افغانستان

د غزني ولایت د سولې شورا رئیس ومړ

د غزني د سولې شورا رييس او د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک ، چې يوه مياشت وړاندې د ماين په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، د هندوستان په يوه روغتون کې ساه ورکړه..
فضل احمد ټولواک د مبارکي روژې د مياشتې په لومړيو کې ، چې  غوښتل يې له ده يک ولسوالۍ څخه د اندړو ولسوالۍ د پخواني ولسوال شېرخان يوسفزى سره یو ځای د غزني ښار پر لوري لاړ شي، د خشک په سيمه کې يې پر موټر د ماين چاودنه شوې وه.چې دوه پولیس یې ووژل او یاد ولسوال یې سخت ټپيان کړل.
  يوسفزي څو ورځې مخکې د غزني په روغتون کې ساه ورکړه، خو د غزني دسولې شورا رييس  او د ده يک ولسوال ټولواک د زياتې درملنې په موخه لومړی بګرام او وروسته هندوستان ته ولېږل شو، چې بلآخره یې هورې ساه ورکړه.
ویل کېږي د نوموړي جنازه کابل ته راوړل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x