نظــر

د ملاصاحب پیغام او یوه خاطره…!

څو ورځې  وړاندې زما یو نژدې ملګری چې زیاتره وخت  راته د مجاهدینو له لورې چاپ شوي کتابونه، مجلې، جرائد او ویډیویې نشرات رارسوي،  یو ځل بیا په یوه ستره ډالۍ ونازولم ،  او د خپلې مینې پوروړی یې کړم…

دا د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد د اختریز پیغام یو شمیر کاپۍ وې چې دهغو په لیدلو سره مې  سترګې یخې شوې او په لوستلو سره مې یو کلنۍ تنده  خړوبه شوه…

د  ملا صاحب کلنی پیغام چې هر کال د اختر په مناسبت خپریږي ، د اختر له مبارکۍ سره سره یو لړ نور حیثیتونه او مزایاوې هم په څنګ کې لري، چې له یوې خوا  هیوادوالو او ټولو مسلمانانو ته  د اختر  په مبارکي  رنګین شوی وي، له بلې خوا د اسلامي امارت منشور هم وي… چې  دښمنانو ته له ترهیب او دوستانو له ترغیب سره جوخت پکې د اسلامي امارت د سیاسي تګلارې څرنګوالی هم اوډل شوي وي.. او ورسره مجاهدینو وروڼو ته سپارښتنې هم پکې رانغښتل شوې وي.

 

دا پیغام  په مجموع کې د ماضي له ستړیو د حال د بریاوو او د مستقبل د  خوښیو یوه ګډوله وي، چې په سیاسي، پوځي، معاشرتي ډګرونو کې بشپړ اغېز شیندي.

که له یوې خوا صلیب ددې پیغام مطابق خپل راتلونکي پلانونه عیاروي او هغه د ملاصاحب د سیاسي او پوځي دریځ ښکارندویه بولي،  خو  یوه  ډله مخلصین مسلمانان یې بیا د تعویذ په څېر  د تبرک او تقدیس په نیت  له ځانونو سره ساتي، په دې اړه د روان ۱۴۳۴ هق کال د کوچني اختر په ورځ  دیوه جریان سره مخ شوم چې زما په ژوند کې د خاطرې په توګه ثبت شو.

خاطره :

اختر ته لا دوه ورځې پاتې وې چې هغه زاړه ملګري مې د ملاصاحب د پیغام یو شمیر کاپۍ زیاتې راکړې او خپلو نژدې ملګرو باندې یې د ویشلو توصیه راته وکړه. ماهم د خپلې کړې وعدې سره سم زیاتره کاپۍ په خپلو نژدې ملګرو باندي وویشلې خو څو دانې راسره زیاته پاتې شوې، او فکر مې وکړ چې دا به په عیدګاه کې ویشم.

د اختر په ورځ د لمانځه ادا کولو لپاره ته عیدګاه ته لاړم او پاتې شوي پیغامونه هم مې راسره واخستل چې په هیوادوالو باندې  یې وویشم،  د اختر لمونځ ادا شو، او دعا وشوه او خلګ د کورنو په لورې روان شول  ما هم له موقع نه په استفادې سره څو کسانو ته پیغامونه ورکړل…. ورستی پیغام  راسره پاتي شو اواراده مې نه درلوده چې دا هم وویشم نو یو ځوان چې زما په ګمان د پوهنتون محصل وو او دا حالت یې په غور څاره رانژدې شو او  د غوښتنې سره سم  مې ورستی پیغام هم ورکړ.

نوموړي چې کله پیغام وکوت چې په سر کې یې د ( ملامحمدعمرمجاهد) نوم لیکلی وو، سمدستي پوه شو چې دا د امیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام دي خو د امنیتي مشکلاتو له امله یې ونشو کولئ چې پیغام ولولي، نو یې پیغام ژر ژر کت کړ…  سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، او څو شیبې یې په خاموشي کې تړمې اوښکې په مخ راوبهیدې… یو ځل یې پیغام سترګو ته یووړ،  بیایې  داسې په مینه ښکل کړ ، کټ مټ لکه دخپل  پردېس معشوق لیک چې ورته راغلی وي….!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x