
د ملي شورا نږدې پنځوس سلنه غړي پرلپسې غیر حاضر دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د ملي شوار نږدې پنځوس سلنه غړي غونډو ته نه حاضرېږي او پرلپسې غیر حاضري کوي.
د شفافو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي چې دوی د خپل یو اوونیز راپور په پایله کې موندلې چې د ملي شورا د دواړو جرګو ګڼ غړي پرلپسې غیر حاضري کوي.
د دې بنسټ مشر حسیب معترف وايي چې له مشرانو جرګې نه ۴۲ سلنه غړي پرلپسې غیر حاضر دي، په عمومي جلسو کې ګډون نه کوي خو تصمیمونه نیول کېږي.
د هغه په خبره په ولسي جرګه کې هم ګڼ وکیلان پرلپسې غیر حاضري کوي خو بیا هم د مهمو مسائلو اړوند تصمیمونه نیول کېږي.
ولسي جرګه چې خپل قانوني وخت يې تېر کال پوره شوی دی، روان کال ته يې امتیازي کال وايي چې د ټاکنو د نه ترسره کېدو له امله چارې پرمخ وړي.
ياده دې وي له امریکا سره د امنیتي تړون پر وخت د دې تړون مخالفو وکیلانو وویل چې امریکا سفارت ورسره ژمنه کړې چې که د دې تړون د لاسلیک ملاتړ وکړي د ولسي جرګې لپاره به یو امتیازي کال هم ورکړي.