروپ کې وم، مګر بیا مې دا کار پرېښود دده په خوله د  حضرت صیب  ( صبغت الله مجددي ) د پخولاینې د پروګرام له مخې مې دا هر څه پرېښودل او هغه اسناد هم په لاس کې لرم چې د پخولاینې د پروګرام له خوا را کړل شوي دي.

 د خوستي ځوان یوازې پر زنې څو تاره ویښتان ښکارېدل، او د سر ویښتان یې هم ډېر کم وو، ده ویل چې زما ویښتان د سرطان د ناروغۍ له وجې ټول تویې شوي دي، مخکې مه لویه ږیره او پر سر ګڼ ویښتان وو، اوس دا دي هېڅ نشته.

 په لومړي سر کې مونږ فکر کولو چې له ځایه به یې ږیره او ویښتان نه وي، خو ده ویل چې نه دا دناروغۍ له وجې داسې شوی یم، لاهور یې وښود که پینډۍ وايي هلته د سرطان یو ځانګړی روغتون دی په هغه کې مې دوه کاله علاج وکړ، دغوږ تر شا یې ځای را وښود غټ لوی پرار پکې وو، وايي دا د عملیاتو نښه ده، ډاکترانو عملیات را ته وکړل خو اوس هم ښه نه یم، همیشه دوا خورم.

یوه ورځ ډېر په تکلیف شو، مونږ نوکریوالانو ته غږ کړ هغوی راغلل له خونې یې وایست، کله به چې تکلیف شو تر خوله به یې وینې راتلې، هغه وینې به یې په هغه لاسپاک چې هلته په خونه کې پروت و، پاکولې، څارنوالانو او نوکریوالانو به نه مونږ ته اجازه را کوله چې دغه لاس پاک ووینځو او نه یې خپله راته وینځلو، هملته به د ناروغ ځوان له سر سره پروت وو، کله به یې چې ضرورت شو کار به یې ترې اخیست.

 ناروغ ځوان یوه ورځ د خونې ملګرو ته ویل: زه ډېر خجالت کېږم، خو څه وکړم، تاسو به ما سره په تنګ وئ! خیر! تاسو له ما نه کرکه مه کوئ! دا ناروغي د الله جل جلاله له جانبه ده، او ساري نه ده، په کور کې زما یو وړوکی خوريی دی هغه به له ما سره په کټ کې یو ځای پرېوتلو، ډېر پرې ګران وم، او په ما هم ډېر ګران وو، مطلب دا چې زما په ناروغۍ اخته نه شو!

  مونږ ورته ویل: نه، ولې به له تا نه کرکه کوو، زمونږ ورور یې، الله دې صحت در کړي، زمونږ پر تا زړه خوږېږي له یوې خوا ناروغ یې او له بلې خوا یې دلته بندیخوانې ته راوستی یې! کاشکې دې ظالمانو ته خوشی کړی وای!

 په هغه ورځ یې چې بوتلو، تر مازدیګره را نغلو، ماښام شو، مونږ ملګرو په خپل منځ کې ویل چې کلیم یې لکه چې خوشی کړی، تر اوسه خو را نغلو، کاشکې خوشی کړی وي، ځکه غریب ډېر په تکلیف و، له همدې سره د دروازې د کلپ کړپ او کړوپ شو، له کوم کس نه ولچکې خلاصې شوې، که ګورو دروازه را خلاصه شوه کلیم دتل په څېر له ویرجنې خندا په ډکه خوله را ننووت، مونږ چې ولید په دې خوشحاله شوو چې ځه الحمد لله ښه شوی، خو په دې مو ډېر سخت فکر خراب شو چې ظالمانو خو بیا زیرزمنیو ته راووست!

  پوښتنه مو ترې وکړه چې چېرته یې بوتلې، ولې یې خوشی نه کړې؟ ده ویل: له دې ځایه یې چې وایستم، لاس او پښې یې را ولچک کړې، په داسې حال کې چې زه نیمه بې خوده وم، سترګې مې هم نشوای خلاصولی، په یو موټر کې یې واچولم، پوه نشوم چې کوم ځای ته یې بوتلم، هلته ډاکتر وکتلم، یو څو ګولۍ یې را کړې، نور وايي ځه ښه به شې، بیرته یې په همغه موټر کې چې بهر نه ترې ښکارېدو را وچولم، دا دي اوس یې بېرته دلته راوستم.

دوه درې ورځې تېرې شوې، بله ورځ ملګرو چې د سهار چای وڅښلو، ټول پرېوتل، ده ویل چې ګورئ ملګرو زما حال ښه نه دی، کېدای شي شهید شم، ما ته یې ویل چې مولوي صیب! که مې غږ وکړ زر را پورته شه یوازې دومره وکوه چې زر زر آیت کرسي او یاسین شریف را باندې ووایه! تر څو د ژوند آخري شېبې مې د قرآن کریم په آیتونو ختمې شي!

 مونږ ورته ویل، نه، سړیه ښه یې، وارخطا کېږه مه، ده په سړه سینه او ډاډمنه لهجه ویل چې نه وار خطا نه یم، زه په خپل ځان پوهېږم چې ښه نه یم، ما ورته ویل سمه ده ته تشویش مه کوه، ښه یې!

ټول ملګري ویده شول، زه هم د ده تر څنګ بیده شوم، تقریبا یوولس بجې به وې چې یو په یو یې غږ وکړ، زه سمدستي را پورته شوم، که ګورم د ځوان له خولې د وینو نرۍ لیکه د غوږ په لوري تر ستونې را ورسېده او لا را روانه ده، سترګې یې پټې دي، ور مېږ یې یوې خوا ته  کوږ ایښی، سمدستي مې ملګرو ته غږ کړ، هغوی هم را پورته شول، نوکریوالو ته مو غږ کړ یو کس راغی هغه چې دا حال ولید سمدستي یې منډه کړه نور یې را خبر کړل، ما  آیت کرسي پرې ولوست.

مونږ خوځولی نشوای، ځکه مونږ ویل که یې اوس وخوځوو داسې نه چې بیا به له مونږ نه تحقیقات کوي چې دا  مو ولې داسې کړ؟ تاسو خوځولی دی تاسو خراب کړی دی؟  او بل مو له دې کبله هم نه خوځولو چې ظالمان دغه هیبتناک او غم لړلی منظر په خپلو سترګو وویني ګوندې وي چې بیا له نورو ناروغانو سره داسې نه کوي!

پنځه شپږ کسان راغلل، هغه په اصطلاح تذکره یې راوړه، د زندان مدیر هم راغی، ټول حیران او غمېدلي ورته ودرېدل! هغه دخولې وینې مو یې ور پاکې کړې، نور مو په هغه تذکره کې واچولو، دوی بهر ته وایستلو، مونږ داسې فکر وکړ چې سړی ختم شو، ځینو ویل ځه الله یې دې شهادت قبول کړي، ښه شو ددې ظالمانو له وحشت نه خو بې غمه شو، چا ویل چې غریب ځوان و، داسې په مظلومیت کې شهید شو!

د زندان مدیر له مونږ نه تحقیقات پیل کړل، دا ولې داسې شو؟ په څو بجو؟ څه تکلیف یې درلود؟ مونږ ورته ویل تکلیف یې تاسو ته معلوم دی، هغه تېره ورځ هم حمله پرې راغله بیا تاسو ډاکتر ته بوتلو او بیرته مو راوستو، نور مونږ ویده وو، یو په یو یې غږ وکړ چې را پورته شوو سړی پټې سترګې پروت، له خولې یې وینې روانې وې.

مدیر دا ټول جریان ولیکلو نور لاړو، په مونږ پسې یې دروازه بیرته را قلپ کړه.

نور بیا…

عبد الحنان مجاهد

——————————————————————————————

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (څلورمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (پنځمه برخه)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د