
پېښور کې په یوې مدرسې برید شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د جماعت الدعوه ډلې اړوند په یوې مدرسې برید شوی دی.
د پېښور ښار د پولیسو یو مشر کاشف وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو په تاکال نومې سیمه کې د بیت المکرمه په مدرسې برید کړی چې په ترڅ کې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
هغه ویلي چې بریدګرو هغه مهال د مدرسې انګړ ته لاسي بمونه و غورځول او ډزې یې پرې وکړې چې مدرسې دننه طالبانو د شپې ډوډۍ خوړله.
د پولیسو په وینا یو بریدګر هم ټپي شوی او اوس په روغتون کې تر تدواۍ لاندې ده. هغه د بریدګر حالت نازک ښودلی دی.
دوی ویلي چې په مدرسې د برید لامل به د بریدګر څخه تر پوښتنو وروسته معلوم شي.
جماعت الدعوه ډله چې په لشکر طیبه هم مشهوره ده، د پاکستان په لر و بر کې مدرسې لري. ددغې ډلې مشر حافظ سعید دی. هغه د هند د ممبۍ ښار په تاج محل هوټل باندې په برید هم تورن دی او امریکا یې هم په سر یو میلیون ډالر انعام ايښی دی.
حافظ سعید د پاکستان د لاهور ښار ته څېرمه په مریدکی کې مرکز لري او وخت پر وخت جلسې هم کوي.