ادبي لیکني

زما ژوند له کفر څخه تر اسلام پوري – د پیل خبري

لیکواله: ډېوه (همت)

له دې لنډي کيسې څخه زما موخه

لکه څنګه چي پوهېږو نن مهال په ټوله نړۍ کي، په زياته زموږ په ګران اسلامي هيواد افغانستان کي د اسلام او کفر (دجالي حکومت او رحماني حکومت) تر منځ په مستقيمه توګه خورا سخته جګړه روانه ده. موږ مسلمانان غواړو چي له خپل وياړلي اسلامي فرهنګ او د اسلامي شريعت له قوانينو څخه چي تر ټولو  غوره او  د ټول عالم بشريت د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ تضمينوونکي دي دفاع او ننګه وکړو ، ښېګڼي يې را څرګندي کړو او د مسلمانانو په ورځنيو چارو کي لکه څنګه چي دي هغسي يې د پلي کولو لپاره هلي ځلي وکړو.

خو کفر بيا د دې په خلاف نه غواړي چي  خلک، په تېره لوېديځوال د اسلام په ښېګڼو اوحقايقو  پوه سي او غواړي چي خپل قوانين ټولي نړۍ ته غوره او صحيح څرګند کړي. په داسي حال کي چي دا يوه واضح  او څرګنده خبره ده چي اسلام تر ټولو مذهبونو غوره، د امن، سولي ، ورورولۍ او رحمت او عطوفت دين دى. خو په دې حقايقو باندي يې هغه کسان  پوه دي چي د اسلام په هکله يې څېړنه کړې وي او هغه يې لکه څنګه چي دى هغسي درک کړى وي.

دلته په دې لنډه کيسه کي ما د اسلام د سپېڅلي دين ښېګڼي د يوې داسي ښځي له خولې بيان کړى دى چي لومړى عيسوۍ وه او د اسلام په هکله يې هيڅ معلومات نه درلود ، خو کله چي دا د اسلام په ښېګڼو خبره سي او  د هغه په هکله مطالعه وکړي، نو بيا کرار کرار د دې د اسلام ټول قوانين خوښيږي  او په دې ډول د دې زړه د اسلام لوري ته مايل کيږي او پاى اسلام مني. دا کيسه يو رشتيانى بنسټ لري او دادى موږ اوس مهال خپله الحمد لله وينو چي د نړۍ په کوټ کوټ کي انسانان په خورا چټکۍ سره د اسلام لوري ته مخ اړوي  او په دې سپېڅلي دين مشرف کيږي.

حقيقت دادى چي که چيري د اسلام دين په صحيح توګه بشپړ مطالعه سي، د هغه په هکله څېړنه وسي او په اصليت يې ناخبره خلک پوه سي او هغه قوانين کوم چي د اسلام په شريعت کي موجود دي په حقيقي توګه پلي سي، نو تر اسلام، کوم چي ټولو نړۍ والو ته د لوى څښتن لخوا رالېږل سوى او  غوره سوى دى، بل غوره او مناسب دين نسته.

په پاى کي د خپلو ګرانو لوستونکو څخه هيله لرم چي که زما څخه په دې لنډه ليکنه کي کوم ځاى تېروتنه سوې وي، مهرباني دي وکړي د هغې د سمون کوښښ دي وکړي او ما دي په خبره کړي .

له لوى څښتن څخه هيله لرم چي زما دا کوچنۍ نا چيزه هڅه په خپل لوى او سپېڅلي دربار کي قبوله کړي.

د اسلام او مسلمانانو خدمتګاره

ډېوه « همت لور»

همت ټاټوبى، کابل

١٣/٨/١٣٨٩ل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x