افغانستان

جانان موسی زی چين کې افغان سفیر ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني له چين سره د ښو اړیکو پاللو په موخه جانان موسی زی په دې هېواد کې سفیر ټاکلی.

د ولسمشر پر رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي چې له ملګري هېواد چين سره د ښو اړیکو د پراختیا په موخه دا ګام اخیستل شوی دی.

نوموړي د موسی زي پخوانۍ دندې ښې بللې او هغه يې یو با استعداده ځوان ډيپلوماټ ګڼلی دی.

جانان موسی زی تر دې وړاندې په په اسلام اباد کې د افغان سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده او تر هغه وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاتې شوی دی.

اوسمهال په اسلام اباد کې حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان سفیر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x