افغانستان

ولسمشر: څلور اړخيزه ناسته کې په خپل شرط ګډوڼ کوو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني يو ځل بيا ويلي، چې راتلونکې څلور اړخيزې ناسته کې په دې شرط ګډون کوي، چې پاکستان دې د افغان طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، پاکستان مخکې ژمنه کړې وه، چې کومې ډلې د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي، پر ضد به يې پوځي عمليات کوي او له خپلې خاورې به يې وباسي.

ولسمشر يو ځل بيا ګواښ کړی، که پاکستان د طالبانو پر ضد پوځي عمليات ونه کړي، نو دوی به په راتلونکې څلور اړخيزه ناسته کې ګډون ونه کړي.

د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان ډيپلوماتانو د څلور اړخيزو ناستو له لارې پر دې بحثونه کړي، چې طالبان څرنګه د خبرو مېز ته راولي.

د دغو ناستو وروستۍ غونډه د روان کال فبرورۍ په ۲۳مه نېټه کابل کې ترسره شوه.

د يادو ناستو په ترڅ کې هڅه وشوه، چې طالبان د خبرو مېز ته راولي، مګر طالبانو د يوې اعلاميې له لارې اعلان وکړ، چې دوی سره په دې اړه اړيکه نه ده نيول شوې او نه به په دغو غونډو کې ګډون وکړي.

طالبان په دې اند دي، چې د څلور اړخيزو ناستو له لارې په داسې حال کې دوی ته د ګډون بلنې ورکول کيږي، چې امريکا او افغان حکومت عملا د جګړې لپاره هڅې کوي او د همدې جګړو لپاره يې افغانستان ته نور پوځيان هم رالېږلي دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې افغان حکومت د سولې په اړه «خپلواک او څرګند» دريځ نه لري او له همدې امله د سولې د کره ادرس پر ځای يې پاکستان ته تمه کړې، چې تر اوسه يې هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

تېره اوونۍ، ولسمشر د ملي شورا ګډې ناستې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې نور له پاکستانه د سولې تمه نه کوي، خو بايد له خپلې ژمنې سره سم د طالبانو پر ضد پوځي ګامونه پورته کړي او يا دې له خپلې خاورې وباسي.

پاکستان وايي، چې دوی څو ځل هڅه کړې، چې طالبان د خبرو مېز ته راولي، مګر دا يوازې د پاکستان دنده نه ده او په دې اړه بايد ټول اړوند جهتونه هڅې وکړي.

پاکستان به د طالبانو پر ضد پوځي عمليات وکړي؟

پاکستانی ژورنالېست او د چارو کارپوه طارق پیزاده وايي، چې پاکستان له پخوا ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او نه شي کولای، چې ځان لپاره نور دوښمنان هم پيدا کړي.

د پيرزاده په وينا که حکومت داسې کوم ګام پورته کوي، نو دا به د پاکستان په زيان وي.

طارق پيرزاده پوښتنه کوي، چې دا عمليات به څنګه وي؟ ځکه که طالبان په پاکستان کې وي، نو له دې زيات خو په افغانستان کې دي، هلته په ښکاره غونډې او پوځي تمرينونه کوي او افغان حکومت په خپله د دې توان نه لري، چې د طالبانو پر ضد عمليات وکړي او له پاکستانه غوښتنه کوي.

د پيرزاده په وينا ايا پاکستان به افغان خاوره کې هم  د طالبانو پر ضد عمليات کوي؟

د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې حکومت نه د سولې واک او اراده لري او نه هم د جګړې.

د سياسي چارو کارپوه انجينر نظر محمد مطمين وايي، چې د هېواد تېرو پنځلسو کالو جګړو وښوده، چې سوکالي او امنيت په جګړو نه راځي، بلکې جګړې نورې هم د هېواد او ولس په زيان دي.

ښاغلی مطمين ټينګار کوي، چې اخر به هم سوله راځي او د دې لپاره بايد حکومت او مخالفين دواړه د زړه له تله هڅې وکړي او له خپلو شخصي ګټو تېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x