
د هدایت موندلو شرطونه
سلمان سعید
د قرآن کریم لومړی سورة (البقره) چې پیل کړې نو په شروع کې رب متعال (ج) فرمایي چې دا کتاب پرته له شکه چې هدایت دی، خو د چا لپاره هدایت؟
پروردګار عالم ورپسې له شپږو شرطونو یادونه کوي او فرمایي که چا کې دا شپږ شرطونه پیداشول نو پوه شئ چې کامیاب دی او د رب له لورې یي هدایت ترلاسه کړی دی.
لومړی شرط: دا کتاب (قرآن کریم) متقیانو لره هدایت دی، یعني که غواړئ چې دا کتاب درته هدایت وګرځي باید تقوا ولري.
دویم شرط: هغو کسانو لپاره چې په غیبو یي ایمان راوړی.
دریم شرط: لمونځ ادا کوي
څلورم شرط: او له هغه څه چې مونږ ورکړي نفقه ورکوي.
پنځم شرط: هغه څوک چې زمونږ له لورې په نازل شوې کتاب ایمان لري؛ او پر هغو څه ایمان لري چې له دې کتاب وړاندي نازل کړای شوي وو.
شپږم شرط: او هغه څوک چې د آخرت په ورځې ایمان لري.
ورپسې رب لا یزال فرمایي؛ که چا کې دا شپږ شرطونه پيداشول نو دئ په هدایت بخښونکي لاره دی او دئ کامیاب او بریالی دی.