
په کابل کې د سیلابونو په تور یو تن مشکوک پاکستانی ونیول شو
ليكوال: صميم سعادت
راپورونه وايي چي په کابل کي تر سخت باران او ږلۍ وروسته سیلابونه راغلي او لسګونو ملکي وګړو ته یي مرګ ژوبله اړولي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبه په ورځ خبریالانو ته وویل چي په سیلابونو کي د پاکستان استخباراتي اداره ISI لاس لري او دوي سره په دي اړه کافي شواهد موجود دي.
صدیق صدیقي د پیښي په تړاو د یو پاکستاني تبعه د نیولو خبر ورکړی او زیاته کړي يي ده چي نیول شوي پاکستاني اقرار کړي چي د حقاني شبکي سره رابطه لري.
د حقاني شبکه د ډیورنډ کرښي پوري غاړه د پاکستان په خاوره کي ځاله لري.
د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر هم د مشکوک پاکستاني د نیولو راپور تایید کړي او پژواک خبري اژانس ته يي خبر ورکړي چي نیول شوي کس په لومړنیو تحقیقاتو کي په سیلابونو کي د لاس لرلو په جرم اعتراف کړي او ویلي يي دي چي د ډیورنډ د پولي ها غاړه یي روزنه ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه او ژورنالیست عصمت قانع له ازادۍ رادیو سره په مرکه کي د سیلابونو اصلي عاملین طالبان وبلل او زیاته یي کړه چي طالبانو په دي عمل سره وښوده چي د پاکستان په اشاره ملکي خلک وژني.
ولسمشر کرزي د سیلابونو په ترڅ کي د ملکي قربانیانو له کورنیو سره د تلیفون په واسطه غمرازي وکړه. ولسمشر کرزي د موقع نه په استفادي په خپلو خبرو کي څرګنده کړه چي وروستیو سیلابونو ثابته کړه چي د تروریزم ځالي د افغانستان له پولو هاخوا دي.
د سولي دعالي شوری غړي مولوي شهزاده شاهد له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کي وروستیو سیلابونو ته په اشاري د سولي په اهمیت ټینګار کړي او په پاکستان يي ږغ وکړ چي د سیلابونو په مخنیوي کي د افغانستان دسولي شوري سره همکاري وکړي.
مولوي شهزاده شاهد د سیلابونو تر شا د پاکستان لاس نه ردوي خو وايي چي دا به د سولي په بهیر منفي اغیز ونکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ورستیو سیلابونو طرحه د پاکستان دننه ځینو کړیو پوري اړوندي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي بانکي مون دا سیلابونه په کلکه غندلی دی. د ملي امنیت پخوانی ریس او د ملي ایتلاف مشر هم د طالبانو په وړاندې د ملت پر یو کیدو ټینګار کوي.
د ملي امنیت د ریاست پخواني ریس، امرالله صالح وویل: زموږ دنده داده د طالبانو د سیلابي حملو پر وړاندې یو موټی او متحد شو او پرینږدو چي پاکستان زموږ بيګناه ملکي خلک ووژني.
طالبانو په پیښه کي لاس لرل رد کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي اعلامیه کي د چارواکو څرګندوني د خندا او تمسخر وړ بللي چي د هري پیښي پړه په طالبانو اچوي. خو سیاسي شنونکي وايي چي طالبان معمولا په هغو پیښو کي لاس لرل ردوي چي ملکي وګړو ته په کي تلفات اوښتي وي.
ددوي په وینا دوه میاشتي مخکي د غزني په ولایت کي د یوي ترافیکي پیښي په نتیجه کي لسګونه ملکي وګړي، چي اکثره يي ښځي او ماشومان وه، ووژل شول. طالبانو يي باید پړه منلي واي ځکه چي ملکي خلکو ته په کي مرګ ژوبله اوښتي وه.
د سیاسي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل تعجب کوي او وايي چي دا څنګه امکان لري چي په یو ځای کي ملکي وګړي وژل شوي وي او طالبان دي د پاکستان په اشاره په دغه کار کي لاس ونلري. جنرال امرخیل په سیلابونو کي د یو شمیر ښوونځیو ویجاړیدو ته په اشاري طالبان په هیواد کي د ښووني او تعلیم دښمنان وبلل.
د پوځي چارو یو بل شنونکی نورالحق علومي د سیمي څارګري اداري او په ځانګړي ډول د پاکستان څارګره اداره په وروستیو طبیعي آفتونو کي په لاس لرلو تورنوي. دا په داسي حال کي ده چي تر دي وړاندي د ناټو چارواکو هم ویلي و چي د موسم له تودیدو سره سم به د طالبانو عملیات زور واخلي.
د کابل ښار د اولسمي ناحیي یو تن اوسیدونکي طلوع تلویزون ته د سترګو لیدلي حال داسي بیان کړ: زه د هندوستان د سفارت مخي ته ولاړ وم چي باران او ږلۍ راغله، وروسته یو تن ځانمرګی چي باروتي واسکټ يي په غاړه وه له کورولا موټر څخه راکوز شو او له دي سره سم سیلابونه راغلل ما د سیلابونو خړي څپي ولیدي چي د هندوستان د سفارت پر لور يي د ځان رسولو هڅه کوله، دا کار خامخا طالبانو کړی.
د کابل د امنیي قومندان ایوب سالنګي په وینا سیلابونو او بارانونو د رایو د نوم لیکني یو مرکز هم ړنګ کړی او ښايي د وسله والو مخالفینو هدف دا وي چي عام افغانان په ټاکنو کي برخه وانخلي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسون ډاډ ورکوي چي د وسله والو مخالفینو د مخالفت باوجود به ټاکني په خپل وخت ترسره کیږي.
له بلي خوا د ملګرو ملتونو د یوناما اداري هم د سیلابونو په نتیجه کي د ملکي وګړو په مرګ ژوبلي ژوره خواشیني څرګنده کړي او ویلي يي دي چي که سیلابونه همداسي دوام وکړي ښايي د راتلونکي کال د ملکي تلفاتو په راپور کي د طالبانو د لاس لرني فیصدي تر سږني راپور دوه چنده زیاته شي.
په کابل کې د سیلابونو په تور یو تن مشکوک پاکستانی ونیول شو
د پورته عنوان لاندی مضمون لیکونکی دومره ناپوه دی چی هغه خپل تصویر ته هم نه ګوری چی د کوم ځای نه یی راخستی دی، تصویر د پاکستان دی او مضمون یی په کابل لیکلی، او تاسی هم خپور کړی لکه چی نو څه نه وو ستاسی د خپرونی لپاره
ھوخياره خو افغان چارواکي ھم ھمدغه ستا خبر کوي کنه
وه وروره نو ته څه وايي چې مضمون يې د ارګ نه خپور کړې دی خو په پاکستان کې ناست دي کنه
دغه سړی خو بی ګناه ده! د هغه پیشو له ISI سره په پټه کار کوی او دا کار کړي دي. پیشو وه سړی نه!
دا څه حال دی ؟ علم او پوهه له خېټې څخه راوزي اوکه له مغزو څخه!۱
پاکستانی څرنګه باران راوستلی شي ؟
پخوا به خلکو ویل چه امریکا د خلکو زړونه او مغزونه ورپریمنځی ، او پریمنځلی دی ، مابه حیرانتیا کوله چه د زړو او مغزو پرمنځل به څرنګه وی د زړو او مغزو نور مثالونه به پریږدو اوس دلته زمونږ مخی ته عملی بڼه لری دغه پورتنی لیکنه چه سعادت صاحب لیکلی ښه مثال دی هغو پلورل شوو چه ورته ځواب لیکلی اکثره یی د کابل د غلامی او فاسدی اداری چارواکی په مستعار نومو تبصری لیکی کیدی شی کوم یو پکی هماغه هر چا پیژندلی عصمت قانع په کوم مستعار نوم تبصره لیکلی وی . د لیکنی د موضع… نور لوستل »