ټولنیزه برخه

د غوسې د قابو کولو لپاره څو قناعت کوونکې جملې

 قاسم امیري

۱: زه د دې اړتیا نه وینم چې همدا اوس په بېړه د ځان په اړه سپیناوی وړاندې کړم، عاجل غبرګون د احساساتې خلکو کار دی.

۲: هرڅومره چې آرام اوسم؛ هغومره ځان خوندي ساتلی شم.

۳: د دې اړتیا نشته چې پخپل ځان شکمن شم، دا چې نور زما په اړه څه وایي، څه فکر کوي او څه قضاوت کوي؛ ماته ارزښت نه لري.

۴: غوسه زما حقانیت نشي تثیبت کولی، یواځې عقلانیت او منطقي قناعت دی چې کولی شم خپل ځانته پرې برأت تر لاسه کړم.

۵: هېڅ اړتیا نشته چې هر وخت او په هر حالت کې له نورو سره سیالي وکړم.

۶: حالات که څه هم پاروونکی دی اما ژر تېرېدونکی هم دي.

۷: د نورو خلکو او شرایطو کنټرول زما له وس وتلی اما هغه کار چې زما په وس پوره دی او زه یې کولی شم هغه دا دی چې: پخپل ځان کې داسې بدلون راولم چې مقابل لوری ترې الهام واخلی او پدې ترتیب سره انعطاف او نرمۍ ته غاړه کېږدي.

۸: تر دې چې په غوسې سره د خپل حق د تلافي په اړه غور کړم ښه به وي چې د لنډ مهال لپاره ځان زیانمن وبولم او ګرم وبولم.

۹: هېڅ اړتیا نشته چې د نورو خلکو او شرایطو تر اغېز لاندې راشم خو د خپل حق څخه په عقلانیت سره ننګه کولی شم نه په جدیت او د نورو په سپکاوي.

۱۰: که نور په ما نېوکې کوي؛ زه کولی شم هغه واورم، د خپل ځان په وړاندې د نورو د نیوکو څخه مخنیوی په حقیقت کې په لوی لاس د خپل شخصیت د تثبیت او تعمیر په وړاندې خنډ جوړول دي.

۱۱: باید ومنم چې نیمګړی یم.

۱۲: هېڅ اړتیا نشته چې نورو ته د دوی د غوسې په وړاندې بېرته په غوسه ځواب ورکړم.

۱۳: له شخړو او جګړو لېرې والی ځانته د عزت او وقار وربښلو تر ټولو ښه لاره ده.

۱۴: دا چې نور مې په وړاندې د ګرانښت او محبوبیت دریځ غوره کړي په رښتیا هم چې خوښوونکی احساس دی خو زه د نورو له قضاوت پرته هم د ګرانښت او د محبوبیت جوګه کېدای شم.

۱۵: پروا نه لري که تېروتنه وکړم خو هېڅکله به داسې کار نه کوم چې وروسته خپل ځان هم ونه بښم.

۱۶: هر څوک د خپل فکر او اند مطابق عمل کوي، کېدای شي ځينې وخت د دوی فکر دوی ته اجازه ورکړي چې زما د خوښې او میل خلاف یو عمل ترسره کړي.

۱۷: د کشرانو د بې تربیتۍ او بېځایه غوسې په وړاندې حوصله او نرمښت یواځې ستر مشران کولی شي، نه غواړم پخپل جدیت سره ځان مشر او مقابل اړخ کشر وښایم بلکه پخپلې چوپتیا او نرمښت سره به خپل پوخوالۍ او د مقابل لوري خاموالۍ تثبیت کړم.

۱۸: نه غواړم پخپلې غوسې سره مقابل لوري تحقیر او تحریک کړم بلکه غواړم شېبه وروسته یې پخپله پرېکړه پښېمانه ووینم.

۱۹: خپلو احساساتو ته غاړه اېښودل په حقیقت کې د شیطاني اوامرو منل دي، زه نه غواړم حتی یوه شېبه خپل عقل شاته او پخپلو احساساتو سره ځان د شیطان پیرو راولم.

۲۰: یواځې غوسه ده چې د نورو زړونه ماتولی شي، زه کولی شم د خپل حق څخه ننګه وکړم پرته لدې چې د چا زړه مات کړم.

۲۱: زه ځکه له غوسې ځان ساتم چې نه غواړم خپل ځان پخپله سپک وښایم.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x