یو امت، یو غږ، یوه هيله!

اتل مشواڼی

عراق کنډواله شو، سوریه دړې وړې پرته ده، چیچنیا کې مسلمانان دل کیږي لګیا دي، افغانستان د مرګونو پر دیري بدل شوی همداسې نور ښکېل اسلامي هیوادونه در واخله.بل اړخ ته امریکا هماغه امریکا ده، روس، انګلستان، فرانسه او نور متحدین یې پر مزو چړچو بوخت دي، غم پر موږ دی، وژل کېږو موږ، او ګټې یې دوی وړي. جنګ نړیوال کفري ایتلاف شروع کړی، خو شهيدان معصوم سیمه ییز مسلمانان ورکوي.

زۀ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مبارک قول پر اساس چې فرمايي: “مَنْ اَصْبَحَ و لم یَهْتَمُّ بِاُمورِ الْمُسْلِمینَ فَلَیْسَ مِنْهُمْ .. . .

څوک چې داسې سبا کړي، چې د مسلمانانو غم ورسره نه وي لۀ موږ څخه نه دی… . له هر مسلمان سره د خواخوږۍ عقیده لرم، د نورو مسلمانانو غږ اوچتول لکه د خپل هیواد د مظلوم غږ داسې ګڼم، باید هر مسلمان ور سره خواخوږی وي او تر خپلې وسې مرسته ورسره وکړي.له غلام حکامو د مسلمانانو د مرستې هیله صفر ده، سعودي لګیا دی، مسلمانان، غرب و شعیه ته کمزورې کوي، روس حلب لوټه لوټه کړ، د دوی پرې تندی تریو نه شو. د مسلمانانو پر نامه اکټي کنفرانسونه به څۀ ګټه ولري، چې د مسلمان ننګه پکې نه کیږي، د دې پر ځای چې د جکړې اصلي لوری تر فشار لاندې راولي، پر خپلو مسلمانانو بېلابېل نومونه ږدي او لکه ځانونه، خېټور یې خلکو ته ور پېژني.

یوازې یوه لار ده، چې له هغې زاویې کولای شوو د مسلمانانو تر منځ همکاري او مرستې ته لار پرانېزوو، د کفري اتحاد په څېر بشپړ اسلامي اتحاد جوړول، تر څو لۀ دې لارې اړمنو جهتونو سره د دفاع او رفع مرسته وشي، ورو -ورو واحد اسلامي مشر “خلیفه ” ته زمینه مساعده شي، البته دې کار کې بېړه نه ده پکار، سم له واره پولې ړنګول، ټول اړخونه ننګول مناسب نه دي، کۀ موجود اسلامي هیوادونه د وخت په تېرېدو سره ایالتونه شي، مشر ورته د سیمې خلک خپله وټاکي، دا مشر بیا له خلیفه سره بیعت وکړي په دې ډول به د مسلمانانو تر منځ بشپړې همکارۍ ته زمینه جوړه شوې وي.

دا وخت ته اړتیا لري، اوس مهال یوازې اوږدې قربانۍ ته اړتیا ده، کاشکې موجود اسلام بولي حکومتونه د پردیو پر ځای له خپلو سره ودرېدلي وای، کاشکې یې د غرب پروژې پر بې وسه امت نه پلې کولای، کاشکې غلامان نه وای، کاشکې د عراق، سوریې …. پر ځای د ډيموکراسۍ “!” جنګ پر کوم غربي او کفري هیواد کې وای!

عراق سوریه پر بل نامه نه بمباردیږي، یوازې د دې لپاره دنګې منارې نسکوریږي، چې ډیموکراسۍ ته زمینه جوړه شي، بیا دوی ورته کومه نانځکه معرفي کړ او د دوی ومني.کۀ د خلکو هوسایۍ یې موخه وه، ولې موجود نظامونه ړنګېدل، د نړۍ هيڅ قانون امریکا ته پر عراق د حملې جواز نه ورکړی او نۀ به یې ورکړي، هر عاقل ته جوته ده، چې امریکا پر عراق ظالمانه یرغل کړی، موجود نظام ګوډاګی دی، خو پر وړاندې یې د مقاومت جهادي ځواکونه ولې بیا ترهګر وبلل شي؟

پر اسلامي هیوادونو حاکم چارواکي له دو خواوو له اسلامي ايډیال او بشپړ اسلامي نظام سره مخالفت کوي، ډېر یې مستقیماً غلامان او تالي څټي دي او کوم چې لږ و ډېر خپلواک دي، هغوی په داسې نظامونو کې خپل زیان او د ديکتاتورۍ زوال ویني، ګنې نن به د لږ وجدان والا له مسلمانانو ننګه کړې وه او تر خوا به یې درېدلي وو.

جنګ کې کله یوه خوا زور وي کله بله خوا، نن چې مسلمان کمزوری دی، سبا لري.خدای جلت عظمته به یې پیاوړي کړي، خو تاریخ به هيڅ کله هم د غرب غلام کرایي وژونکي هېر نه کړي، دلته به ذلیله وي او هغې دنیا کې به د رب حل جلاله پر وړاندې حساب ورکوونکي وي.

خدایه لویه! له غیبه مو مرسته وکړې، سره یو مو کړې، یو امت، یو غږ، یوه هیله، یوه لار را وبښې! زموږ له نسلو زموږ پر ګټې د کار اخیستنې پېرزو را وکړې، هاغه ورځې پر ژوند را ووینې، چې اسلامي امت نړۍ ته حق دعوتوي، مسلمان ته تېر برم ور په برخه کړې، زموږ کمزورۍ را درک کړې او د حل لارې را روښانه کړې!

اللهم امین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د