ظلم «لنډه کيسه»

صابرجان

جګ جګ قدونه په یوه تیاره کوټه کی تر یو نازولي ماشوم راتاو شوي و، او په زوره زوره یی خندل یوه سګریټ کش کړی او په خندا کی یی وویل هلکه داوده ته هغه چاړه راکړه چی دا یوه ګوته یی غوڅ کړم څنګه یی پلار روپی نه رالیږی ماشوم وارخطا شو وریږدیدۍ لاسونه یې سترګو ته ونیول په ژړا کی یی وویل خیر دی ماما ګوته می مه غوڅوه پلار می روپی درکوی مکوه ماما خوږیږم درد کوی خیر دی ماما لاسونه به دی ښکل کړم خو ګوته می مه غوڅوه ماما راباندی ګران یی خیر دی خوږیږم مکوه جګ سړی په کړس کړس وخندل حرامی چپ شه پلار دی کنجوس دی روپی نه رالیږی ماشوم چی ساه یی لڼډه لنډه کیدل بیا یی وویل خیر زه به می مور ته زنګ ووهم هغی باندی زه زیات ګران یم هغه به روپی درکړی بل ولاړ سړی نور هم په زوره زوره وخندل کاش مور دی دومره هوښیاره وای.

ماشوم بیا زاری شروع کړی خیر دی ما پریږدی زه به مزدوری وکړم تاسی ته به روپی درکړم داود په راغږ کړه هلکه ور غوڅ یی کړه د ماشوم خبرو ته دی هم دومره غوږ نیولی دی سره ناست سړی د ماشوم لاس د ماشوم له سترګو راکش کړی ماشوم چغی کړی صبر ماما ددی لاس ګوته می مه پریکوه خیر دی ماما خوږیږم یوه د درد پیچکاری خو راولګوه بیایی غوڅ کړه خو د خلګو په خندا کی د ماشوم ژړا ورکه شول او یوه د تلفون کامره چالانه کړه او ماشوم ته یی موبایل ونیوی او بل د ماشوم د نازک لاس کوچنی ګوتی ته چاړه ونیول ماشوم څخه نوره لاره ورکه شول د مایوسي په انتها کی یی سترګی پټی کړی سړی د ماشوم په ګوته چاړه راکش کړه او د ماشوم ګوته یی د لاس څخه ورجلا کړه او لاندی پر ځمکه پریوتل د ماشوم چغی کړی هله ماما ومی ژغوره لاس می وینی کوی مړ کیږم ماما مرسته راسره وکړه ولاړ سړی پر ناست کس باندی راغږ کړه هلکه لاس یی ژر پټی کړه هسی نه چی مړ شی ناست کس ماشوم ته کلکه څپیړه ورکړه او په قهریدلی غږ یی ورته وویل چپ شه حرامی په ډیرو چغو دی اعصاب راخراب کړه.

ستا پلار دا ظلم کوي چې روپۍ نه رالیږي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

کله چي د انسان څخه د انسانیت لفظ لرې شي نو بیا تر حیواناتو هم په وحشت کې تیری کوي. حتی دا زما خبره په دې حالت درسته هم نده، ځکه ډیری وختونه داسې پیښ شوي چې ظالم زمری د هوسۍ کوچنی بچی ژغوري او نه پریږدي چې نور وحشي حیوانات یې وڅیري، خو راشه دې په دوه پښتو تلونکو ژوو ته!! نه پوهیږم چې کومه کلمه ورته وکاروم ځکه شرم راځي چې که د یوه وحشي لیوه او یا هم پړانګ نوم ورته واخلم.