افغانستان

شکیلا ابراهیم خیل او د کوچني میسي کورنۍ ترکيې او پاکستان ته کډوالې شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د طلوع تلویزون مشهورې خبریالې شکیلا ابراهیم خیل او افغان کوچني میسي کورنۍ افغانستان پريښی او ترکیې او پاکستان ته کډوال شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې پنځه کلن مرتضی احمدي چې په کوچني میسي هم مشهور دی، پاکستان ته ورغلي او د کوټې په هزاره ټاون کې مېشت شوي دي.

مرتضی تر هغه وروسته شهرت وموند چې له پلاستیک څخه یې جرسي یا زیرپراهني جوړه کړې وه، تر شا یې د میسي نوم لیکلی و او عکسونه يې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

جیو تلویزون د مرتضی د پلار له خولې لیکلي چې پاکستان کې د ښه ژوند تېرولو په موخه هلته ورغلي دي. د مرتضی پلار د پاکستان او افغانستان له حکومته غوښتي چې د زوی او میسي کتنې لپاره زمینه مساعده کړي.

اوسمهال ډيری هزاره‌ګان په کوټه کې اوسیږي او د دغه هېواد تابعیت یې هم اخېستی دی. ښايي د مرتضی پلار هم د افغاني تابعیت سربېره پاکستانی تابعیت ولري.

بل لوري ته د طلوع تلویزون مشهورې خبریالې شکیلا ابراهیم خیل کورنۍ هم ترکیې ته کډواله شوې ده.

د راپورونو له مخې ابراهیم خیل د امنیتي ستونزو له کبله افغانستان پريښې او اوس له خپلې کورنۍ سره په ترکیه کې اوسیږي. هغه کوښښ کوي چې له کورنۍ سره اروپا ته ولاړه شي او هلته پناه واخلي.

تر دې وړاندې هم لسګونو خبریالانو د امنیتي ستونزو په پلمه افغانستان پريښی او اروپا ته تښتیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد سعید

دوهم داچی مونږ څرنګه کولای شو خپل معلومات له تاسو سره شریک او وروسته هغه ستاسو دسایت په صفحه ولیدلای شو یعنی ستاسو مګرتیا وکړو

محمدربی آماج

دغه ډیره دافسوس خبره ده چی دی ملک او هیواد ته هیڅوک هم ژمن پاتی نه شول، هر چا پکښی خپلی سوبی او موڅي وکړی او چی نور یی د ګټو وخت لاړو نو دوی هم خپله بړستن اوګیلم سره ونغښتل او ولاړل، دغسی بیلګی په نورو ملکونو کی هم ترسترګو کیږی، لکه سلمان رشدی(هند) ، تسلیمه نسرین (بنګلدیش) او وینا ملک (پاکستان)، چی د دنیایی عیش لپاره یی خپل ایمان او ارزښتونه تر پښولاندی کړی. په افغانستان کی دغه رنګه لوبی زیاته مخینه نلری. د طالبانو د واک په مهال هم په کابل ښارکی ځینی کورني د لوږی پّه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx