افغانستان

لغمان: مرکز ته څېرمه دوه اربکي قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د لغمان مرکز مهترلام ته څېرمه طالبانو دوه اربکي قومندانان وژلي دي.

قومندان اول او قومندان حاجي نن سهار مهال مهترلام ښار اړوند د خره کنډو سیمه کې د طالبانو تر بريد لاندې راغلل.

په بريد کې دواړه قومندانان ځای پر ځای وژل شوي او بريدګر تښتېدلي دي.

طالبانو ويلي چې د دوی ملګرو دغه اربکي قومندانان نن سهار په یوه نا څاپي بريد کې وژلي دي.

د طالبانو خپره کړې خبرپاڼه کاږي: «نن سهار شاوخوا ۷ بجې د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند دخره کنډو په سیمه کې د شریرو اربکیانو په ۲ تنه قومندانانو(قومندان اول، قومندان حاجی) د اسلامي امارت مجاهدینو ناڅاپي بریدوکړ.»

د لغمان ځايي چارواکو تر اوسه د وژل شویو اربکیانو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x