خدايه! دابيا په څـه بـلا اخته سوو

 

CIA_map_of_Afghanistan_in_2007

خدايه! دابيـــــا په څــــه بـــلا اختــــه سوو

پـرون آزاد شـــوونــن پـــرې بيـا اختـه سوو

چـادوطــــــــن پـه نــنـګ   کــمــيــن نـيـــــولى

او څــوک يې پلـوري په سـودا اختـه سـوو

چي دوفـــــــــالــــــوظ يې مــکـــــه کي کاوه

نن پــه چــــــــوپــــړ داوبــامــــااخــتــــه سوو

جـــارلــه ســـرتېـــروځي سنـګـــرته درومي

مــرګ په هغـــوى چي پـــه طــلااختــه سوو

وطـن پـــــه ســانـدو پـــــه سلګـو کي وايي

چي مــــــاروزلي وو پـــرمـــــا اخـــتـــه سوو

دګلاب ګل بـــه ولي مـــــــړاوى نــــــــــه وي

چي تـور خــــزان يې په ښــکلا اختــــه سوو

نفـس اوشيطــان تـوري لـه تيکي ايستي

مؤمــن بنــــده تــــرې په غــوغا اختـه سـوو

دجــهــــنــــــــــم ډاريې لـــــــــــه زړووتـــــــلى

ځـيني بې ننـګــــه خـــو په غلا اختـــه سوو

څو ک ژوند هستي په سرواوروکي ويني

څــوک په ډالــــــر دامـــــريکا اختـــه ســـوو

ســاتـــلى ژړامـــېـــــل به څنــګـــــه روغ وي

چي لــوټمـــاران په شــاليـــلااخـــتـــه سوو

راتــه تــــوفـيــــق باداره بـيــاراکــــــــړې تـه

چي په خــنـــدا شـــو پــــه ژړا اخـــتـــه سـوو

الهــــامـــه ! تـــور ټـــوپک به هــلـــــه اېږدو

چي  رقـــيــبا ن پـــه واويـــــلا اختـــه ســـوو

2011/08/14  رمضان المبارک

سيداحسان الله الهام



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.