زړه «ادبي ټوټه»

عبدالمالک همت

په سينه کي زړه دى، په زړه کي درد دى، په درد کي نشه ده، په نشه کي خوند دى، په خوند کي تنده ده، په تنده کي تمه ده، په تمه کي خوښي ده، په خوښي کي هيله ده، په هيله کي يقين دى، په يقين کي تصور دى، په تصور کي ته يې، په تاکي ادا ده، په ادا کي حيا ده، په حيا کي نزاکت دى، په نزاکت کي شوخي ده، په شوخي کي جګړه ده، په جګړه کي غوسه ده، په غوسه کي مرورتيا ده، په مرورتيا کي ګرانښت دى، په ګرانښت کي اخلاص دى، په اخلاص کي مينه ده، په مينه کي عبادت دى، په عبادت کي د لوى څښتن بنده ګي ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul Wali Omari
میلمه
Abdul Wali Omari

سلامونه ستړي مسي ژوند پخیر