fbpx

کرزی: چارواکي دي د بهرنیانو په خلاف تبلیغاتي او نظامي مبارزه وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): له هغه وروسته چې په کابل کې د ملي امنیت په لسم ریاست باندي چاودنه شوې او ددغه ریاست زیات شمېر کارکوونکي وژل شوي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وینا د خشونت او کرکې څپې راپورته شوي چې له امله یې «دی» هم اندېښمن شوی دی.
نوموړی وايي: «تشدد او کرکې ته د خلکو د رابللو لړۍ د روان کال د حمل د ۳۱مې نېټې د تروریستي پېښې راورسته په ډېر شدت پیل شوې ده.»

حامد کرزي زیاته کړې چې د افغانستان د روان ناورین ريښې په خارج کې دي، «جګړه پر مونږ تپل شوې له خارجه تنظیمیږي».

کرزي پر طالبانو هم غږ کړی چې د «ورور وژني» څخه دي لاس واخلي او عملا دي د وطن د ابادولو لپاره مټي را ونغاړي.

حامد کرزي په خپل وینا پاڼه کې پر دولتي چارواکو غږ کړی چې خپل تبلیغاتي ماشین او نظامي مبارزه دي د بهرنیانو پر لور وګرځوي، په اعلامیه کې راغلي: «همدارنګه پر دولتي مسوولینو غږ کوي چې د خپلې تبلیغاتي او نظامي مبارزې مخ د هغو بهرنیانو په لور وګرځوي چې زموږ په هېواد کې یې د حاضرې جګړې اور بل کړی دی.»

پخواني ولسمشر پر افغانانو غږ کړی چې خپل تر منځ اتفاق او اتحاد تر پخوا لا قوي کړي، ځکه چې روانه تپل شوې جګړه لګیاده هره ورځ د هیواد له هر ګوټ او هر کور نه قرباني اخلي.

کرزي دغه خبري په داسي مهال کې کوي چې له یوه اړخه ولسمشر اشرف غني او نور جګپوړي چارواکي د انتقام او اعدامونو غوښتنه کوي او بل اړخ ته طالبانو هم دولتي چارواکو ته ګوت څنډنه کړې چې د اعدامونو د عملې کیدو په صورت کې به عملیات لا ګړندي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د