ادبي لیکني

شهيد اباسين «لنډه کيسه»

حمیدي

دماښام خړه خوره وه،زاړه بوډۍ په جای نماز ناسته وه،لاسونه يې د خدای دربارته لپه کړي ول،چې دکور دروازه په زوره،زوره ودربيده،بوډۍ لاسونه په مخ راتير کړل،د ديوال په مرسته له جاينماز پورته شوه،ستونګی يې وخوت،په سستو قدمونو له کوټې وواته،په انګړ کې يې تر مخ تورې پيشو منډه کړه،بوډۍ مخ پسې واړوه، خو څه يې ونه ويل،دروازې ته په رسيدو يې غږ کړ:

څوک يې؟

يوه شيبه غلي وه ځواب يې تر لاسه نه کړ،بيا يې غږ کړ:

د دروازې تر شاه څوک يې ولې غږ نه کوې؟

خو بيا يې هم کوم جواب تر لاسه نه کړ، بوډۍ بې صبره شوه، ځنځير ته يې لاس ور واچوه ځنځير له دروازې سره ولګيده،د ځنځير شرنګاه پورته شوه، د دروازې له خلاصيدو سره يې په پښو کې يو پاکټ پريوته، بوډۍ اوتره غوندې شوه،ژر يې له دروازې يو او بلې خوا وکتل، خو هيڅوک نه ول،بوډۍ په ډيرې خوارۍ او زحمت سره ځمکې ته ټيټه شوه پاکټ يې له ځمکې راپورته کړ،له خاورو يې وڅنډه،مړه دوړه ترې پورته شوه،پاکټ ته يې په زير زير وکتل،کله به يې په يو مخ واړوه کله په بل، دسپين رنګه پاکټ رنګ بدل شوی وو،ځای ځای پرې د وينو څاڅکي لويدلي او وچ شوي ول، دبوډۍ د زړه درزا زياته شوه،په رپيدلو ګوتو يې دپاکټ يوه څنډه څيري کړه، په پاکټ کې يو دوه ګوتې ليک وو چې بوډۍ پرې نه پوهيده،اوبل په سپينو مالوچو کې تاوکړل شوي د انسان دلاس پرې کړل شوي ګوته وه،چې بوډۍ يې په ليدو سره يوه سوي چيغه له خولې ويسته آباسينه…آباسينه زويه، له دې غږ سره بوډۍ ړنګه شوه، په ځمکه پړمخې راپريوته له ځمکې دمړو خاورو مړه دوړه پورته شوه، لورکيو يې رامنډې کړې،په بوډۍ ورپريوتې، مورې! مورجانې پورته شه په تاڅه وشول؟مورې!

مشرې لور يې دمور په لاس کې نيول شوي مالوچو ته پام شو، ور ټيټه شوه د مور دلاس نه يې په سختۍ سره غوټه شوي مالوچې او کاغذ رواخيسته،لومړۍ يې دکاغذ په لوستلو پيل وکړ، په خط کې داسې ليکل شوي ول:

خط:

دنازولي اباسين دلاس يوه نښه مې در وليږله، که تر راتلونکې هفتې پورې ۳ لکه ډالره را ونه ليږې نو ټول آباسين به په تخفه کې در وليږم،البته روح به پکې نه وي………

دآباسين مشرې خور لکه ليونۍ يوې او بلې خوا وکتل،سر پرې وګرځيده په دروازه يې ځان تم کړ،بدرۍ خور يې ترې پوښتنه وکړه!ولې خورکۍ په تا څه وشول په کاغذ کې څه ليکل شوي ول؟

خو خور يې جواب ور نه کړ،دهغې ټوله توجه په لاس کې نيول شوي مالوچو ته وه،چې څنګه يې سره وسپړي چې وګوري چې دا هر څه رښتيادي که هسې ټوکه ده،

په رپيدلو ګوتو يې مالوچې سره ايخوا دې خوا کړې، دآباسين په پرې شوي ګوته يې سترګې ولګيدې، چيغې کړې، وه ظالمه څنګه د په دې ګل زړه کيده چې ګوته ترې پرې کړه؟

آباسينه،آباسينه وروره تابه څومره چغې وهلي وي،اخ ورورکه له تامې قربان کړې،

داباسين پرې شوي ګوته يې خولې ته نيږې کړه شونډې يې پرې کيښودې په مينه يې ښکل کړه، پاتې خويندې يې تر اوسه دمور په هوښ روستو بوختې وې،هغوی چې دخور له خولې دا الفاظ واوريدل،هغوی هم په چيغو پيل وکړ،ټول کور يې چيغو په سر اخيستی وو، دګاونډ له کوره يې په منډه څو کسان راغلل، هغوی چې په دې مسئاله پوی شول،نو ژر يې داباسين پلار ته تليفون وکړ، څو دقيقې وروسته دآباسين پلار راورسيده،ټکی وينه يې مخ کې نه وه،لکه کورکمان تک زيړ اوختی وو، په بيړه يې ميرمن په موټر کې واچوله تر روغتونه يې ورسوله،له دواه ورکولو وروسته داباسين مور په هوښ راغله، له روغتونه را ووتل،کورته په رسيدو سره داباسين،مور او خويندو يو ځل بيا په چغو پيل وکړ،د آباسين پلاره دخدای په خاطر يوڅه وکړه،آباسين به راته ووژني،له يو چاپيسې په پور واخله خو اباسين زوی مې راخلاص که،مور يې لا خبره پای ته نه وه رسولي چې داباسين خور پرې ور چيغه کړه! پلاره پلار جانه ته وګوره دا مې…دا مې دګلالي ګوته ده پلار جانه اباسين ګلالي به مې څومره چيغي وهلي وي،څومره به يې ژړلي وي چې دې ظالمانو ترې ګوته پرې کوله،پلارجانه خدای ته وګوره لږ څه وکړه غلی مه کينه پلار جانه،
دآباسين پلار غلی ولاړ وو،لکه په ځای پسې چې ميخ شوی وي،هيڅ يې نه شول کولای،دپلار له سترګو يې د بې وسۍ غټ،غټ داوښکو څاڅکي راتوی شول، په درنو قدمونو له کوره ووته لکه چا يې چې په پښو کې هاتکړۍ اچولي وي، ديو نيږدې دوست نه يې دمرستې غوښتنه وکړه،خوهغه ورته بهانه وکړه چې زه دومره پيسې نه لرم، په ناهيلي قدمونو ترې روان شو،بل دوست ته ورغی هغه هم همداسې جواب ورکړ،ټول ورځ يې په همدې تيره کړه،کله د يوخان ديرې ته ودريږه کله دبل،خو کوم چا يې لاس نيوی ونه کړ، ستړی ستومانه به کورته راستون شو،ترهفتې ورځې پورې يې دډيرو مالدارو خولې بوی کړې خو هيڅ چا هم دمرستې لاس ورنه کړ،

زما دوچې ياران ډير دي
دلمدې يو نشته چې پورې مې باسينه

دسهار اوه اته بجې به وي چې يو نا معلوم کس ورته تلیفون وکړ،

وروره غوږ شه،که تر سبا سهاره د پيسې را نه وړې نو د زوی جسد به په تحفه کې در وليږم،تليفون بند شو، د پلار لاسونه يې په ريږديدو شول، ميرمنې يې وويل څوک وو؟

خاوند يې هيڅ جواب ورنه کړ،بدرۍ لور يې ورته وويل: پلار جانه ورورک به مې کله راځي؟

پلار يې سترګې ور پورته کړې دلور په سر يې لاس تیر کړ ورته وه يې ويل: لورې ورورک به دې له خیره سبا راشي.
دآباسين پلار ټوله شپه په ويښه تيره کړه.

سهار وختي ورته بيا له يو نامعلوم نمبر نه زنک راغی،په لړزيدلو ګوتو يې دتلیفون منلو تڼۍ ته زور ورکړ، غوږ ته يې نيږدې کړ دمقابل لوري ورته دجسد پته ورکړل شوه،نيږدې وه چې د پلار زړه يې دريدلی وی، په هغه نمبر يې ډيره خواري وکړه،خو نمبر ملاو نه شو،له پوليسو او دولتي چارواکو يې مرسته وغوښته،خو څه په لاس ورنه غلل، بلا اخيره دوستانو اوملګرو يې داباسين لپاره قبر وکندلو،خو دمور چيغو ټوله هديره په سر اخيستې وه،

دخدای په خاطر ما مې له زوی سره خښه کړئ،
آباسين زوی به ماته په زړه کې ډير څه ساتلي وي،

ستاسو تر مخ يې راته نه وايې شرميږي،دخدای په خاطر ما مې له زويه مه بيلوئ هغه به يواځې وډار شي،

وښکي مې وتي خوله مې وتي څه ويلی نه شم
زړه مې وراته،وراته دردونه کوي څړيکې وهي
خو دمور خبرو ته يې چا غوږ ونه نه نيوه،

آباسين يې لحد ته کوز کړ،خاورې يې پرې واړولې،زه هم بې وسه وم نور خلک هم بې وسه وو خو ماته داجمل خټک هغه نظم راياد شو چې:

دلويو،لويو قدرتونو ربه
يو تمنا ده اوريدی شي کنه
ستا دسکڼي،سکڼي ماښامه لوګی
دچا دزړه لوګی ليدی شې کنه
ﺳﺘﺎ ﺩَ ﺳﯧﻠﻮ ﺍﻭ ﻃﻮﻓﺎﻧﻮﻧﻮ ﭘﮥ ﻣﺦ
ﻳﻮ ﺍﺳﻮيلی دی دﺭﻟﯧږﻝ ﺋﯥ ﻏﻮﺍړﻡ
ﺳﺘﺎ ﺩَ ﭼﭙﻮ ﭼﭙﻮ ﺳﯧﻨﺪﻭﻧﻮ ﭘﮥ ﻧﻮﻡ
ﻟﯧﻤﮥ ﺭﺍډﮎ ﺷﻮ څڅﻮﻝ ﺋﯥ ﻏﻮﺍړﻡ
ﻫﺴﯥ ﻧَﻪ؛ ﺍُﻑ ﻟﮥ ﺧﻠﯥ ﻭﯦﺴﺘﻞ ﮐﻔﺮ ﺷﯽ
ﻫﺴﯥ ﻧَﻪ؛ﺗﺎﺗﻪ ﻣﻮ ﮊړﯦﺪﻝ ﮐﻔﺮ ﺷﯽ…..

پای
حمیدی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x