افغانستان

هلمند: جنرال فقیر تر بیا روزنې وړاندې د عسکرو مورال کمزوری بللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وايي چې د بیاروزنې تر لړۍ وړاندې يې د عسکرو مورال دغسې نه و.

هغه چې د بیاروزنې د پروګرام ګډونوالو ته يې خبرې کولې وویل چې له دې روزنې سره يې د عسکرو مورال لوړ شوی دی.

تورن جنرال محمد معین فقیر وویل چې د بیاروزنې په پروګرام کې يې په تېرو پنځو میاشتو کې شاخووا دوه زره عسکر روزلي دي.

هلمند کې د عسکرو لپاره د بیاروزنې اړتیا وروسته له هغه محسوس شوه، چې د دې ولایت د سقوط اندېښنې پیاوړې شوې.

هلمند کې امنیتي مسوولینو پر دې ټینګار وکړ چې د دوی عسکر سمه روزنه نه لري او باید د بیاروزنې د پروګرام له لوري يې روزنه یو ځل بیا ترسره شي.

که څه هم جنرال فقیر د فارغ شویو عسکرو اړوند خوشبینه دی او په وينا يې دوه بريالي عملیات هم ترسره کړي خو په ښکاره توګه د هلمند په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ياده دې وي د هلمند باغران، دیشو، موسی کلا، نوزاد او مارجه د طالبانو تر واک لاندې دی، خو د هغوی له غلچکي بريدونو د ولایت مرکز هم خوندي نه ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x