شعـــــرونه

يو څوک وايي: سميع الله تړون

سميع الله تړون

دار ته مې پورته کړه اعدام ته مى ور ورسوه
له تندې مرم کوثري جام ته مى ور ورسوه

ما په دې لاره کى خپل ټول ګامونه سم ايښي دى
د ژوندانه اخري ګام ته مى ور ورسوه

د بې غيرتو په کاسه کى ډوډۍ مه راکوه
دې خپل شهيد غيرتي قام ته مى ور ورسوه

يوه زلمي رب ته لاسونه لپه کړي وايي
د مظلومانو انتقام ته مى ور ورسوه

توتکۍ خپل وزر ته مخ کړ ويل بلا دې واخلم
دې ابرهه غوندې سرسام ته مى ور ورسوه

روح مى د ژوند توره پنجره کى ستړى شوى دى نور
روح مى ارام غواړي ارام ته مى ور ورسوه

راشه شهيد مى کړه او زړه راباندى ونه سيزى
دا مى هدف دى دې مرام ته مى ور ورسوه

تړونه پام کوه په توره دې څوک ونه ولي
کابل نه وځه او بګرام ته مى ور ورسوه

سميع الله تړون ـ اسد اباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x