ورزش

پیټر مورس د پاکستان د مشر روزوونکی وړاندیز رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکټ بورډ غوښتل د انګلینډ پخوانی مشر روزوونکی پیټر مورس د خپلې ملي لوبډلې نوی مشر روزوونکی وټاکي خو پیټر مورس دغه وړاندیز رد کړ. پاکستان د وقار یونس له استعفا څخه وروسته د مشر روزوونکی په لټه کې دی.

زیات شمیر پیاوړي او تجربه لروونکي پخواني لوبغاړي د پاکستان په ملي لوبډلې کې رقابتونو شتون له امله نه غواړي د دغې لوبډلې مشر روزوونکی شي. هیره دې نه وي چې پاکستاني لوبغاړي له یو بل سره ډیرې ستونزې لري چې دا د هر مشر روزوونکي لپاره ستره ننګونه وي.

د دغې لوبډلې پخوانی مشر روزوونکی وقار یونس په اسیا او نړیوال جام کې د دغې لوبډلې خرابې لوبې او پرلپسې ماتې له امله استعفا ورکړه. وقار یونس وویل چې په لوبډلې کې د نوموړي پر وړاندیزونو عمل نه کیده چې له همدې امله نوموړی نور خپلې دندې ته ادامه نشي ورکولی.

د وقار یونس له استعفا څخه وروسته د پاکستان کرکټ بورډ د نوی مشر روزوونکی په لټه کې و تر دې چې له پیټر مورس سره يي اړیکې ټینګې کړې. پیټر مورس تیر کال د انګلینډ د مشر روزوونکی له دندې ګوښه شو خو بیا هم نوموړی د پاکستان د مشر روزوونکی دنده ونه منله او د پاکستان کرکټ بورډ ته يي منفي ځواب ورکړ.

د ناټنګم شایر د لوبډلې مشاور په توګه کار کوونکی پیټر مورس د کریک انفو پاڼې ته په خبرو کې وویل چې کله چې ما ته د دغې دندې وړاندیز وشو نو ما ډیر ښه احساس پیدا کړ او غوښتل مې د داسې یوې پیاوړې لوبډلې روزوونکی وټاکل شم.

نوموړې زیاته کړه چې کله چې مې په دې اړه ښه فکر وکړ نو دې پایلې ته ورسیدم چې دا زما او زما کورنۍ لپاره ښه وخت نه دی، ما له ناټنګم شایر سره تړون کړی او له خپلې کورنۍ سره ښه وخت لرم.

له پیټر مورس څخه وروسته اوس دغې دندې لپاره د زمبابوي پخوانی لوبغاړی فلاور برادران او د پاکستان پخوانی چټک توپ اچوونکی عاقب جاوید تر ټولو پیاوړي نوماندان ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x