fbpx

پکتیکا: د پولیسو افسر د ښار منځ کې خپله مېرمن او ځان وواژه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): شېبه وړاندې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د پولیسو یو افسر خپل ځان او مېرمن ووژل.

د پکتیکا د عامې روغتيا مسوولین وايي چې د پولیسو دې افسر ګلام خان په بازار کې د خپلو اولادونو تر مخ لومړی خپله مېرمن ګلابو او بیا ځان په ډزو وویشت.

د سرچينې په وينا د پولیس مېرمن د دې ولایت د یوسف خېل ولسوالۍ او پخپله ګلام خان د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې دواړو په ملي پولیسو کې دندې درلودې.

د پېښې د علت په اړه ویل شوي چې د پولیسو افسر له خپلې دې مېرمنې سره چې درېیمه مېرمن يې کېدله، کورنۍ ستونزې درلودې، هغې موضوع پولیسو ته رسولې وه او ګلام خان پورته اقدام وکړ.

د وژل شوي پولیس اولادونو د پېښې په ځای کې خبريالانو ته ويلي چې مور يې غوښتل د دوی پلار څارنوالي ته معرفي کړي، خو نوموړي په بازار کې لومړی پر هغې او بیا پر خپل ځان ډزې وکړې.

یوې بلې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي ځان د پېښې عیني شاهد را معرفي کړ او ويې ويل چې د مېرمن او خاوند تر منځ تر پېښې وړاندې لفظي شخړه پېښه شوه، پولیس لاس وسلې ته تېر کړ او مېرمن يې تر اولادونو لاندې پټه شوه، خو پرلپسې ډزو ووژله، قاتل سمدستې خپل سر ته وسله ونیوله او ځای پر ځای ووژل شو.

د پکتیکا ځايي امنیتي مسوولینو منلې چې د پولیسو افسر ګلام خان خپله مېرمن او ځان وژلی، خو په پولیسو کې يې د ګلابو د دندې اوازې رد کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د