افغانستان

د اباسین قاتلین دې په عام محضر کې اعدام شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د اباسین ځاځي پلار، مدني فعالان او قومي شوراګانو غړو له ګډ حکومته غوښتي چې د اباسین تښتونکي او قاتلین په عام محضر کې اعدام کړي.

دوی ټينګار کړی چې که غوښتنې یې ونه منلي شي، په لاریونونو به پیل وکړي او لویې لارې به د ترافیکو پر مخ وتړي.

څوارلس کلن اباسین ځاځی شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې تښتونکو د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د کارته نو سیمې څخه وتښتولو. تښتونکو لومړی د هغه ګوته پرې کړه او تر ډيرې شکنجې وروسته یې نوموړی و واژه. دوی د نوموړي د خلاصون په بدل کې شاوخوا سل زره ډالر غوښتي وو.

د اباسین پلار او د سیمې اوسیدونکو ویلي چې د اباسین تښتولو سره هم مهاله یې پولیسو ته خبر ورکړ، خو هغوی ورته وویل چې «ځئ، تاسو هسې وزګار یئ».

د اباسین جسد د تېرې پنجشنبې په ورځ پ خاکجبار ولسوالۍ کې وموندل شو او د نوموړي د وژنې او تښتونې په تور پولیسو ۱۲ تنه ونیول.

د اباسین تښتونې توند غبرګونونه وپارول او په پلازمېنه کابل، ننګرهار او کندهار کې د نوموړي د وژنې عاملینو د اعدامولو لپاره لاریونونه وشول.

نن هم په کابل کې د مدني ټولنو د هماهنګۍ په مرکز کې د ځاځي کلتوري او علمي شورا، الکوزی قوم، د سروبي ولسوالۍ سیمه‌ییزې شورا د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې د اباسین تښتونکي او وژونکي اعدام کړي.

د دغې مرکز رییس خان زمان امرخیل وویل چې حکومت دې د اباسین دوسیه په شفافه توګه وڅېړي او عاملین دې یې په عام محضر کې اعدام کړي.

هغه حکومت او امنیتي ځواکونه په دې تورن کړل چې د اباسین په ژغورولو کې یې ناغېړي کړې ده.

د سروبي د ولسوالۍ د شورا غړي محمد سلیم وویل چې د اباسین وژنې ټول افغانستان د ویر په ټغر کېنولی او که د دوی غوښتنې ونه منل شي، د کابل – ننګرهار لویه لاره به د ترافیکو پر مخ وتړي.

د اباسین پلار حاجي عبدالغفور چې په نننۍ ناسته کې یې ګډون درلود، وویل چې د اباسین قاتلین دې په عام محضر کې اعدام شي.

هغه وویل: «اباسین مې په شهادت ورسېد. دا د الله جل جلاله پریکړه وه. زه د حکومت او ملي شورا څخه غواړم چې ۳۰۰ تښتول شوي کسان چې د تښتونکو په بند کې پراته دي، د خلاصون لپاره لاس په کار شي، څو هغوی د اباسین په سرنوشت اخته نشي».

هغه تر دې وړاندې امنیتي ځواکونه د اباسین د تښتونکو په نیولو کې په ناغېړۍ تورن کړي وو. حاجي عبدالغفور رسنیو ته ویلي وو: «کله چې یې زما زوی وتښتاوه، د اختطافګرو موټر د امنیتي کسانو څخه په ۷۵ مترۍ کې وه چې خلکو په سیمه کې موجودو پولیسو او امنیتي کسانو ته وویل چې هاغه دی هلک یې اختطاف کړ!! خو امنیتي کسانو ورته په ځواب کې وویل: (برو شما بېکار ماندید)».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x