ټولنیزه برخه

لور څومره زړه سواندې وي؟

قاري احسان

 

یوه ورځ یو خاوند او ښځه په مجلس کي سره ناست وو، پر دې خبره يي اتفاق راغلی، چي که هر چا دروازه وټکوله، یو به يي هم نه ورخلاصوي.

لږ وروسته دخاوند خپلوان راغلل، دروازه يي وټکوله، دلته نو خاوند ښځي ته او ښځه خاوند ته ځیر ځیر ګوري، او په کتلو کي په دې سره پوه شول چي پر اتفاق به عمل سره کوو، یوه هم دروازه خلاصه نه کړه.

لږ وروسته که ګوري دښځي مور او پلار راغلل دروازه يي ور وټکوله.

دلته دښځي امتحان شروع شو.

ميړه وښځي ته وکتل، که په دې کي د ښځي په سترګو کي اوښکي راغلي او په ګریوان کي يي توی شوي، او داسي وايي: په الله مي دي قسم وي زما دمور او پلار درېدل راته ډیر ګران دي، خو دروازه هم نه ورخلاصوم.

خاوند لږ توقف وکا وو، او په زړه کي يي څه احساس وکړ.

ورولاړ شو دښځي مور او پلار ته يي دروازه ورخلاصه کړه.

په دې کي ډیر کلونه تیر شول، دخدای ورکړي وي، څلور نارینه زامن الله وکړو، څه وخت وروسته الله پاک لور هم ورته ورکړه.

په لور سره پلار دومره خوشحاله شو چي په دې څلورو زامنو به دومره نه وي خوشحاله شوی، ډیر پوسونه يي حلال کړو خیراتونه يي وکړل.

خلګو تیرنه پوښتنه وکړه، او حیران شول چي په لور!! او دونې خوشحالي؟ پر دې ټولو زامنو دي دومره خوشحالي نه وه ښکاره کړي!! ورته ويل يي چي ددوني خوشحالي لامل څه دی؟؟

ده په ډیره ورین تیندي سره ځواب ورکړ.
چي دا هغه ده چي وما ته به دروازه راخلاسه وي.

هوکي! په روښتیا څوک چي ښځه نه پیږني، د هغي قدر هم نه پیږني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x