نظــر

په تعلیمی ادارو کی د هلکانو او جلیو تر مینځ نامشروع تعلقات

په مکتبونو، پوهنتونو، او نورو تعلیمی ادارو کی د هلک او جلی تر مینځ نارواړیکی له ډیره پخوا څخه باب دی، په سیاسی اصطلاح کی ورته د بوای فرینډ او ګرل فرینډ رشته  ویل کیږی، دارشته حتمی ده، او اوس یو څه نویتونو او عصریتوب پکښي راغلی.

تر څو چی دی د ژوند همسفر نه وی پیدا کړی،  د صنف ملګر دی هیڅکله په لوړسر زدکړی ته نه پریږدی، په هاسټل او کلاس کی دی تنګوی، او دهمدی اصولو خلاف نظریه د افرطیانو ګڼی.
په مروجه تعلیمی ادارو کی دوه د زدکړیز نظامونه باب دی.

سپریټ ایجوکیشن، یا ځانته ځانته تعلیم.

او کو ایجوکیشن،یاګډ تعلیم.

 د کو ایجوکیشن سیسټم یا د ګډ تعلیم پلویان دا سیسټم ځکه مهم ګڼی چی دا دوه اجناس خپل نظریات شیر یا ویشلی شی، د دوی تر مینځ د تفاهم لاره پرانستل کیږی، او د تعلیم په زدکړه کی د شرم احساس ورک شی، او د دوی دواړو د مساوات د ثابتولو لپاره ورته وجوهات پیش کوی.

په ګاونډیو او لیری هیوادونو (او شاید زمونږ په هیواد کی هم وی) کی ګرلز هاسټل یاد جلیو استوګنځایونه وی، او اکثره یی د جواینټ سیسټم انتظام هم لری، او د دوی ګډه استوګنه هم ځکه اړینه بولی چی دهمدی لاری دوی د یو بل سره تجربی ویشلی شی، او د مشکلاتو څخه د خلاصون په هدف د یو او بل مرسته کولای شی.

د نایت کلبونو، دیسی بوایز، هاټ چیکس، بیچ ریلی، او ویلی، والی بال،  سکیټینګ، سکینګ، فیملی پارکس، زو ټریپ، د پارټیانو سربیره د  دوی تر مینځ د هپی برټ ډی پارټی، سرپرایز پارټي، ډانس پارټیانی، او ورته نوری پارټیانی دایریږی، چی په ترڅ کی یی هر هلک د خپلی غیر منکوحی انډیوالی سره یو ځای برخه پکښی اخلی، او په بعضو ځایونو کی د ډانس کمپوټیشن یا د نڅا مقابله کیږی، او وړه یا مستعده جوړه بیا پر سټیج تحسین کیږی، اصلا د دوی تر منځ ښه او غوره جوړه یا بوای فریند او یا ګرل فرینډ هغه دی چی ښه نڅا یا ډانس کولا شی، او هغه هم د راک میوزیک مخ ته، چونکی ډانس او نڅا هم خورا دیر اقسام لری.

په ګاونډیو او لیری هیوادونو کی په همدی تعلیمی ادارو کی د جنسیت او مباشرت په نظم   زدکړه، د مساج ورکولو زدکړه، د نڅا د زدکړه، او نور ورته  مضامین  رسمی دی او تدرسیږی، امتحانونه لری، او لمړی پوزیشن  حاصلونکی ته سکالرشیپس او غوری جایزی ورکول کیږی.

او له دی پرته مستقلی اداری هم لری، تجربه لرونکی استادان یی انتخاب کړی وی، او ورته مضامین تدریسوی.

د دوی د لباس اړوند ځکه څه نشم ویلی چی د دوی لباس د دوی ستر نشی پټولی،د نیمایی صدینو څخه یی نیولی بیا د صلوینو تر نیمایی پوری پټه وی، او څه روڼ اندی په بیکینی کی د ژوند تمامه حصه پاس کوی، او نه دا ګران قیمت لباس د حجاب لپاره اغوستل کیږی، بلکی همدا لباس په جسمی ښکلا کی مرسته ورسره کوی.

د دی ستر اخلاقی فساد پایله او نتیجه خورا خطرناکه وی، په اړه یی د پاکستان یوی ښځینه اوسیدونکی یوه لیکوال ته د خپل ژوند  خاطری بیانوی.

هغوی  هندوستان ته مهاجر شوی پاکستانیان وه، چی خپل هیواد ته ستانه شول، تعلیم ته یی مخه کړل، له مکتب ویلو وروسته عالی لیسی ته تللی، او هلته یی د هلکانو او جلیو تر مینځ اړیکی لیدلی، که څه هم په اول سر کی یی بدی ګڼلی لاکن له څه ځنډ وروسته د ماحول  تر اثر لاندی راغلی او د کوم ځوان د عشق په جال کی ګیره شویده، وروسته یی بکر له لاسه ورکړی، او حمل یی اخیستی،له څو میاشته وروسته  یی اثرات ظاهر شوی، او د حمل د غورزولو لپاره کوم ډاکټر ته تللی، چونکی دا غیر قانونی کار دی، نو ډاکټر صاحب هم ناروا غوښتنه ورنه کړی، خو بیا یی هم  پر کړی وعدی وفا ورسره ونکړل، او نه یی ډاکټر له مری نیولای شوای، د هلک څخه یی مرسته غوښته، لیکن هغه په جواب کی ورته ویلی چی زما بغیر دی له ډیرو نورو سره یارانه  او دوستی وه، له هغوی مرسته وغواړه، زه ستاسو مرسته نه کوم، په همدغو ورځو کی یی مور ته د همدغی جلی د غوښتلو مرکه راغلی، کوزده سوی، او واده شوی، د واده په اوله شپه هلک ورباند پوه شویدی، او سهار یی ښځه طلاقه کړی، او کورته یی لیږلی، په کور کی همهغه مور او پلار نه منل چا چی به هره ورځ د عالی لیسی پر لور سترګی ورتورولی.

اخر ځل دا ښځه یوه روغتون ته ځی، او هلته له کومی ښځینه ډاکټر سره خپل مشکل شریکوی، ښځینه ډاکټره شرط پرایږدی که اسلام پریږدی، او عیسویت اختیاروی نو ستا مرسته کولو ته تیاره یم، مجبورا همدا ښځه یی شرط منی، او له څو ورځو وروسته نارینه  بچی زیږوی، او په پټه خپل دزړه ټوټه په همدغه ښځینه هسپتال کی پریږدی، او را تښتی، کورته راځی، هلته یی هم څوک قبلولو ته نه دی تیار، او که خپلو زړو یارانو ته ورځی هغوی یی هم قبلولو ته نه دی تیار، او نه هم کوم څوک د هغی سره واده کولو ته تیار دی.

د خپلی خیټی د لوږی ختمولو لپاره اوس د خلګو په مخ کی نڅیږی، د هغوی د هوس ښکار کیږی، او له ژوند څخه هیڅ راز خوشاله نه ده.

دوهمه برخه ان شاءالله ډیر ژر.

جابر نعماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x