شعـــــرونه

د شهید اباسین ځاځي مظلومې او ماشومې اروا ته اهداء

ميرمن پروين ملال

هغه جنت چیری دي ؟

هغه جنت چیری دی؟

زه خو ورځمه دروازې یې تړم

زه خو ورځمه د جنت په هره لاره باندی

د ډیرو اوښکو اوزخمونو داسی کر کومه

چې ټول اغزي، اغزي شي

داسی اغزي چې بیا زموږ د شهیدانو، سرپري کړې تنې

همدلته دغه سپیروخاورو ډبرین غرونو کې

د سره ساه واخلې او ژوند وکړئ

هغه جنت چیری دی؟

زه خو ورځمه د وطن د مور دهر زخم پوښتنه کوم

زه خو ورځمه د وطن د مور داوښکو بدل

دبیا ژوندون په بیه، ورڅخه باج اخلمه

زه خو ورځمه د وطن د شهیدانو جوپې

د ژوند اومېنې په لاسونو کې

د نګهتونو او، وږمو په وزر،

ورځینې بیرته راوړم

هغه جنت چیری دی؟

ماته یې پته راکړئ

زه ورته لیک لیکمه ؛

کلونه وشوه ستا دلورې یو استازي را ځي

دلته د ژوند بازار کې

زموږ دبڼوڼو او پټیو دګلونو، او نیمچه غوټیو

د چمنونو او تنکي نهالګیو، سودا په وینو کوئ

هغه جنت چیری دی ؟

زه خو ورځمه ورته سوال کومه

ستا دماڼیو قندیلان نه غواړو، ستورې لرو

موږ د بابا کنډواله کور، دچنار سیورې لرو

موږ دتنور وچه ډوډې په اوبو پوري لرو

موږ لمر، سپوږمۍ په آسمان پړک او برښنا ( دورې *) لرو

نور دی زرین، زرین خوبونه موږ ته مه رالیږه

ستا د کوثر، ستا د شیدو، شیدو، ویالو نه توبه

ستا د آلماسو او یاقوتو د خیمو نه توبه

ستا د اطلس ستا دحریرو د جامو نه توبه

حورې غلمان دی خپل انګړ کې ساته

دلته یې خیال د تصور په آسو، مه رالیږه

هغه جنت چیری دی ؟

زه خو ورځمه دروازې یې تړم.

۲۰۱۶ــ ۴ ــــ ۳۰
برتانیا ـــــ ویلز
* دورې، په عا مه  کندهارې لهجه کې د دلته په ځای کارول کیږې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

غاوون ! خوركي احساسات مو د قدر وړ دي، خو څه مو چې لیکلي د تنکي اباسین جان له حاله سره ډډه نه لګوي. ستاسو د معلوماتو لپاره شهید ماشوم او بې ګناه اباسین جان د هغو وحشي بی ایمانه سړي تښتوونکو له خوا په خورا وحشت ووژل شو چې ستاسو د مومن-به جنت (لندن+پاریس+نیویارک) زمامدارانو (دجال) روزلي او پر مونږ باندې یې تپلي دي او زمونږ دنیا یې راته زمونږ د مسلمانی او ایمان په ګناه دوزخ ګرزولې ده. که څوک داسې پیدا شي چې د کمکي اباسین جان په غچ کې د دجال په لښکرو فدایي برید وکړي… نور لوستل »

محمد عبدالله

جنت خو به په سترګو ونګوری ددجالیت په جنتونو قانع شوی یی خو دجهنم دروازو ته به حتما ورسیږی
دا انسان پیدا دمرګ لپاره دی او که بیا دومره له مرګ څخه بد وړی زه چرته سرک باندی کینه چی دموترنو اکسدنتونه کیږی بیا ورته شاعری وکړه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x