ادبي لیکني

زما ژوند له کفر څخه تر اسلام پوري – دویمه برخه

لیکواله: ډېوه همت

زه به سهار دفتر ته تلم او مازديګر به کور ته راتلم. ټوله ورځ به مي په کار کي ستړې ستومانه تېرېده. يوه لور مي درلوده چي ډونا نومېده. هغه به تر غرمې پوري په ښوونځي کي وه. کله چي به غرمه کور ته راغله د ډوډۍ خوړلو وروسته به بيا کورس ته تله.

يوه ورځ مازديګر زه په کور کي وم چي د عايشې کوچنۍ لور  په پتنوس کي د شيدو يو غوري ورجي راوړې. ما چي هغه  وليدلې  ډېره خوشاله سوم، ځکه زما د شيدو ورجي ډېري خوښي وې،  ما هغې ته وويل:” دا مو ماته راوړې؟“.

کوچنۍ راته وويل:” هو! زما مور درته استولي دي“.

ما ورته وويل: ”خپلي مور ته دي زما سلامونه و وايه او ورته ووايه چي زه که سبا مازديګر وسو ستاسي کره به درسم، بيا به ښه مجلس سره وکړو“.

کله چي سبا مازديګر سو ما بيا ځان چمتو کړ او د عايشې کور ته ولاړم. د عايشې سره مي د مازديګر چاى وڅښلې. هغه ډېره ښه ښځه وه. زما سره يې ډېر ښه چلند کاوه. هغه څه چي د دوى په هکله زموږ په زړونو کي وه، هغوى له هغو ټولو څخه پاک وه. عايشې به زما سره داسي کړنه کول، لکه زه او دا چي له ډېر پخوا څخه پېژنو.

ما عايشې ته د چاى څښلو پر مهال وويل: ” ښه عايشې! ما د مسلمانانو د ښځو  د ژوند په  هکله ډېري بدي خبري اورېدلي دي  چي ګواکي د هغو نارينه د هغو سره ډېر بد چلند کوي.  د هغو ښځي په خپل ژوند کي آزادي نه لري، بلکي د يوې مينځي غوندي اوسي، نو ستا ژوند د خپل خاوند سره څنګه دى؟“.

عايشې راته وويل: ” تا چي څه اورېدلي دي، حقيقت نه لري دا هر څه خالي تبليغات او ډنډورې دي. د اسلام دښمنان غواړي چي  په دې ډول سره د اسلام نوم بد کړي. ښځه په اسلام کي ډېر اوچت مقام لري. ښځي ته په اسلام کي ډېر عزت ورکول کيږي. دا ټول تورونه يوازي د نورو مذهبونو د پيروانو د غولولو لپاره پر اسلام باندي لګول کيږي“.

د دې خبرو په اورېدو سره ما ورته وويل: ”ما خپله د نورو زياتو مذهبونو په هکله څېړنه کړې ده، خو د اسلام په هکله هيڅ معلومات نه لرم. د اسلام د دين په اړه مي د يوه او بل له خولې څخه ځيني خبري اورېدلي دي“.

عايشې راته وويل: ”دا خو دونه خبره نه ده، ته پوه ښځه يې، ډېر کتابونه دي مطالعه کړي دي، که ته غواړې زه به  ډېر ژر  تاته د اسلام په هکله هم ډېر معلومات درکړم. ښه ماري ما تاته يوه خبره کول. زه غواړم چي خپل کوچنيان کوم ښوونځي ته شامل کړم. که چيري سبا ته وزګاره يې نو زما سره به ښوونځي ته د دې کوچنيانو په شاملولو کي مرسته وکړې“.

ما ورته وويل:”ولي نه، سبا ماپښين به زه له کار څخه لږ وختي راسم، ولاړ به سو دوى به ښوونځي ته داخل کړو. خو اوس به زه کور ته ولاړه سم، ستا مجلس ډېر خوندور دى، زه خپله خو هيڅ نه په مړېږم“.

زما د عايشې سره ډېر سات تېرېدى. هغې يو ډول جاذبه درلوده. زما زړه به غوښتى چي ټوله ورځ د هغې سره کښېنم او خبري ورسره وکړم. ما چي به د هغې سره هره موضوع راوا خيسته هغې به په  خورا ښه او نرمۍ سره حلول. عايشه يوه باسواده مېرمن وه او ترڅنګ يې ډېره هوښياره او پوه هم وه. زما خاوند د دوى سره ډېر مخالفت ښووى. خو زه خپله په دې برخه کي آزاده وم. زما حق خوښ وو او تل مي د حق پلوي کول او د هيڅ مذهب سره مي کرکه او تعصب نه درلود.

سبا چي زه له کار څخه لږ وختي کور ته راغلم د عايشې کور ته  ورغلم او ورته ومي ويل: ” عايشې ! درځه اوس کوچنيان ښوونځي ته واچوو“.

هغې راته وويل: ”سمه ده ما هم د خپل خاوند څخه اجازه واخيسته، خو ګوره زما کوچنيان دلته بلد نه دي، دوى به يوه نژدې ښوونځي ته داخل کړو“. د خبرو په بهير کي مي ورته وويل: ” دوى به هم د ډونا ښوونځي ته واچوو، ځکه هغه هم  ښه ښوونځى دى ، هم ښه درس ورته وايي او هم نژدې دى“.خو عايشې راته وويل: ” نه ماري! زه خپل کوچنيان په داسي ښوونځي کي داخلوم چي هلته نجوني او هلکان جلا جلا وي او په ګده درس نه وايي. د نجونو او هلکانو يو ځاى درس ويل ډېري ناوړي پايلي لري، او بل موږ مسلمانان يو، په اسلام کي د نجونو او هلکانو اختلاط منع دى. زه دوى داسي ښوونځي ته داخلوم چي  هلته نجونو او هلکانو ته جلا جلا درسونه ويل کيږي“.

ما ورته وويل: ” که داسي خبره وي، نو دلته اسلامي ښوونځى هم سته. هلته نجوني او هلکان بېل بېل درسونه وايي. خو هغه ښوونځى لږ څه ليري دى، مګر خپل ټرانسپورټي وسايل لري. په دې کي هيڅ ستونزه نسته. خو زه  درته وايم چي دوى د ډونا ښوونځي ته واچوه په دې شيانو کي هيڅ فکرمه کوه، دلته هر څه آزاد دي“.

عايشې راته وويل: ” نه!نه! په داسي ښوونځي کي کوچنيان د درس ويلو پرځاى نورو کارونو ته ډېر متوجه وي. او بل زموږ  په دين کي دا کار ښه نه ګڼل کيږي“.

ما يوه اوږده سا  و ايستل او ورته ومي ويل: ” سمه ده هر ډول چي ستا خوښه وي.که ته دوى اسلامي ښوونځي ته اچوې هلته دي د دوى سره خپل پلار ولاړ سي. ځکه د کوچني د نوم د ثبتولو لپاره د پلار نوم او لاس ليک هرومرو غواړي“.

عايشې راته وويل: ” خير دى دوى به خپل پلار ښوونځي ته داخل کړي. اوس درځه چاى وڅيښو، ته مي پر پښو وچه کړې“.

ما ورته وويل:” خير دى، پروا نه لري،  زه نو نور څه غواړم ستا د لاس خوندوري چاى چي ماته راورسيږي، نور نو زما سات تېر دى. پوهېږې عايشې ! اوس په دې څو ورځو کي ما  ستا سره داسي خوى نيولې دى، لکه زه چي دي له ډېر پخوا څخه پېژنم“.

هغې راته وويل: ” که رشتيا درته ووايم پر ما باندي هم ته ډېره ګرانه سوې يې. ښه دى چي دلته ته خو يې. که نه زه به ډېره يوازي واى. هو رشتيا ښه سو چي را په ياد سوه، ماري  زما د کور لپاره لږ څه سامان په کار وو، او دلته ما بازار هم نه دى ليدلى. د رخصتۍ په ورځ چي کله ته وزګاره اوسي، يو وار  به بازار ته ولاړ سو. کوچنيانو ته به کالي ور واخلم او د کور لږ سامان مي هم په کار دى“.

ما ورته وويل: ”سمه ده زه هم لږ څه سودا لرم، او په هغه ورځ ماښام موږ يوه محفل ته هم خبر يو“.

عايشې په اريانتيا سره راته وويل:”دا محفل څه وخت دى؟“

ما ورته وويل:”د شپې لخوا دى، ډېره غټه مېلمستيا ده، ته راسره ځې؟“

هغې راته وويل: ”نه مننه !“.

د عايشې په نه تلو مي لږ څه خوابده سوه او کرار مي ورته وويل: ”ښه! ما ويل چي سات به دي تېر سي“.

عايشه چي په ما پوه سوه، نو يې راته وويل: ” نه ماري خوابدې کېږه مه. موږ داسي مېلمستياوو ته چي هلته ښځي او نارينه يو ځاى وي، نڅا او ګډا وي او شراب څښل کيږي نه ځو“ .

ما په اريانتيا سره ورته وويل: ” ولي په دې کي څه خبره ده؟ و لا تاسي هم عجبه خلک ياست. د ژوند له هر ډول خوند څخه محروم ياست. ښه خير خداى دي وکړي ستا د کوچنيانو کار وسي اوس به زه کور ته ولاړه سم“.

عايشې ژر راته وويل: ” ګوره سبا نه بل سبا به د خيره که خداى کول بازار ته ولاړ سو“.

ما ورته وويل: ”هو! د سهار لخوا به ولاړ سو، ځکه ماښام بيا هلته مېلمستيا ته ځو“.

زه کور ته راغلم ټوله ورځ زما په ذهن کي د عايشې دې خبري ځاى نيولى وو .چي د کوچنيانو لپاره ګډ درس ښه نه وي. د دوى لپاره يو ځاى درس ويل ډېري ناوړي پايلي لري . نجوني او هلکان بايد جلا جلا زده کړي تر لاسه کړي. زما دغه خبري په فکر کي راګرځېدې چي زما لور ډونا راته وويل: ” مور! سبا نه بل سبا زما د يوه هم صنفي د زېږېدو کليزه ده. زه غواړم چي هغه ته يو  ښه ارزښتناک سوغات ورکړم. کله چي بازار ته ځې زما د هم صنفي لپاره هم يوه ښه ډېر بيه تحفه واخله“.

ماورته وويل: ”هغه بله ورځ دي هم د يوه هم صنفي کليزه نه وه؟“.

هغې راته وويل: ” هو! هغه خو بل څوک وو، خو دى زما ملګرى هم دى. د ده لپاره بايد يوه ځانګړې تحفه واخلم. ځکه دى پر ما باندي تر هغه بل ډېر ګران دى“.

کله چي ما د خپلي لور خبري واورېدلې، نو مي ورته و ويل: ” سمه ده خو زويه يوه خبره واوره او هغه دا چي د هلکانو سره څوک ملګري نه کوي او تحفې نه ورکوي، ته ولي د نجونو سره دوستي نه کوې؟“

لور چي مي زما خبره واورېده، نو ډېره بده پر ولګېده او راته ويې ويل: ”مور دا ته څنګه خبري کوې؟ هغه زما ملګرى دى . دا خبره دي هم لکه چي له عايشې خاله څخه زده کړې ده، که څنګه؟ پلار خو ښه ويل چي مسلمانان ډېر تاريک فکره، بد خلک دي  او په هر څه کار لري“.

په هغه ورځ زما لور زما څخه خوابدې سوه. خو ما له ځانه سره وويل چي رشتيا هم د نجونو او هلکانو يو ځاى والى ډېر خطرونه رامنځ ته کوي.کاشکي ما هم خپله لور د کوچنيوالي څخه په جلا ښوونځى کي داخله کړې واى. خو اوس دې کار امکان نه درلود . ځکه دا خبره نه زموږ په ټولنه کي بده ګڼل کېده او نه هم زموږ په مذهب کي بد کار وو. خو اوس زه د خپلي لور په هکله ډېره اندېښمنه  وم، او فکر مي کاوه چي دا چي اسلام د نجونو او هلکانو د جلا جلا زده کړو په هکله لارښوونه  کوي دا يې ډېر ښه کار دى، او ډېره ګټه هم لري. د ځان سره مي فکر کاوه چي زه به هم ډېره هڅه وکړم چي په يو ډول خپله لور له هلکانو څخه جلا کړم. که څه هم زه عيسوۍ وم؛ يعني په موږ کي دا کار بد نه وو، خو بيا هم زما د ښو اخلاقو او د پت اوعزته ژوند خوښ وو. ما به تل هڅه کول چي يو داسي ژوند غوره کړم چي په هغه کي د هر انسان عزت او آبرو خوندي وي.که څه هم زما د مذهب خلاف وي.

دوې ورځي تېري سوې د رخصتۍ په ورځ سهار ما خپل ځان جوړکړ. لنډه لمن او لنډ لستوڼۍ سور جامپر مي واغوست، ښه مي ورېښتان او ځان سمبال کړل. بيا د عايشې کور ته ورغلم. د عايشې خاوند په کور کي وو. هغه به تل زما سره له روغبړ پرته نوري  اضافه خبري نه کولې.کله چي هغه په خونه ننووت، نو ما عايشې ته وويل: ”عايشې! ستا خاوند ولي زما سره خبري نه کوي؟ زما په هکله خو به يې څه نه وي اورېدلي، که څنګه؟“

عايشه په مسکا سوه او راته ويې ويل: ” نه داسي کومه خبره نه ده. هغه د نامحرمه ښځو سره ډېري خبري نه کوي.  د هغه  د ښځو سره ډېري خبري کول نه خوښيږي“.

ما چي د هغې خبري واورېدې، ومي ويل: ” اوه خدايه ! څنګه ښه ! کاشکي زما خاوند دغسي واى. هغه خو تل په نجونو او ښځو پسې وي. زما خپله داسي سنګين انسانان خوښ دى“. عايشې په داسي حال کي چي د کوچنيانو د کالو په ټولولو بوخت وه راته و ويل:

” په موږ کي د نامحرمي ښځي سره ډېري بې ځايه خبري کول هم ښه کار نه ګڼل کيږي. ځکه نو  زما خاوند چي تا وويني سمدستي په بله خونه ننوزي. او ما هم تر اوسه پوري ستا خاوند نه دى ليدلى. دا له دې امله چي په اسلام کي د ښځو او نارينه وو تر منځ اختلاط منع دى“.

ما چي د عايشې دا خبري واورېدې نو مي ورته وويل: ” ډېر ښه! دا ډېر ښه کار دى. عجبه ده هغه کار چي زما تر هر څه ډېر خوښيږي هغه د اسلام په دين کي سته؟ خو له بده مرغه په موږ کي بيا دا کارونه  عيب ګڼل کيږي. خير درځه چي ځو بيا  ناوخته کيږي“.

زه په دهلېز کي ولاړه وم چي عايشه خوني ته ننوتله او له هغي خوا څخه يې سر تر پښو پوري تور حجاب کړى وو، راووتل. کله چي مي هغې ته وکتل، نو اريانه ور ته پاته سوم چي دې ښځي خپله ښکلا په دې تور حجاب کي څنګه پټه کړه. عايشې ته  مي وويل: ” دا څه کوې؟ موږ خو چي بازار ته ځو تر ټولو ښه او شوخي جامې اغوندو، څو تر نورو ښه څرګندي سو. او تا خپله ښکلا په دې تور حجاب کي پټه کړه؟!“

هغې راته وويل: ”ستاسي او زموږ فرق په دې کي دى. موږ مسلماني ښځي چي کله دباندي وزو حجاب کوو ،  څو خپل آبرو او عزت د خلکو له نظره خوندي وساتلاى سو“.

ما ورته وويل: ”زما خپله همدغه چي تاسي يې حجاب بولئ نه دى خوښ. خداى چي ما ته ښکلا راکړې ده، ولي يې پټه کړم؟“

عايشې وويل: ” اوه خدايه! اوس زه دا ښځه څنګه پوه کړم. دا سمه خبره ده چي خداى جل جلاله ښکلا راکړې ده او هغه بايد پټه نه کړو، خو د نامحرمو خلکو په وړاندي بايد خپله ښکلا پټه کړو او خپل سترخوندي کړو. ځکه په دې سره موږ خپله د ستونزو سره مخامخ کيږو.کله کله دا ښکلا د ښځي لپاره د ستونزو او کړاوونو لامل ګرځي.که چيري اوس دلته په امريکا کي  ټولو ښځو حجاب کولاى نو ستا خاوند به نورو ښځو ته نه کتلاى. او اوس به ته هم د خپل خاوند له دې ناسم عمل څخه بې غمه واى. خو دغه لامل دى چي ستا خاوند نورو ښځو ته ګوري. خير درځه دلته به ډېري خبري نه کوو، ناوخته کيږي“.

ما چي عايشه په دغسي حالت کي وليده نو ډېره عجبه راته څرګنده سوه. فکر مي وکړ چي ښايي په اسلام کي ښځه له دې امله خواره ده چي حجاب کوي.

بيا مي له ځانه سره وويل چي نه هغه ځکه خواره ده چي هغې ته خداى ښکلا ورکړې ده، خو څرګندولاى يې نه سي. بيا مي د ځانه سره ويل چي د دې به په دې حجاب کي څنګه نفس تنګ وي. په زړه کي مي ډول ډول فکرونه راګرځېدل. زه په دغو فکرونو کي ډوبه وم چي عايشې راباندي ږغ کړه: ” ماري ! څه فکرکوې؟ لومړى به کوچنيانو ته کالي واخلو، بيا به نور سامان واخلو.“ما ورته وويل: ”آه! سمه ده درځه“.

موږ  دواړي بازار ته ولاړو لومړى مو کوچنيانو ته کالي واخيستل. بيا مو لږ د کور سامانونه واخيستل. کله چي مو ټوله سودا وکړه زما د خپلي لور تحفه را ياده سوه. نو مي عايشې ته ويل: ”عايشې !

اوس به زه د ډونا لپاره يوه تحفه واخلم.ځکه چي سبا د هغې د ملګري د زېږېدوکليزه ده“.

زه او عايشه يوې مغازې ته وروختلو. عايشه يوه دوکان ته چي لوښي پکښي خرڅېدل ورغله او زه لږ څه مخته يوه بل دوکان ته چي ډول ډول شيان يې خرڅول ودرېدم. ما د تحفې لپاره شيان لټول چي ومي وليدل چي يو څو لوچکان را روان دي. لومړى هغوى د عايشې تر څنګ تېر سوه. عايشې ته يې ولا نه کتل. کله چي ماته راورسېدل، څنګه چي ما ښه سره کالي اغوستي وه، لڅي پښې، لڅ لاسونه وم، نو هغوى هم پر دغه دوکان ودرېدل. ما چي ورته وکتل، نو پوه سوم چي سم خلک نه دي. غوښتل مي چي ژر سودا وکړم او ګوښه ځني ولاړه سم. خو هغو زما سره ډېره بې ادبي وکړه، تر دې اندازې چي زه يې اړه کړم چي له هغو څخه يوه ته چپلاخه هم ورکړم.کله چي ما يو په چپلاخه وواهه، نو ډېر خلک راټول سول او زه ډېره خړه سوم.  هلته عايشې هم ليدلم. زه ورغلم او ورته ومي ويل: ”عايشې! له دې ځايه څخه ژر درځه. دغه څو تنه ډېر بې ادبه دي. ما په هغو کي يوه ته ډېره بده چپلاخه هم ورکړه. درځه چي اوس کيسه نوره اوږده نه سي“.

زه او عايشه له بازار څخه رارواني سوو. عايشې پر لاري پر ما باندي خندل. زه خپله ډېره پرېشانه وم. کله چي مي عايشه وليده چي پرما باندي خاندي نو مي ورته وويل:”عايشې! زه داسي پرېشانه يم او ته را باندي خاندې؟“.

هغې په مسکا سره راته وويل: ” نه! نه! داسي خبره نه ده. زه پر دې باندي خاندم چي هغوى زما تر څنګ هم تېر سوه. ماته يې هم يو څو خبري وکړې. خو څنګه چي ما ښه کالي نه وه اغوستي او حجاب مي کړى وو، ځکه نو تر ما ته ښه ورته څرګنده سوې او تاته درغله“.

ما په قهر سره ورته وويل: ”دلته حجاب څه معنا لري. تا چي حجاب کړى وو هغه دى تاته يې هم خبري کړي دي“.

عايشې راته وويل: ”خبري خو يې راته وکړې، خو څنګه چي ما حجاب کړى وو  هغو ته زه دومره ښه څرګنده نه سوم لکه څنګه چي ته په لڅو کالو کي ورته معلومه سوې“.

ما ورته وويل: ” سمه ده درځه چي ځو،  نوري خبري به په کور کي وکړو“.

زه او عايشه له بازار څخه د کور پر لور رواني سوو. ټوله لار ماته خپل ځان ډېر بد ايسېدى. د عايشې په خبرو کي يو ډول جاذبه وه چي زه يې د ځان لوري ته جذبولم. زه نه پوهېدم چي نن ولي ماته خپل ځان ډېر بد معلومېدى. زړه مي غوښت چي زه هم ځان داسي پټ کړم لکه څنګه چي عايشې پټ کړى وو، او د خلکو له بدو سترګو او خړو کتو  څخه خپل پت اوعزت خوندي کړم. عايشه ډېره ښه او سنګينه معلومېده او په عين حال کي هغه تر ما ډېره بې غمه او هوسا روانه وه. د عايشې ټوله آبرو او عزت د هغې په حجاب کي خوندي وو، خو زما عزت لکه د لوبو نې غوندي د خلکو په واک اوملکيت کي وو.

کله چي کور ته راغلم. ټوله ورځ مي د بازار هغه پېښه سترګو ته جګه ولاړه وه. هغه بازاري، ايله ګښته اوکوڅه دربي لغړيان مي په فکر کي وه. که څه هم دا لومړى ځل نه وو چي دغسي کسانو زما سره بې ادبي کړې وه، خو دا ځل د عايشې خبرو پر ما باندي ډېره اغېزه وکړه. او هرځل به مي د هغې خبري را يادېدلې. څنګه چي ماښام موږ مېلمستيا ته هم خبر وو. نو ما لومړى ډونا د خپلي مور کور ته بوتله. ځکه داسي مېلمستياوو ته کوچنيان نه بېول کېدل. بيا راغلم په کور کي مي ځان جوړ کړ. ښه ښايسته تور رنګه ماکسي مي واغوست. زما خاوند هم ښه توره دريشي وکړه او بيا موږ دواړه ماښام په خپل موټر کي مېلمستيا ته ولاړو. په مېلمستيا کي نور ډېر خلک هم راغلي وه. ټولو ښې ښې جامې اغوستي وې، ښه ډوډۍ يې کړې وه.موږ ټولو د ماښام ډوډۍ وخوړل. تر ډوډۍ خوړ لو وروسته راغلو مېلمنو ښه نڅا وکړه. ډېر شراب يې وڅښل. زما خاوند هم د ډېرو نجونو سره نڅا وکړه او ډېر شراب يې وڅښل. زما خاوند د ډېرو شرابو څښلو له امله نيشه وو. ما چي به خپل خاوند ته وکتل نو ډېره به په غوسه سوم. نن ماته دا کارونه ډېر بد څرګندېدل . زړه مي غوښت چي له دې مېلمستا څخه هر څه  ژر بېرته کور ته ولاړه سم. نه پوهېدم چي نن ولي دې مېلمستيا هيڅ خوند نه راکاوه. ډېره اسي او نحسي وم. ما نه غوښتل چي نوري ښځي دي زما د خاوند سره نڅا وکړي. خو زما د خاوند دا کارونه ډېر خوښ وه. هغه به د نڅا په بهير کي کله ناکله ماته هم اشاره کول، څو زه هم نڅا ورسره وکړم. خو ما به له ليري ډېر بد بد ورته کتل. که څه هم دا لومړى ځل نه وو چي زما خاوند د نورو ښځو سره نڅا کول، خو نن ماته دا کار تر پخوا ډېر بد ښکارېدى. په دې وخت کي ماته د عايشې خبري را يادي سوې چي ويل يې:

”په اسلام کي دا ډېر غوره او ښه کار دى چي د ښځو او نارينه وو تر منځ ګډه ناسته پاسته منع ده. زموږ په مېلمستياوو کي ښځي او نارينه جلا جلا کښېني“.

خداى ورشتيا چي په دې وخت کي ماته د اسلام دين تر خپل دين ډېر غوره څرګند سو. ځکه په اسلام کي انسانانو په پت او شرافت کي ژوند کاوه، خو زموږ په مذهب کي خلکو خپل عزت او شرافت له لاسه ورکړى وو. اسلام ماته د ښو اخلاقو يو غوره او سپېڅلى دين څرګند سو. کله چي زه او زما خاوند کور ته راغلو، نو زما خاوند راته وويل:

” څنګه ډېره  خوندوره مېلمستيا نه وه؟ زما خو ډېر سات پکښي تېر سو. ماري ته څنګه يې، ستا هم سات تېر سو؟“.

څنګه چي زه له سهاره لا اسي او نحسي وم او ډېره په غوسه وم ، نو مي ورته و ويل:” نه زما هيڅ سات نه دى تېر سوى. زما ستا حرکات هيڅ خوښ نه سول. تا بايد له هغو نجونو سره داسي نڅا نه واى کړې. ته پوهېږې چي زما دا کارونه نه خوښيږي، خو ته يې بيا هم کوې“.

خاوند مي راته وويل: ته دا خبري  له کومه راهيسي کوې؟! دا خو لومړۍ مېلمستيا نه ده چي موږ  ورځو او زه د نجونو سره نڅېږم ؟!“.

ما ورته وويل: ”زه پوهېږم چي دا لومړۍ مېلمستيا نه ده چي ته دا کارونه پکښي کوې. خو اوس زما داسي کارونه نه خوښيږي. دغه شراب څښل او د نجونو سره نڅا کول دا ډېر ناوړه کارونه دي. اخر به زه ترکومه تاته نور صبرکوم“.

کله چي زما خاوند زما دا نوي خبري واورېدلې، نو راته ويې ويل:

” تا لکه چي دا چټي خبري هم له هغي مسلماني ښځي څخه زده کړي دي. ګوره! دا خبري د هغو لپاره بدي دي. موږ په دې برخه کي آزاد يو. زموږ دين موږ ته د دې کار کولو اجازه راکړې ده، نو موږ ولي دا کار بد وګڼو؟“.

په داسي حال کي چي خپله غاړګۍ مي له غاړي ايستل، ورته  ومي ويل: ”دا خو ضروري نه ده چي موږ ټول هغه څه ومنو کوم چي زموږ دين يې موږ ته لارښوونه کوي. هر څه چي حق دي موږ بايد هغه ومنو.موږ بايد هغه څه ومنو چي د هغه په واسطه انسان، انساني ژوند کولاى سي“.

د دې خبري په اورېدو سره مي خاوند په قهر سره راته وويل:

”بس چټيات مه وايه! ډېري دي وکړې. زما اعصاب مه خرابوه. زه بيدېږم، تا څه خوشي بې هوده خبري را اخيستي دي!!“.

پر دې خبرو باندي زما او زما د خاوند تر منځ سخت جنګ وسو. ټوله شپه مي په دې هکله فکر کاوه. بيا به مي له ځانه سره ويل چي اخر دا ولي زما زړه د اسلام لور ته تمايل ښيي. خو په ځان نه پوهېدم چي څه وکړم. بس له هغو کارونو څخه مي بد راتله چي اسلام منع کړي دي او هغه کارونه مي خوښېدل چي په اسلام کي روا دي. زړه مي ډېرغوښتل چي د اسلام قانون پرځان پلي کړم. خو دا کار زما لپاره آسانه نه وو. ځکه زه پوهېدم چي د دې کار له امله د ډېرو سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کيږم. ډېري بخولي او غمونه به ګالم. ځکه مي نو  هيڅ نه ويل، خو په زړه کي مي په ټينګه د اسلام د سپېڅلي دين سره مينه ساتل.

هو، دا مسلمانه او د اسلامي حجاب د تقدس په پت او عزت کي نغښې عايشه وه چي خبرو او کړنو يې زما د زړه تياره ګوتونه روښانه کړل او دغي سپېڅلي ميني په دغه توګه ځاى پکښي وموند.

————-

ددې کیسې ټولي برخي دلته لوستلای شئ : کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x