شعـــــرونه

غزل: صابر جان

صابر جان

غمونو سره ژوند دی او دردونو سره ژوند دی
د اوښکو بدرګه کی ستا یادونو سره ژوند دی

دنیا راباندی تنګه شول چی ته می کړی رخصته
زړګیه تنهایی ده تصویرونو سره ژوند دی

غمونو دی جانانه یم له کار څخه ایستلی
بس زه یم شب ګیری دی پرهرونو سره ژوند دی

ملګرو لیونتوب ته می بس لږی شپی دی پاتی
نور ځمه وصحرا ته بیابانونه سره ژوند دی

دیدن دی له الله نه په کوثر غواړم جانانه
صابر همدا دعا کړی غزلونو سره ژوند دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x