مصر - په وینو او لمبو کي

اسوشيټډ پريس: د اسرائيلو بې پيلوټه الوتکې د مصر په خاوره کې بريد ترسره کړی

دوه مصري امنيتي چارواکو اسوشيټډ پريس اژانس ته ويلي: چې يوې اسرائيلی بې پيلوټه الوتکې دسيناء په جزيره کې يو توغندی توغولی چې په ترڅ کې يې پنځه نفر په شهادت رسيدلي، داسې ګمان کيږي چې دې کسانو غوښتل په اشغالګرو اسرائيلو توغندي وتوغوي.
امنيتي چارواکو زياته کړې چې بريد دمصر دپوځ په مرسته ترسره شوی، دسيمې اوسيدونکي وايې: چې په سيمه کې لومړی مصري طيارې ګشت کاو چې ورپسې سمدستي اسرائيلي طياره دمصر حدودو ته څو کلومتره راننوتې او ياد بريد يې ترسره کړ.

ديادونې وړ ده چې مصري امنيتي ځواکونه داوږدې مودې راهيسې په سيناء کې له مجاهدينو سره لاس او ګريوان دي، تيره پنجشنبه اسرائيلو دلنډ وخت لپاره دايلات هوايې ډګر تړلی وو چې مصري امنيتي ځواکونو خبر ورکړی وو چې احتمال لري اسلامپال پرې توغندييز بريد ترسره کړي، دايلات هوائي ډګر دمصر پولې ته څيرمه پروت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x