نظــر

د ملامحمد عمرمجاهد په اختریز پیغام کې یوه مهمه نقطه

څو ورځې وړاندې  دکوچني اختر په مناسبت داسلامي امارت د زعیم ملامحمد عمر مجاهد یو تفصیلي پیغام نشر شو ، دا پیغام لکه څرنګه چې داختر دورځې په مناسبت یو دودیز پیغام وو ، ورسره یې دافغانستان او نړۍ دوضعیت  او نورومختلفو مسائلو په اړه دطالبانو پالیسي او مواقف  هم په خپله پراخه غیږ کې رانغاړل .

دپیغام یوه مهمه برخه دراتلونکي یا تراشغال وروسته ازاد افغانستان  د څرنګوالي په اړه وه ، په دې برخه کې ملامحمدعمرمجاهد وایي (  دداخلي نظام دسمبالښت او بيارغونې په اړه په دې نظر يو، چې له يوه پاک، شفاف، مسؤليت پيژندونکي اسلامي نظام پرته چي ټول افغانان خپل ځان پکښې وویني  بله هيڅ نسخه دافغانانو درد نه شي دوا  کولای ، 

ددې په ځای چې په  بهرنيو  مرستو  او استعدادونو تکيه  وشي، افغانان بايد ځانونه  په خپله سمبال او له خپلو امکاناتو په استفادې خپل هيواد ته خدمت وکړي، ددې لپاره چې له احتياج او ناخوالو مو نجات موندلی وي، ځوان نسل مو بايد په ديني  او مدني (عصري) دواړو علومو ځان سمبال کړي ؛ ځکه عصري علوم په ننني عصر کې د هرې ټولنې لپاره اساسي ضرورت دی)

په لوړ پارګراف کې خورا یوې مهمه  نقطې ته اشاره شوېده ، او زموږ د هیواد او اولس د ډیرو ستونزو ، بدمرغیو ، ناکامیو او رنځونو د درملنې نسخه په کې تشخیص شوې ده .

 که په تیر تاریخي  یا معاصر لحاظ وګورو زموږ هیواد او هیوادوالو ته ډیرې ستونزې  له  بهر څخه پیښې شوي دي ، نړیوالو او محلي غاصبانو یا زموږ له عملي کمزورۍ نه په استفاده زموږ په هیواد  فزیکي یرغل کړی ، او یایې زموږ  علمي او فکري کمزورۍ او بې علمۍ څخه په استفاده خپلې ایډیالوژۍ او افکار رالیږلي او په دې توګه یې  زموږ دفکري اشغال هڅه کړې ده .

دا چې ددښمن لخوا  ترسره کیدونکو دا ټول تجاوزاتو نتیجه ورکړې او په پای کې موږ ته به بدو اوښتي ، وجه یې ددښمن فوق العاده قوت نه دی ، بلکې زموږ  علمي او عملي ضعف دی ، که زموږ په هیواد کې دیني او عصري زده کړو  موازي  وده کړې وای ، هیواد مو په تیرو پیړیو کې معیاري دیني او عصري معارف درلودلی ، او  هیوادوال مو  فکرا  او عملا سمبال وای ، هیچا نه شوای کولای  چې د خپلو ګټو لپاره  زموږ په کور کې رخنه وکړي ، زموږ هیوادوال دخپلو ګټولپاره  استعمال کړي ، او یا مو وطن  کلونه کلونه  تر پوځي اشغال لاندې وساتي .

دا چې ملامحمد عمر مجاهدپه خپل پیغام کې ویلي چې راتلونکی نسل مو باید په دیني او عصري زده کړو ځانونه سمبال کړي ، ترڅو په ځان بسیا شي او دپردیو له احتیاجه خلاص شي ، په واقعیت کې دا هماغه نسخه ده چې زموږ اساسي ستونزې او کمزورۍ جبیره کولای شي .

علم او پوه  رڼا بلل شوې ده ، او دا بې له شکه هغه رڼا ده چې په وسیله  یې ولسونه دخپل دیني او دنیوي پرمختګ  لارې تشخیصوي ، او د عروج په خوا  په متینو ګامونو خپل مزل لنډوي .

په تاریخي لحاظ هغه اولسونه  او ټولنۍ بریالۍ پاته شوي دي او دعزت او سرلوړۍ ژوند یې کړی ، چې معیاري دیني او دنیوي زده کړو ته یې توجه کړې ، او خپل ځوانان یې فکر او عملا سمبال کړي دي ، په منځنیو پیړیو کې په اندلس ، منځنۍ اسیا ، ترکیه دغه راز داسلامي نړۍ په نورو برخو کې مسلمانو ټولنو په نړیواله سطحه دعزت او سرلوړی ژوند درلود ، تردې چې وروسته دهمدې دورې  تمدن دمعاصر نړیوال تمدن او صنعتي انقلاب د بنسټ رول اداء کړ ، او انساني نړۍ ته  یې بیساري پرمختګونه ورپه برخه کړل .

دهغې دورې مسلمانان له موږ او تاسو نه  داعضاءوو او فزیکي جوړښت په لحاظ بدل نه وو ، او نه هم الله تعالی زموږ په نسبت فوق العاده استعدادونه ورکړي وو ، بلکې هغوی یوازې  ددیني او دنیوي علومو اهمیت پیژندلی وو ، دپرمختګ  تنده یې درلوده ، او ددې په ځای چې دنورو مقلد واوسي ، کوښښ یې کاوو ، چې دنورو لپاره  رهنما او مخکښ واوسي ، له همدې امله  په نړیواله سطحه  دانساني پرمختګ  مخکښان وو ، چې هم یې په دنیا دعزت ژوند درلود ، او څرنګه چې دنیا داخرت لپاره  مقدمه یا کښت دی ، له دنیوي نیکمرغۍ او بریا څخه یې داخرت کامیابي هم اټکل کیدلای شي .

یو شاعر وایي

دین مو منزل دی خو مزلونه  ددنیا نه ګورو

پورې خوا اوړو ، خو موجونه  د دریا نه ګورو

مونږه هم غواړو  چې دهسک په تندي وځلیږو

مګر خاپونه دمجنون او دلیلا نه ګورو

که لوړ شعر ته په دقت نظر وکړو ، زموږ دمعاصرو ټولنو خورا  په زړه پورې انځور په کې پروت دی ، دنن دمسلمان اصلي منزل دین ( اخرت ) دی ، خو ددې( منزل) په لورې دمزله په اوږدو کې یې  ددنیا (مزل ) په یومخیزه توګه  نظر انداز کړی دی ، په داسې حال کې چې په سمه توګه ترمنزل درسیدو لپاره دبریالي مزل درلودل  اساسي شرط دی ، چې دې خبرې ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې هم  اشاره کړې ده چې مفهوم یې دی ( داخرت کار په داسې روحیه کوه لکه لږ وروسته  چې مړ کیږې ، او ددنیا کار داسې پوخ کوه لکه تر قیامته چې ژوندی پاته کیږې )

دې ته  په پام سره دمسلمانانو داوسني چلند مثال داسې دی ، لکه څوک چې له دریاب نه پورې خوا اوړي ، خو ددریاب دخونړیو او امتحاني موجونو لپاره هیڅ تدبیر نه سنجوي ، چې څنګه به ورسره مقابله کوم .

شاعر یوه بل نادودوه واقعیت ته هم اشاره کړې ده ، هغه داچې معاصر مسلمانان هم  دا ارمان لري ، چې دعروج منازلو ته  ورسیږي ، دوی هم غواړي ، دانساني تمدن مخکښان شي ، په هسپانیا او بین المقدس باندې دفتحو بیرغونه ورپوي ، نړۍ  فکرا او عملا تسخیر کړي ، او په نړیواله  سطحه  د حاکمیت او برلاسۍ بایللی سټیج ترلاسه کړي ، دنننیو مسلمانانو په زړه  کې دا ارمان شته چې دخپلو نیکونو کردار اداء کړي ، مګر دې هدف ته درسیدو لپاره  دخپلو نیکونو  دپښو خاپونه او لارې ته توجه نه کوي ، چې هغوی څرنګه دعروج دغه لوړ منازل فتحه کړي وو.

په اولسي روایاتو کې په اسمان کې دوه ستوري  دلیلی او مجنون  په نامه مشهور دي ، نو زموږ اوسنی نسل هم غواړي چې دلیلی او مجنون غوندې داسمان په تندي وځلیږي ، خو اسمان ته دختلو لپاره دلیلی او مجنون دپښو خاپونه نه ګوري ، چې هغوی په کومه لار ورختلي وو .

د اکثره اسلامي مؤرخینو ، پوهانو او مفکرینو په باور  دیني او دنیوي علوم  چې په موازي توګه ترلاسه شي ، داسلامي ټولنې دعروج دوه وزرونه دي او څرنګه چې مرغه په یوه وزر الوت نشي ، دغسې ددغې موازنې خرابیدل هم مسلمانان  له عروج څخه راستنوي او داوس غوندې یې دزوال او هبوط په خوا رهبري کوي .

که اوسنیو مسلمانو ټولنو ته نظر وکړو ، دمسلمانانود وروسته پاته والي  اساسي علت هم همدا دی ، چې ډیر ځلې دغې معادلې ته زیان رسیدلی دی ، هغه مسلمان چې په دیني علم مصروف دی ، هغه دنیوي علم ته دیوه دني او ټیټ کسب په سترګه ګوري ، او ضرور یې نه بولي ، او کوم مسلمان چې بیا دنیوي علم راټینګ کړی ، هغه ته دیني علم عقب ګرایي ښکاري  نوځکه  فکرا او عقیدتا  خالی الذهنه دی ، او دکار ګټه  یې دنورو جیب ته لویږي .

  دوی دا هیر کړي ، چې دین منزل او دنیا مزل دی ، مزل او منزل له یوه بله نه شلیدونکي اړیکه لري ، نوځکه یې له یوه بله جلا  کول پرځای خبره نه ده ، له همدې امله  خو دحنفي فقهې علماء کرامو  ددیني علومو غوندې ټول مشروع او مفید دنیوي علوم لکه طب ، دانجینرۍ بیلابیلې برخې  ، ځمک پیژندنه ، دنفتو او کانونو را ایستلو علوم  دمختلفوصنایعو علوم او نورمفید علوم چې مسلمانانو ته یې ګټه رسیږي او دکفارو له احتیاجه ورباندې خلاصیږي  فرض کفایي بللي دي .

دا ضرورت تر ډیره حده مشهود دی ، نوځکه مهمه خبره داده چې باید عملا په دې برخه کې ګامونه واخیستل شي ، ملا محمد عمر مجاهد چې دافغانستان په سطحه دیوه مطرح  سیاسي جریان مشر دی ، او حتی په نړیواله سطحه  ډیر مخلص مسلمانان ورسره په زړه کې خواخوږي لري او د واقعي مسلمانانو رهبرانو په اوسني قحط الرجال کې دیوه متعهد ، مخلص او فداکار مسلمان مشر په نظر ورته ګوري ، کله یې چې ما په پیغام کې دغه خبرې ولوستې ، نو ډیر خوښ وم ، زما هیله ده  چې نوموړی به له خپلو امکاناتو په استفاده ددې فکر دتعمیل لپاره هم  هڅې وکړي .

همدا اوس که موږ وګورو  په افغانستان کې  دمعارف برخه خورا ډیرې ستونزې لري ، ددیني مدارسو په برخه کې لا هم د نصاب دتوحید او درجه بندۍ ستونزه موجوده ده ، بله داچې له افغانستان پرته  په ټولو لرې او نږدې اسلامي هیوادونو کې ددیني علومو په نصاب له سره کتنې شوي دي ، او نوي تغیرات کې راوستل شوي ، خو زموږ په مدارسو  کې لا هم هماغه نصاب  تدریسیږي چې ۲۰۰ کاله پخوا تدریسیده ، څرنګه چې نوې ستونزې نوي چلندونه  غواړي ، نوځکه زموږ په دیني نصاب کې هم باید داسې ضروري کتابونه داخل شي ، چې دغه خلا ډکه کړي .

دغه راز دعصري علومو په برخه کې عملا د ډیرکار اړتیا ده ، لکه څرنګه چې په دې پیغام کې دیني او عصري علوم څنګ په څنګ ذکر شوي ، عملا هم باید ورته همدومره توجه و شي ، ترڅو مو هیوادوال  هم فکرا  په اسلامي فکر سمبال وي او هم ددنیایي کمال په لحاظ دسیالانو سیال او دنورو له احتیاجه خلاص وي .

په دې خو موږ باوراو ټینګ  ایمان لرو ، چې داخرت  میدان موږ له خپلو دښمنانو ( کفارو ) څخه ګټلی دی ، ځکه موږ به دخپل ایمان په برکت دجنت مستحق یو او کفار به دخپل کفر په نتیجه کې د  جهنم اورلړوني وي ، خو راځئ  د اخرت دمیدان غوندې  ددنیا میدان هم ترې وګټو ، ددې په ځای چې یو میدان مو ګټلی وي ، ښه داده چې دواړو مقابلې ترې یوسو ،  چې دا به غبرګ بری وي ، ددنیا دمیدان ګټل په دنیاوي علومو کیږي ، لکه چې وایي ( الدنیا بالوسائل له بالفضائل )  دنیا دارالاسباب دی ، او په معاصر وخت کې  دنړیوال  پوځي ، سیاسي ، اقتصادي او صنعتي  پرمختګ اسباب همدا دنیوي علوم دي ، چې مسلمانانو تر ډیره له پامه غورځولي دي .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x