افغانستان

د طالبانو په بریدونو کي درې امریکایان، او د پکتیا ولایت د استخباراتو رئيس ووژل شو

نن ټکی آسیا: رویټرز اژانس ته امریکايي او د ناټو چارواکو ویلي چي تیره ورځ د افغانستان په ختیځ ولایت پکتیا کي درې تنه امریکايي عسکر د وسلوالو مخالفینو (طالبانو) له لوري ووژل شول.

یو امریکايي عسکر رويټرز ته ویلي چي وسلوالو طالبانو پر هغو امریکايي عسکرو برید وکړ چي د ایساف تر قوماندي لاندي دي، او د هغوی څخه یې درې تنه ووژل.

باید وویل شي چي په پکتیا کي ایساف او امریکایان ادعا کوي چي د امنیت چاري یې افغاني ځواکونو ته سپارلي خو ځايي اوسیدونکي او طالبان وايي چي اوس هم امریکایان او د ناټو ځواکونه په عملیاتو کي پوره ونډه اخلي، او د خلګو کورونه تالاښي کوي، او د شپي چاپې وهي.

بل خوا ذبیح الله مجاهد ویلي چي تیره ورځ د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په کوټکي سیمه کي د پکتیا ولایت د استخباراتو رئیس عبد الجبار د خپلو دوو تنو ساتونکو سره د طالبانو له خوا ووژل شو، او د ځاځیو ولسوالۍ د استخباراتو مدیر عمر ټپي شو.

نوموړي همداراز په هغه خبرپاڼه کي چي نن ټکی آسیا ته یې را لیږلې وه، ویلي وه چي په غزني ولایت کي طالبانو د اربکیانو په هغې مجموعې برید وکړ، چي په سیمه کي د ملکي خلګو کورونه چورول، او غلاوي یې کولي، چي د برید په پایله کي نهه تنه اربکیان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x