ادبي لیکني

زما ژوند له کفر څخه تر اسلام پوري – دریمه برخه

لیکواله: ډېوه همت

بله ورځ زه د عايشې کور ته ورغلم. د چاى څښلو پر مهال مي په خبرو خبرو کي ورته وويل:”عايشې! ته دا راته ووايه چي ستاسي دين د عبادت په برخه کي څنګه دى؟ مطلب  دا چي آسانه دى او که څنګه؟ يعنى ستاسي دين د عبادت په برخه کي ډېري آسانتياوي لري او که زموږ دين ؟“.

عايشې راته وويل: ” عجبه پوښتنه دي را څخه وکړه. دې ته دي بيا څنګه پام سو؟“. ما ورته وويل: ” عايشې ته خو پوهېږې چي ما تاته دمخه هم ويلي وه چي ما د ډېرو مذهبونو په هکله څېړنه کړې ده، او غواړم چي د هغه مذهب پلوي وکړم کوم چي پر حق دى او د نورو مذهبونو په پرتله ډېري ښېګڼي ولري. او اوس غواړم چي ستاسي د مذهب په هکله هم  ډېر معلومات تر لاسه کړم، ځکه مي نو دا پوښتنه وکړه“.

عايشې راته وويل:”سمه ده زه به په دې هکله هم معلومات درکړم. زه تاته حقيقت وايم چي ستاسي تر دين زموږ دين ډېري آسانتياوي لري“. د عايشې د دې خبري په اورېدو سره ما ژر  ورته وويل: ”ولي؟ زه خو تاسي وينم چي بسته يوه مياشت روژه نيسئ ، پنځه وخته لمونځونه کوئ. همداراز زياتره شيان پر تاسي لازم ګڼل سوي دي، لکه د ښځي او نارينه بېل والى، د ښځي حجاب کول، د نارينه وو ډېري ښځي په نکاح کول او داسي ډېري  نوري خبري  ستاسي په دين کي سته. نو ته څنګه وايې چي ستاسي دين آسانه دى، د دې آسانتيا په څه کي ده؟“.

عايشې راته وويل:”ستاسي په مذهب کي خو هم ډېر داسي شيان سته چي ستاسي لپاره منع کړل سوي دي.خو زموږ او ستاسي دمذهب توپير په دې کي دى چي زموږ په مذهب کي  مسلمانان پر هغو اوامرو باندي عمل هم کوي.خو تاسي بيا پر هغو شيانو باندي چي درته ويل سوي دي عمل نه کوئ، او تاسي هر هغه څه کوي کوئ چي ستاسي په ګټه وي. او د هغو شيانو په هکله چي زموږ په مذهب کي ناروا ګڼل سوي دي بايد ووايم: که چيري موږ متوجه سو نو اوس د نوي ساينس او ټکنالوژۍ په دور کي ټول هغه شيان تاواني ثابت سوي دي کوم چي څوارلس سوه کاله دمخه حرام ګڼل سوي وه. د مثال په ډول د شرابو څښل زموږ په مذهب کي حرام دي.

خو اوس چي ساينس پوهانو او ډاکټرانو څېړنه کړې ده، دوى ته جوته سوې ده چي د شرابو څښل ډېر تاوانونه لري. زموږ په مذهب کي نشه حرامه ده . ځکه لومړى ستا له نشې څخه بد راځي او د خپل خاوند له نشې کولو څخه پر نفس راغلې يې.او بل اوس ټولو  ته څرګنده سوې ده چي نشه انسان له کاره باسي. نشه يي انسان نه خپل کارکولاى سي او نه هم بل څوک ښه ځني وړي. هسي د ټولني د اوږو بار وي. همداراز په اسلام کي د ښځو او نارينه وو اختلاط حرام ګڼل سوى دى او …. که چيري دا نن ستاسي په هيواد کي ستاسي خلک دغه شرعي قوانين پرځانونو عملي کړي، نو بيا به وګورې چي د فساد کچه څونه را ټيټيږي“.

کله چي عايشې ماته په خورا ډېره فصيحه توګه دغه څرګندوني وکړې، نو ماته دستي د هغي تېري شپې مېلمستيا را په ياد سوه چي خاص د شرابو جامونه پکښي پورته کېدل او شرنګېدل، ټول رابلل سوي په نشوکي غرق وه، هره خوا سندري،  نڅا او ګډا وه، ټولو ښځو لڅي جامې اغوستي وې او هيڅوک هم په ځان نه پوهېدى او نه پوهېدى چي څه کوي.

ما فکر کاوه چي د مسلمانانو ښځي به له خپل دين څخه خوشاله نه وي. خو کله چي مي د عايشې سره لږ وخت تېر کړ،  نو پوه سوم چي داسي نه ده. هغوى روحاً ډېري آرامي دي. د هغو ژوند له ډېرو ناوړو ستونزو څخه پاک دى، او ډېر د عزت او شرافت ژوند تېروي. هغو ته واقعاً سترمقام او ارزښت ورکړه سوى دى. او زموږ ښځي يوازي د يوې لوبوني په شان استعماليږي.

عايشه به له اړتيا پرته د کور د باندي نه وتل، او نه به يې د پردي سړى سره بې ځايه خبري کولې. تل به يې اسلامي جامې اغوستي وې او د خپل رب په عبادت به بوخته وه. خپل کوچنيان يې په اسلامي ښوونځيو کي اچولي وه. او تر څنګ به عايشې په کور کي قرآن کريم او نور کتابونه هم ورته ويل. دوى دواړو مېرمني او خاوند په يوه خوږه فضا کي خپل ژوند کاوه. خو زما په کور کي مي نه لور په خوله کول او نه يې پلار ږغ ورته کاوه. نه خاوند زما هم نظره وو ، او نه زه د خپل خاوند هم فکره وم. له دې امله به تل په کور کي شخړي او جګړې رامنځته کېدلې. زه به زياتره تر مازديګره په خپل دفتر کي وم او خاوند به مي هم د شپې له کاره کور ته راتى. لور به مي غرمه کور ته راتله او بيا به تر ډوډۍ خوړلو وروسته بېرته د باندي وتل.زه به د پيسو ګټلو لپاره دومره بوخته و م چي نه به په خپل خاوند خبرېدم چي چيري وي او څه کوي. او نه به په لور خبره وم. زموږ د هر يوه موخه يوازي پيسه لاسته راوړل وه او بس.

يوه ورځ زه په کور کي وم، په خپله برنډه کي مي  لاندي کتل چي  ناڅاپه مي يو سور موټر وليدى. له هغه څخه زما لور ډونا راکښته سوه. د هغې سره يو ځوان هلک هم راکښته سو . دوى دواړو د موټر مخته ښه ډېري خبري وکړې، او بيا دواړو خداى په اماني سره واخيسته. زما لور کورته راوختل. کله چي مي لور کورته راغله ما پوښتنه ځني وکړه: ”زويه! چيري تللې وې؟ “. ډونا په بې پروايي سره راته وويل : ” دغسي د سات تېرولو لپاره د باندي وتلې وم “. ما ورته وويل:

”دا هلک څوک وو چي ته ورسره راغلې؟“. ډونا په داسي حال کي چي پر خپل کټ ناسته وه او د څپلۍ تسمې يې خلاصولې راته وويل:

” څوک جاک! هغه زما ملکرى دى، هغه زه تر کوره راوستلم“.

د دې خبري په اورېدو سره ما ورته وويل:”زويه! ته اوس دونه غټه سوې نه يې چي په خپلو ښو او بدو پوه سې. د داسي هلکانو سره مه ګرځه“.

ډونا په داسي حال کي چي اوږده سا يې وکښل راته وويل: ” اوه، مور هغه يوازي زما ملګرى نه دى، بلکي زما هم صنفي هم دى. ته عجبه خبري کوې. زه د چا سره وګرځم؟ يوازي خو زه د هلکانو سره نه ګرځم، زما ټولي دوستاني د هلکانو سره ګرځي او په  دې ګرځېدو کي ستونزه څه ده؟ “.

ما په ډېره نرمي سره ورته وويل: ”سمه ده چي هغه ستا هم صنفي دى.د هغه سره په ښوونځي کي ګرځېدل بد کار نه دى، خو نور وختونه مه ورسره ګرځه دا کارونه زما نه دي خوښ“.

کله چي ډونا زما دا خبره واورېده، نو سمدستي په قهر سوه او راته ويې ويل: ” اوه، بسته مور! ما ډېره مه په عذابوه، پرېږده چي لږ آرام وکړم…. “.

زه د خپلي لور د دې حرکاتو په ليدو ډېره خوابدې سوم. نه پوهېدم چي څه وکړم او څنګه يې پوه کړم. زما لور د پنځلسو کالو وه. هغې اوس زما هيڅ خبره هم نه منل. ځکه چي هغې ته دا کار هيڅ بد نه معلومېدى. او بل زموږ قانون او محيط هم داسي وو. ما فکر وکړ چي دا موضوع به زه د خپل خاوند سره شريکه کړم او د دې لپاره به د حل يوه لار پيدا کړم، څو زما د لور عفت او عزت خوندي سي.

کله چي د شپې زما خاوند کور ته راغى. نو ما هغه ته د  ډونا په هکله ټوله کيسه وکړه او دا مي هم ورته وويل چي کاشکي دا داسي ښوونځي ته داخله کړو چي هلته يوازي نجوني درس وايي . خو زما خاوند په ډېره بې پروايي سره راته وويل: ” دا خو دونه د اندېښنې وړ خبره نه ده. پرېږده چي هر څوک په خپل ژوند کي آزاد واوسي ته څه کار په لرې؟“.

ما ورته وويل: ”خو زموږ لور نجلۍ ده، د هغې لپاره  داسي بې ځايه ګرځېدل ښه کار نه دى“.

خاوند مي راته وويل: ” اوه، ته ولي داسي د لېونيانو خبري کوې. هغې خو کوم بد کار نه دى کړى. يوازي د يوه هلک سره ګرځېدلې ده. هغه يې دوستان دي، د چا سره وګرځي؟ او پاته سو د ښوونځي خبره. دا سمه خبره نه ده.ما او تا هم يو وخت په دغسي ښوونځيو کي زده کړي کړي دي اوس په ما او تا څه سوي دي؟“

ما په داسي حال کي چي له ډېري خواشينۍ مي خپل لاسونه موښل ورته وويل: ” زه خپله هم نه پوهېږم چي ولى اوس له دې کارونو څخه ډېره بېرېږم او دا کارونه مي نه خوښيږي. داسي نه چي سبا مي لور په ناوړو کاورنو بوخته سي. زه دخپلي لور په هکله ډېره اندېښمنه يم“.

بله ورځ زه بيا د عايشې کور ته ورغلم. او دا خبري مي هغې ته هم وکړې. هغې راته وويل: ” ماري! ته خو بيخي ټوله ورځ په خپل کار اخته يې، د خپلي لور لپاره هيڅ وخت نه لرې. هغه چي غرمه کور ته راسي، په کور کي هيڅوک نه وي، نو خود به بيرته له کوره وزي او
د هلکانو سره به ګرځي“.

ما ورته وويل:” څه وکړم د لور لپاره کار پرېږدم؟!“.

عايشې راته وويل: ”ولي ته تر اولاد پيسو ته ډېره ترجيح ورکوې؟ زه چي کار نه کوم په ما څه سوي دي ؟ هر څه چي ته خورې ماته هم رارسيږي. زه نه وايم چي ګردسره کار پرېږده، بلکي کار دي ترغرمې پوري کړه. غرمه د لور لپاره کور ته راځه. هم دي کار کوه او هم د خپل اولاد روزني ته پاملرنه کوه“.

ما عايشې ته وويل: ” ترغرمې پوري د کار کولو معاش لږيږي“. عايشې راته وويل: ” نور نو زه څه نه درته وايم، تاسي پيسو ته بيخي ډېر ارزښت ورکوئ. ته پوهېږې کار دي،  هر رنګه چي ستا خوښه وي“.

د عايشې د دې خبري په اورېدو سره مي ورغبرګه کړه: ”عايشې ته ښه وايې. زه بايد خپل کار تر غرمې پوري کړم. که يې څه هم پيسې لږ دي، خو څه وکړم مجبوره يم. نور زه خپله لور داسي يوازي نه سم پرېښولاى“.

عايشې چي زما داخبره واورېده راته ويې ويل: ” ته خو يوازي کار نه کوې، ستا خاوند خو هم کار کوي. او زما په اند ستاسو درو تنو دا پيسې ډېري ښې بسيږي“.

ما ورته وويل: ” نه، زما او زما د خاوند پيسې جلا دي. نه زه د هغه په پيسو کار لرم او نه هغه زما پيسې راڅخه اخلي. موږ يو د بل په پيسو کار نه لرو“.

عايشې چي دا خبره واورېده، نو په مسکا سوه او راته ويې ويل:

” څه وايې ! عجبه ده !! ستاسي د هر يوه پيسې او خرڅ جلا جلا دى. په موږ کي يوازي زما خاوند کارکوي او هغه د ټول کور خرڅ هم ورکوي“.

ما په داسي حال کي چي د چايو له پيالې مي غوړپ وکړ، په مسکا سره ورته وويل: ” څنګه ښه !کاشکي زموږ دا هم داسي واى. اوس به زه دونه ستړې نه واى. ته څنګه ښه بې غمه يې. ګرده ورځ په کور کي آرام کوې. موږ ته وګوره کرۍ ورځ مو پر سر اخيستې،  ورک يو نه خاوند په مېرمني خبريږي او نه مېرمن په خاوند او اولادونو باندي خبريږي.کله چي د شپې راسو نو ستړي يو ژر بيده سو. بيا مو بله ورځ هم دغه حال وي. هيڅ د ژوند په خوند نه پوهيږو“.

په هغه ورځ چي زه د عايشې له کوره  خپل کور ته راغلم، نو  له ځانه سره مي پرېکړه وکړه چي نور به تر غرمې پوري کار ته ځم . ځکه ما غوښتل چي  تر دې وروسته لږ وخت د خپلي لور سره په کور کي هم تېرکړم. او بل زه ډېره ستړې هم وم . زما زړه غوښتى چي د عايشې په شان په کور کي لږ آرام ژوند وکړم. او خپله لور وروزم، د خپل کور مسؤوليت پرغاړه واخلم. خو زموږ په  ټولو خلکو کي کار کول دود وو.کومي ښځي چي به کار نه کاوه هغه به د هغې لپاره عيب ګڼل کېدى.کله چي ما خپل خاوند ته د خپلي پرېکړي  په هکله وويل، نو هغه سخت مخالفت وښود. او راته ويې ويل: ” ته خطاوزې تاته بيا دا کار نه پيدا کيږي. که ښه کوې خپل کار دي کوه. غرمه ترماښامه پوري په کور کي څه کوې؟“

ما ورته وويل: ” نه، زه ډېره ستړې يم. او بل غواړم چي د ډونا  سره لږ وخت په کور کي تېر کړم. زړه مي نه غواړي چي هغه دغسي يوازي پرېږدم. او بل ډېره پيسه د انسان په څه درد خوري. ماته تر پيسو زما اولاد ډېرارزښت لري“.

زما خاوند چي زما دا خبري واورېدې، نو يې راته و ويل: ”ماري! ته ورځ په ورځ اوړې. اوس خو بيخي بل  ډول خبري کوې. داسي خبري دي را اخيستي دي چي په موږ کي هيڅ  نسته. نه پوهېږم چي څنګه دي دې خبرو ته پام سوى دى“.

زما د خاوند زما دا خبري هيڅ نه خوښېدلې. او د هغه دا هم نه خوښېده چي زه د عايشې کور ته ولاړه سم. ځکه زما خاوند هغوى د ځان ستر دښمنان بلل. ماته به يې تل د دوى بد ويل او خپله به يې هم هيڅ کار نه ورسره درلود. خو مابه د خپل خاوند خبري نه منلې او هره ورځ به د عايشې کور ته ورتلم، او هغې به هم زما سره ډېره ښه رويه کول. هغه ډېره ښه ښځه وه. زما سره به يې داسي وضع کول لکه زه چي يې سکه خور وم. ما د هغې سره ډېر خوى نيولى وو. اوس د هغې سره زما مجلس او خبري کول يو ډول عادت ګرځېدلى وو.  د هغې هري خبري پر ما باندي يو ډول اغېزه کول. اوس ما تر غرمې پوري په دفتر کي کار کاوه او پسله غرمې به کور ته راتلم. په کور کي به مي د کور کار مار وکړ او کله چي به بې کاره سوم  خپله مطالعه به مي کول.

———–

ددې کیسې ټولي برخي دلته لوستلای شئ : کلیک وکړئ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close