ادبي لیکني

زما ژوند له کفر څخه تر اسلام پوري – لومړی برخه

لیکواله: ډېوه همت

د شنبې په ورځ سهار وختي زموږ  د کور پر مخامخ يوه کور ته چي د ډېرو وختونو څخه خالي وو ، يوه نوې کډه راغله. پر ما باندي ناوخته سوى وو.ځکه مي نو  ژر ــ ژر ځان چمتو کړ او په خپل موټر کي د دفتر پر لور روانه سوم. پر لاري مي له ځانه سره ويل چي خداى دي وکړي چي دا نوي ګاونډيان سم خلک وي. ځکه د کور دروازه يې زموږ د کور د دروازې پر مخامخ وه  او موږ ته ډېر نژدې وه. ټوله ورځ مي په دې هکله فکر کاوه. کله چي مازديګر کور ته راغلم او د خپل کور دروازې ته ودرېدم مخامخ مي وکتل، خو د ګاونډيانو هيڅ ږغ او ږوغ مي تر غوږ نه سو. زه خپل کور ته ولاړم، خپل کالي مي بدل کړل او د پخوا په شان برنډې ته ووتلم. شاوخوا مي کتل چي ناڅاپه مي د مخامخ کور په برنډه کي يوه ښځه وليده. هغې د مسلمانانو په شان کالي اغوستي وه، پوړنى يې پر سر وو،  ډېر نوراني رنګ يې درلود او ډېره ښايسته هم وه. دې په برنډه کي کالي اوارول چي يوه کوچنۍ نجلۍ ورته راغله او د هغې سره يې په بله ژبه خبري پيل کړې، او په خبرو خبرو کي دواړي په خونه ننوتلې. د دوى له دې کړو وړو څخه پوه سوم چي دا خلک مسلمانان دي. ما د مسلمانانو په هکله ډېر بد اورېدلي وه. کله چي مي دې معصومي ښځي ته وکتل ، نو دستي مي په ذهن کي د خپل خاوند او نورو خپلوانو خبري را يادي سوې چي تل به يې ويل: په مسلمانانو کي ښځه هيڅ مقام او ارزښت نه لري، هغوى ښځه د مينځي په شان استعمالوي. ښځي ته په اسلام کي هيڅ حقوق نه ورکول کيږي. ښځه تل د دوى د مذهب د لارښوونو سره سم پټه ساتل کيږي او…. خو حقيقت دادى چي ما خپله د هيڅ مذهب سره تعصب نه درلود. اما زما خاوند د مسلمانانو سخت مخالف وو. تل به يې ويل چي مسلمانان زموږ دښمنان دي او بايد سم چلند ورسره ونه کړو او ويې ځپو. خو ما خپله تل د حق پلوي کول  او د هيڅ مذهب په هکله مي بد فکر نه درلود. زه يوه  ليکواله او څېړونکې وم. تل به مي د نورو مذهبونو په هکله مطالعه کول . غوښتل مي چي په ټولو مذهبونو کي هغه اصلي مذهب پيدا کړم کوم چي د حق پر بنسټ ولاړ وي.

خو يوازنى مذهب چي ما نه وو څېړلى او په هکله مې معلومات او مطالعه نه درلوده، هغه د اسلام دين وو.  اما د هغه د څېړني لپاره زه ډېره لېواله وم. ما د خپلو خلکو له خولې د اسلام په هکله ډېري بدي خبري اورېدلي وې. په تېره مي د ښځي په هکله د اسلام د نظر په اړه خورا ډېر ناوړه تبليغات تر غوږو سوي وه. مثلاً ډېر مي اورېدلي وه  چي ښځه په اسلامي کي هيڅ حقوق نه لري ، پر هغې باندي ډېر ظلمونه کيږي، له هغې څخه د يوې مينځي په توګه کار اخيستل کيږي او …. او له بلي خوا زما د خاوند او زما د خپلوانو هم د اسلام له دين او مسلمانانو څخه ډېر بد راتلل .ځکه نو ما هم د اسلام دين ته پام نه وو اړولى او په هکله مې هيڅ مطالعه نه وه کړې.

کله چي ماښام زما خاوند کور ته راغى ،  نو د ډوډۍ خوړلو پر مهال يې راته وويل: ”ماري! دلته لکه چي نوي ګاونډيان راغلي دي او هغه هم مسلمانان دي“.

ما ورته وويل:” هو! ما چي يې ښځه  او کوچنۍ نجلۍ په برنډه کي وليدل، مسلمانان معلومېدل“.

خاوند مي راته وويل:”دا ډېر بد کار وسو، زما په نړۍ کي له مسلمانانو څخه بد راتلل او هغوى  مي د کور څنګ ته راغله. اوس به زه هره ورځ دوى وينم، اوه خدايه ! دا لعنتيان بيا له کومه سول؟“

ما ورته وويل: ” پرېږده يې موږ يې څه کوو،  نه به کار په لرو او نه به کار را لري، موږ ولي نا حقه ځانونه پرېشانه کوو“.

خاوند مي راته وويل :” مقصد زما دا ومنه د دغو خلکو سره هيڅ کار مه لره. دوى زموږ ستر دښمنان دي، کېداى سي ژر بيرته ولاړ سي، کور يې په کرايه اخيستى دى، رانيولى يې نه دى“.

سبا د رخصتۍ ورځ وه زه په کور کي وم،  زما لور هم رخصت وه ښوونځي ته نه وه تللې. ما د کور کار مار وکړ او وروسته مي ځان پرېولى، کله چي مي په خونه کي خپل ورېښتان سمبالول  د ځانه سره مي وويل هر رنګه چي وي زه بايد يو وار د ګاونډيانو پوښتني ته ورسم، څه دي چي هغوى مسلمانان دي  انسانان خو دي.  دا ډېر بد کار دى چي خالي پوښتنه پر ونه کړم. اخر موږ خو يې بيخي نژدې ګاونډيان يو. زما خاوند په خونه کي ناست وو، ما ورته وويل:

” ګوره زه به يو واردې نوو ګاونډيانو ته ورسم،  دا ډېر بد کار دى،  بله ورځ زه بې کاره نه يم، نن پر کور يم، يو وار به ورسم“.

زما خاوند راته وويل : ” اوه! ورک يې کړه، د دغو کره ورتګ هم بې کاره دى، څه يې کوې؟ پرېږده چي  دغسي پاته وي. که يو وار ورغلې نو بيا هغوى هم درته راځي. ښه به دا وي چي هيڅ اړيکه ورسره ټينګه نه کړې“.

کله چي ما د خپل خاوند خبري واورېدې،  نو پوه سوم چي د هغه په زړه کي د مسلمانانو په هکله ډېري ناوړي کرکي ځاى نيولى دى او هغه په هيڅ حال کي د مسلمانانو سره اړيکه ټينګول نه غواړي. خو ما په دې خبرو هيڅ سر و نه ګرځاوه، خپل خاوند ته مي هيڅ ونه ويل، خو  په زړه کي مي دا کار ډېر بد وګاڼه چي د هغو کور ته ور نه سم . د ځانه سره مي وويل چي نه زه بايد د خپل خاوند په خبرو سر ونه ګرځوم. هغه جلا فکر لري او زه د جلا فکر څښتنه يم. په دې اند مي خپل دستکول د ځان سره واخيست او  د هغو کور ته ولاړم.

کله چي د هغو دروازې ته ودرېدم کرار مي دروازه وروټکول.  څو شېبې وروسته يوې کوچنۍ نجلۍ چي د مخه مي  په برنډه کي هم ليدلې وه، دروازه را خلاصه کړه.  هغې سلام را واچاوه او د دننه ورتلو ته يې وبللم. زه هم د ننه کور ته ورغلم.  د هغو کور ډېر پاک وو، د څو شېبو لپاره هلته ولاړه وم چي د پخلنځي څخه هغه ښکلې ښځه چي تېره ورځ مي هم په برنډه کي ليدلې وه په مسکا سره راغله او په ډېره مهرباني سره يې روغبړ راسره وکړ او د ناستي لپاره يې بلنه راکړه. کله چي زه کښېنستم نو مي ورته وويل:” زه ستاسي د مخامخ کور ګاونډۍ يم. فکر مي وکړ چي تاسي نوي راغلي ياست، ځکه نو ستاسي د احوال اخيستلو لپاره راغلم، هو! ستاسي نوم څه دى؟“. هغې راته وويل: ” زما نوم عايشه دى، موږ  پرون دلته راغلو“. ما ورته وويل: ” زما په فکر تاسي مسلمانان ياست؟“.

هغه په مسکا سوه او  راته ويې ويل:” هو، موږ مسلمانان يو.

دا څلور کاله کيږي چي له افغانستان څخه دلته راغلي يو. موږ پخوا د امريکا په يوه بل ښار کي اوسېدلو، خو اوس دلته راغلو او دا کور مو په کرايه ونيوى“.

تر لږو خبرو کولو وروسته عايشه ولاړه او له هغې خو ا يې چاى راته راوړې. د چاىو پياله مي پورته کړه، يو غړپ مي وکړ او ورته ومي ويل:” ستاسي خاوند څه کار کوي؟“.

عايشې راته وويل:” هغه دلته د افغانانو سره په څه کوچنيو کوچنيو کارونو بوخت دى“.

عايشې زما سره ډېره ښه رويه وکړه. ما ته يې ډېر عزت راکړ.چاى يې راته راوړې او هيڅ داسي څه  نه ځني ليدل کېدل، کوم چي موږ د دوى په هکله فکر کاوه.  هغې په امريکا کي انګرېزي ژبه هم زده کړې وه او ډېره پوه مېرمن ښکارېده.

د عايشې درې کوچنيان وه، دوه زامن او يوه لور او له خپل خاوند څخه ډېره خوشاله معلومېده. زما د عايشې سره ډېر سات تېر سو  کله چي د غرمې وخت رانژدې سو، نو مي عايشې ته وويل: ”ښه عايشې جاني ! زه به اوس درڅخه ولاړه سم، اوس مي هم ډېره له کاره وايستې“.

عايشه په مسکا سوه او راته ويې ويل: ” نه داسي هيڅ خبره نه ده زموږ مسلمانانو مېلمانه ډېر خوښيږي، هر کله راسئ. اوس پاته سه د غرمې وخت نژدې دى، ډوډۍ به زموږ سره وخورې، دا دي هم  خپل کور دى“.

زه لا نه وم ولاړه سوې چي له دباندي څخه يو ځوان چي لږ کوچنۍ ږيره يې هم درلوده، په کور راننوتى. هغه چي ماته وکتل، نو يوازي يې سلام واچاوه او په يوه خونه ننوتى. د هغه په ليدو مي له عايشې څخه پوښتنه وکړه: ”عايشې جاني! دا سړى څوک دى؟“.

هغې راته وويل: ” څوک هغه، هغه زما خاوند دى“.

د دې په اورېدو سره مي ورته وويل: ”ښه زه به درڅخه ولاړه سم بيا به بله ورځ سره ګورو“.

خداى ورشتيا چي په هغه ورځ مي د عايشې سره ډېر سات تېر سو. کله چي کور ته راغلم دستکول مي پر کوچ واچاوه او پخلنځي ته ولاړم، خاوند مي راږغ کړه:”د ګاونډيانو سره دي وليدل؟“.

ورته ومي ويل: ” هو! لکه څنګه چي مي فکر کاوه هغسي نه وه“.

خاوند مي راته وويل:” هو، څه کوې، ته وايې چي مخامخ يې ښکنځل درته کړي واى“.

ما ورته وويل: ” نه داسي خبره نه ده، هغوى سم خلک معلومېدل.يو خاوند او مېرمن دي او درې يې کوچنيان دي، خپل کار کوي، ډېر ساده او آرام خلک معلوميږي“.

خاوند مي راته وويل: ” که زما منې د دوى سره شناخت مه کوه. مسلمانان ډېر خطر ناک وي، په څرګنده ډېر سپېره او ساده خلک معلوميږي، مګر هر وخت انسان غرقولاى سي.  په لومړيو  کي يې خطر نه معلوميږي، خو وروسته يې انسان له نژدېکت څخه ډېر پښېمانه کيږي“.

————-

ددې کیسې ټولي برخي دلته لوستلای شئ : کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x