افغانستان

برتانيا: افغان ژباړن د پناه نه اخیستو له امله ځان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): برتانیا کې یو افغان ژباړن د دې له امله چې حکومت پناه نه ورکوله ځان وژلی دی.

۲۹ کلن ننګيالي داودزي په هلمند کې له برتانویانو سره قربانۍ ورکړې وې او د جګړې په سرو اورو کې يې ملګرتيا يې کړې وه.

داودزي وروسته له هغه له افغانستانه پښې سپکې کړې چې په وينا يې طالبانو ګواښونه ورته کړي و.

د هغه یوه ملګري ډيلي میل ورځپاڼې ته ويلي چې ننګیالي دوادزي سره برتانویانو ژمنه کړې وه چې که دوی تلل خپل ژباړونکي به هم ورسره بیايي.

د هغه په خبره برتانویانو داودزی یوازې پرېښود او هغه ته يې برتانیا ته د قانوني تګ زمینه هم نه کړه مساعده، هغه په قاچاقي لارو برتانیا ته ورسيد او د پنا په خاطر يې د حکومت لمن ونیوله.

د دوادزي ملګری وايي چې د برتانیا حکومت د هغه غږ وانه وريد، حوصله يې پای ته ورسېده او ځان يې وواژه.

د ده په وینا داودزی باوري و چې برتانیا ته په رسېدو به يې د قربانيو قدر وشي، خو برتانیا حکومت ورته اهمیت ورنه کړ.

دا په داسې حال کې دی چې له بهرنیانو سره ګڼ افغان کارکوونکي لا هم له دوی تمه لري چې له ځانو سره به يې خپلو هېوادونو ته بوځي، خو تر دې وړاندې برتانیا ته رسېدلیو ژباړونکو ګیله کړې وه چې هلته ورته کاري فرصتونه نشته او حکومت يې غږ نه اوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x