ادبي لیکني

زما ژوند له کفر څخه تر اسلام پوري – څلورمه برخه

لیکواله: ډېوه همت

يوه ورځ زه د عايشې له خبرو څخه پوه سوم چي د هغې خاوند دلته مسلمانانو ته د اسلام تبليغ کوي. هغه کوم بل کار نه درلود.

د مسلمانانو په سيمه کي به يې په مسجد کي هغو  ته د دعوت او تبليغ کار پر مخ بېوى، او خلک به يې د اسلام لوري ته بلل. عايشې دا خبره زما څخه پټه ساتلې وه. ځکه هغوى د دې خبري له ويلو څخه بېرېدل او نه يې غوښتل چي څوک په دوى خبر سي. خو کله چي عايشې زما سره ډېر وخت تېر کړ او پر ما يې باور او اعتماد هم ډېر سو نو په خبرو خبرو کي يې له خولې راته را ووتل. پر ما باندي دې خبري کومه بده اغېزه ونه کړه.خو ما دا خبره له خپل خاوند څخه پټه وساتل . ځکه زما خاوند له ډېر پخوا  څخه د مسلمانانو مخالف وو .که چيري پوه سوى واى چي هغوى د اسلام دين زموږ په هيواد کي خپروي، نو خامخا يې هغوى ته کومه ستونزه ايجادول او په دې هکله يې پوليسو يا بل چاته اطلاع ورکول. د عايشې او خاوند دلته  په امريکا کي يو څو نوري مياشتي پاته وې او بيا  د خپلي دندي د تر سره کولو وروسته، بيرته خپل هيواد ته تلل. کله چي زه پوه سوم چي دوى د اسلام د مقدس دين د دعوت او تبليغ دنده پر مخ بيايي، نو ما فکر وکړ چي زه بايد د اسلام د دين په هکله له دوى څخه معلومات ترلاسه کړم او د هغو پر بنسټ څېړنه پر وکړم.خو د دې لپاره ما بايد ډېره مطالعه کړې واى. اوس ما موکه موندلې وه چي د اسلام د دين په هکله نور معلومات تر لاسه کړم.

بله ورځ زه د عايشې کور ته ورغلم او هغې ته مي وويل: ”عايشې! ته خو پوهېږې چي زه د هر مذهب په هکله څېړنه کول غواړم او  اوس تاسي ماته ډېر نژدې ياست. زه غواړم چي ستا څخه يا ستا له خاوند څخه ستاسي د مذهب په هکله ډېر څه تر لاسه کړم. زما سره په دې کار کي يوازي ته مرسته کولاى سې“.

عايشې راته وويل:”دا خو ډېره ښه خبره ده،  ولي نه، زه به تاته دخپل دين په هکله معلومات درکړم.خو ته داسي وکړه، زه به تاته يو قرآن کريم درکړم چي په انګرېزي ژباړل سوى دى. ته لومړى هغه ښه مطالعه کړه. نور به نو ته خپله په هر څه پوه سې“.
ما  لږ څه په اريانتيا سره ورته وويل: ” قرآن کريم مطالعه کړم؟!“.

عايشې راته وويل: ”هو! ته په دې کي څه ستونزه لرې؟  د هر مذهب په هکله د پوهېدو لپاره د هغه مذهب سپېڅلى کتاب مطالعه کول ډېر اړين وي. ته خو يې يو وار مطالعه کړه، بيا به درته څرګنده سي چي حقيقت څه دى“.

عايشه ډېره زيرکه ښځه وه هغې به زما هره ستونزه را آسانه کول.

ما چي د عايشې خبري واورېدلې، ومي ويل چي دا ښه وايي د يوه مذهب د څېړلو لپاره د هغه مذهب  مقدس کتاب مطالعه کول ډېر اړين دى. نو مي د ځانه سره پرېکړه وکړه چي هرو مرو بايد قرآن کريم مطالعه کړم.

بله ورځ عايشې په خپل خاوند باندي زما لپاره يو قرآن کريم راوغوښتى چي په انګرېزي ژباړل سوى وو او ماته يې راکړ. ما د هغه قرآن کريم په مطالعه پيل وکړ. ما اوس د مطالعې لپاره ډېر وخت درلود. هره ورځ به مي د قرآن کريم لږ لږ تلاوت کاوه. او د اسلام دين او نور مذهبونه به مي سره پرتله کول. او په کوم څه چي به نه پوهېدم د هغه په هکله به مي له عايشې  يا د عايشې له خاوند  څخه پوښتنه کول. په دې وخت کي نژدې يوه مياشت تېره سوه. د قرآن کريم په مطالعه کولو سره زما په ژوند کي نور هم ډېر بدلونونه رامنځته سول. اوس زه هم په حقيقت پوه سوم او هم د اسلام په هکله پوه سوم چي حقيقت څه دي؟ زما اوس د ښځو او نارينه وو له اختلاط څخه بد راتلل. د حجاب پلوۍ سوم. د حرامو او حلالو توپير مي کولاى سواى. او په دې هم پوه سوم چي اسلام ولي د کفر سره تل ترتله په جګړه کي دى؟ او د دې تر څنګ زما په اسلام کي تر هر څه زيات دا خوښېده چي په اسلام کي د بت، انځور او داسي نورو په لاس جوړو سوو شيانو عبادت نه کېدى. پر قرآن کريم سربېره ما له عايشې څخه نور اسلامي کتابونه کوم چي په انګرېزي ليکل سوي وه، واخيستل او د مسلمانانو او کفارو او د هغو د جګړو او اړېکو د سوابقو ټول تاريخ مي مطالعه کړ. زما خاوند به زيات وختونه زما سره پر دې خبرو باندي خوابدى کېدى او لور خو مي بيخي زما خبري نه منلې. هغو له عايشې څخه ډېر بد وړل اوغوښتل يې چي عايشې دوى دى ژر تر ژره له دې ځايه څخه ولاړ سي. خو زما زړه ورځ تر بلي د هغو لوري ته نژدې کېدى، چي ښايي په دې کي به زما خير وو.

زما خاوند به د شپې ډېر نا وخته کور ته راتى. يوه ورځ په دفتر کي زما يوې همکاري راته وويل چي ستا خاوند زما د خور سره اړيکي لري. زما خور ته يې درواغ ويلي دي چي زه مېرمن نه لرم. هغه تر نيمو شپو پوري د هغې سره ګرځي هغه يې هم خطا ايستلې ده او ستا سره هم په چم کي دى. اوس لا ډېر وخت نه دى تېر سوى خپل خاوند دي اصلاح کړه. داسي نه چي سبا ستا لپاره ستونزه  را منځته سي.

پرما باندي زما د همکاري خبري ډېره بده اغېزه وکړه. ما له خپل خاوند څخه دا توقع نه درلوده. د دې په اورېدو سره مي له خپل خاوند څخه ډېره کرکه وسوه. کله چي د شپې زما خاوند د نشې په حال کي کور ته راغى، نو ډېره ورته په غوسه وم. او د جنګ لپاره چمتو ناسته وم. هغه د نشې په حال کي وو او په هيڅ نه پوهېدى  او ژر بيده سو. ما هم د شپې هيڅ ورته ونه ويل. ځکه هغه مهال زما خبرو هيڅ ګټه نه درلوده. ټوله شپه مي ويښه تېره کړه او د خپل خاوند په هکله مي فکر کاوه.کله چي سهار سو، د چاىو څښلو پر وخت مي ورته وويل:”ماښام چيري وې؟“.

خاوند مي راته وويل: ” په دفتر کي مي کارونه ډېر درلودل، ځکه نو را باندي ناوخته سو“.

د خاوند د دې درواغو په اورېدو سره نوره هم په قهر سوم او ورته ومي ويل:”ښه! ډېر ښه کارونه دي پسي را اخيستي دي. رشتياهم په اوس شپو کي ډېر بوخت معلومېږې . زه په هر څه خبره سوې يم ولي د بلي ښځي ژوند وربربادوې؟ اخير په دې کار کولو سره تاته څه ګټه رسيږي؟“.

زما خاوند چي زما قهر وليدى نو ژر را نژدې سو او راته ويې ويل:

” ښځه ! ښځه څوک ده، ماري ته څه وايې؟“.

ما ورته وويل: ” بس نور درواغ مه راته وايه . اوس دي هم ډېر درواغ راته ويلي دي. اوس زه خبره سوې يم چي ته تر نيمو شپو پوري چيري يې او څه کوې؟“.

زما خاوند زما دواړه بازوګان ټينګ کړه او په ډېره مينه يې راته وويل: ”او ماري ته ولي ناحقه په غوسه کيږې. هغه دغسي يوه ښځه ده. هغه زما سره په دفتر کي کار کوي؛ زما  او د هغې تر منځ  بله کومه اړيکه نسته“.

ما په داسي حال کي چي د هغه لاسونه مي له ځانه ليري کړه ورته وويل: ”درواغ ! ته بيا هم درواغ وايې اوس نور ته ما نسې خطا ايستلاى“.

زما خاوند چي زما دا کړنه وليده، نو هغه هم په قهر سو او راته ويې ويل: ”ماري! زه چي هر څه کوم هغه آزادي ما تاته هم درکړې ده. ته هم ورسه د بل چا سره وګرځه. زه چي په تا هيڅ کار نه لرم، نو ته ولي په ما کار لرې؟ موږ  ټول آزاد يو، په دې کوچنيو کوچنيو خبرو پسې مه ګرځه“.

ما چي د خپل خاوند دا بې پروايي وليده، نو په ډېره اريانتيا سره مي ورته وويل:” څه شي !! دا تا ته يوه کوچني خبره ښکاري ؟! ته چي د بلي پردۍ ښځي سره تر نيمو شپو ورک يې، نو دا يوه کوچنۍ خبره ده؟ ته هره شپه شراب خورې او د نشې په حال کي کور ته راځې، دا يوه کوچنۍ خبره ده؟ او اوس ما هم دې کار کولو ته هڅوې چي زه هم ستا په شان ګناهګاره سم؟ دا اوس تاته کوچنۍ خبره معلوميږي؟ که دا کوچنۍ خبره وي نو غټه خبره به لا څه وي؟“.

زما خاوند چي زما خبري واورېدې کرار يې راته وويل: ”ماري! دا ته څه وايې، په تا څه سوي دي. يو وار ډونا ته په غوسه کيږې چي هغه ولي د هلکانو سره ګرځي. اوس بيا په ما پسې يې. او اوس تاته شراب څيښل هم ګناه ښکاري؟“.

ما ورته وويل:” هو، ته چي هر څه وايې ويې وايه، خو اوس زما له دې کارونو څخه کرکه کيږي. ماته دا کارونه ستره ګناه معلوميږي. زما دا کارونه نه دي خوښ او هيڅ وخت به زما وجدان دا ناوړه عملونه قبول نه کړي“.

زما خاوند چي زما  دغسي نابلدي خبري واورېدې، مخ يې تک سور سو او په خورا  قهرجنه لهجه يې  راته وويل: ”ماري داسي مه وايه!داسي ولي نه وايې چي تا اسلام قبول کړى دى. ستا دا ټولي خبري پر دې شاهدي ورکوي چي ته مسلمانه سوې يې. ځکه داسي تاريکي او ټيټي خبري په اسلام کي سته. دا ستا لپاره شرم دى چي ته د خپل پلار او نيکه مذهب پرېږدې  او دا اسکېرلى دين قبلوې“.

ما چي د خپل خاوند دا خبره واورېده، نو ډېره اريانه سوم او ورته  ومي ويل: ”ما اسلام نه دى قبول کړى. زه يوازي د حق پلوۍ يم او د حق پلوي دا معنا نه لري چي ما دي د اسلام دين منلى وي“.

زما خاوند راته وويل: ” ته اوس هم زما څخه دا پټوې چي تا اسلام قبول کړى دى.خو زه له ډېره وخته تاته متوجه يم چي ته د اسلام ننګه کوې او خپل دين ته په سپکه سترګه ګورې. دا ستا لپاره شرم دى. نه پوهېږم چي تا د مسلمانانو په دې وروسته پاته دين کي څه ښېګڼه ليدلې ده.خامخا د هغو چالاکيو غولولې يې. په دې پوه سه چي په اسلام کي ښځه هيڅ ارزښت او درنښت نه لري. بې عقله کيږه مه.په اسلام کي ته هيڅ شى هم نه سي تر لاسه کولاى. ته ليونۍ سوې يې“.

ما چي د خپل خاوند دا خبري واورېدلې ډېره اريانه  سوم چي هغه ماته څه وويل . هغه ولي پر ما باندي دا شک کوي چي ما اسلام قبول کړى دى.آيا زما خبري دوني اسلام ته نژدې دي چي اوس زما خپل خاوند پر ما باندي شک کوي. په هغه ورځ زه ډېره وارخطا وم. فکر مي کاوه چي په رشتيا سره هم زما فکر او خبري ټولي پر دې شاهدي ورکوي چي ما پټ په زړه کي اسلام قبول کړى دى. خو په خوله مي څرګند کړى نه دى. په رشتيا سره هم په هغه ورځ  زما خاوند زه خپل ځان ته متوجه کړم. ما ټوله ورځ په دفتر کي په دې فکرکولو باندي تېره کړه. کله چي غرمه کور ته راغلم ډوډۍ مي لا نه وه خوړلې چي د عايشې کور ته ورغلم. عايشې ته مي د سهار د جنګ ټوله کيسه وکړه او ورته ومي ويل: ”عايشې ! ته رشتيا راته ووايه، آيا رشتيا زما خبرو د پخوا په پرتله بدلون موندلى دى؟ زه رشتيا د اسلام په پلوي خبري کوم؟“.

عايشې راته وويل: ”هو ! ماري که رشتيا درته ووايم ته له  لومړي سره د اسلام پلوۍ وې، او اوس هم يې. ما چي تاته هره خبره د اسلام په هکله کړې ده تا هغه ښه او غوره بللې  ده. او هغه دي په زړه کي منلې ده. ستا تل حق خوښ وي،  او حق يوازي د اسلام په دين کي موجود دى. تا په رشتيا سره په زړه  کي اسلام راوړى دى. خو په خوله دي شاهدي نه ده ادا کړې. هيله لرم چي ډېر ژر به يې په خوله هم شاهدي ادا کړې. ما دا خبره دمخه نه درته کول، ځکه  فکر مي کاوه چي د دې خبري په کولو سره به ستا زما څخه خوابده سي. ښه اوس ته دا راته ووايه چي ته ولي اسلام نه قبولوې؟“.

ما چي د عايشې دا خبره واورېده، نو ډېره وارخطا سوم او د وارخطايي په حالت کي مي ورته وويل:” څنګه ! آيا زه اسلام قبول کړم؟“.

عايشې راته وويل: ”هو ! اسلام قبول کړه. ماري ته په دې هکله فکر وکړه، دا به ستا لپاره ډېر ښه وي، په دې سره به دي وين او دنيا دواړي سمي سي“.

هغه ورځ زه ډېره وارخطا سوم او په داسي حال کي چي سر مي په خپلو دواړو لاسونو کي ونيوى عايشې ته مي وويل : ” اوه خدايه! زه څه وکړم، زه هيڅ نه پوهېږم چي څه وکړم. ښه دى زه اوس کور ته ځم بيا به ګورو“.

زه چي کور ته راغلم ټوله ورځ مي له ځان سره فکر کاوه چي رشتيا هم ما په زړه کي اسلام قبول کړى دى. کاشکي يې په خوله هم قبول کړم. خو څنګه مي دا کار کړى واى؟ دا کار کول زما لپاره ډېر ستونزمن وو . ځکه د اسلام په قبولولو سره ما خپل خاوند او لور دواړه له لاسه ورکول. او بل د يوه بل مذهب قبلول هم آسانه کار نه دى.

خو زما زړه او دماغ ټول د اسلام په مبارک دين مشرف سوى وه.

زما د اسلام  قوانين ، ښووني او احکام، ټول خوښېدل. ما غوښتل چي د اسلام په نور منوره سم. او د عيسويت د تحريف سوي دين له تورو منګلو څخه ځان خلاص کړم. خو دا خبره په خوله ډېره آسانه وه. اماعملي کول يې ډېر ستونزمن کار وو. ما ټول قرآن کريم مطالعه کړى وو . او د اسلام او نورو مذهبونو پرتلنه مي کړې وه . په ټولو مذهبونو کي اسلام د حق، سلامتيا، سولي، ورورولۍ او غوره سپېڅلى دين وو. ځکه مي نو پرېکړه وکړه چي بايد د اسلام دين قبول کړم. ښايي لوى څښتن جل جلاله زما سره ډېر ښه کړي وه چي زه يې د کفر له تورتمونو څخه د

اسلام د حقيقت او رشتينولۍ رڼا ته راوايستلم، او د دې ښکلي او سپېڅلي دين په نور يې مشرفه کولم. او بل اوس زما ګزاره زما د خاوند سره هم ورځ تر بلي خرابېده .که څه هم ما او خاوند يو د بل په خوښي واده کړى وو، خو اوس داسي حالات رامنځته سوه چي زه مجبوره وم چي له خپل خاوند څخه ځان خلاص کړم او ځني بېله سم. ځکه زما د خاوند فکر، ذکر، خبري او ټول کړه وړه زما څخه بېل وه. نه هغه زما خبري منلې. او نه ما د هغه په خوله کول. اوس زه او خاوند يو بل ته چاړه او غوښي سوي وو. ځکه زما خاوند په ما باندي پوه سوى وو چي ما اسلام قبول کړى دى، او اسلام زما د خاوند ستر دښمن وو. ما د اسلام له قبلولو پرته بله چاره نه درلوده او په دې کار کي زما سره يوازي عايشې مرسته کولاى سواى.

بله ورځ کله چي زما خاوند کار ته ولاړ  او لور مي ښوونځي ته ولاړه. زه کار ته نه ولاړم. سهار د عايشې کور ته ورغلم. عايشې او خاوند يې د سهار چاى څښلې. زه هم د دوى سره کښېنستم . دواړو ته مي خپله ټوله کيسه وکړه او ورته ومي ويل: ” زه اوس غواړم چي اسلام قبول کړم،او زما سره په دې کار کي  يوازي تاسي مرسته کولاى سئ“. د عايشې خاوند چي دا واورېده په ډېري خوشالۍ سره يې راته وويل:” څه شي ته اسلام قبلوې؟  وه! دا خو ډېره ښه خبره ده.خو ستا خاوند په دې هکله څه نظر لري؟“.

ما ورته وويل:” هغه خو د اسلام سخت مخالف دى. هغه هيڅ وخت د مسلمانانو سره دوستي نه کړې ده او نه يې کوي. خو ښايي خداى جل جلاله زما سره ښه کول غواړي چي زه يې ستاسي سره ملګرې کړم. که څه هم د اسلام په قبلولو سره لږ څه له لاسه ورکوم، خو په بدل کي يې ډېر څه لاسته راوړم. اوس زما وروستۍ پرېکړه دا ده چي زه د اسلام منلو ته چمتو يم، اوس نو تاسي زما سره مرسته وکړئ“.

د دې خبري په اورېدو سره عايشه او خاوند يې دومره خوشاله سول چي څه درته ووايم. ښايي دا د دوى ستر برياليتوب وو. ځکه د عايشې د خاوند خو دغه کار وو. هغه مسلمانانو ته د اسلام دين تبليغاوه او زه خو لا عيسوۍ وم چي مسلمانه کېدم. په هغه ورځ د عايشې خاوند او عايشې سمدستي زه هغه ځاى ته بوتلم چي غير مسلمانان پکښي مسلمانانېدل،يعنى اسلام يې راوړى. هلته نور مسلمانان هم وه.ما هلته د شهادت کلمه وويل او د اسلام په سپېڅلي دين مشرفه سوم. هغو زما ډېر تود هرکلى وکړ. زه يې ډېره وهڅولم. ما ته يې مبارکۍ راکړې. او زما څخه يې وغوښتل چي خپل ټول ژوند په پت او عزت سره د اسلام تر سيوري لاندي تېر کړم. په هغه ورځ زه هم روحاً ډېره خوشاله وم. ځکه هغه تسکين او آرامښت چي ما په اسلام کي ليدى هغه مي تر لاسه کړ او زه ډاډه وم چي زه به په رشتيا سره هم خپل نور پاته ژوند په ډېري خوشالۍ سره تېر کړم.خو کله چي مي خپل خاوند او په تېره بيا خپله لور را ياد سول لږ خوابدې سوم. ځکه زه يوه مور وم او نه مي غوښتل چي زما لور دي زما څخه جلا سي.

تر دې وروسته چي کله موږ بيرته خپلو کورونو ته راغلو نو په هغه ورځ ما پرېکړه وکړه چي خپل خاوند ته ټوله رشتيا ووايم. ځکه ما نه غوښتل چي نور زه درواغ ووايم او بل اوس دا خبره هم نه پټېده. کله چي زما خاوند د شپې کور ته راغى ما ور ته وويل :

” ما نن اسلام ومانه. اوس نو ستا اختيار دى که زما سره ژوند کوې نو ته هم اسلام قبول کړه او که نه نو زما او ستا لاري بېلي دي.ماته طلاق راکړه. ځکه اسلام او کفر هيڅ وخت نه سره يو ځاى کيږي اونه يو ځاى سوي دي“.

زما خاوند چي زما خبري واورېدې، نو مخ يې سور واوښت او له ډېره قهره څخه يې راته وويل: ” ښه، هغسي دي د اسلام دا ټيټ دين قبول کړ. ما ويل چي مسلمانان ډېر خطرناک خلک دي او هر وخت دغسي بې عقلان ډېر ژر خطاباسي. اوس به په دې کور کي يا ته اوسيږې يا زه. موږ دواړه بايد اوس دستي سره جلا سو، ځکه زه ستا غوندي پست انسان نه يم. هغسي هم موږ لږ وخت وروسته سره جلا کېدلو، ښه دى چي همدا اوس دستي سره جلا سو“.

زما دخاوند د اسلام له دين څخه ډېر بد راتله. ځکه نو زه هم مجبوره وم چي له هغه څخه طلاق واخلم. نو  هغه وو چي ډېر ژر مي له هغه څخه طلاق واخيست او د ټول عمر لپاره ځني بېله سوم. خو زما خپله لور ډونا ډېره ارمان وه . ځکه د طلاق په اخيستلو سره هغه هم له ما څخه بېله سوه او د خپل پلار پر خوا سوه او له ما څخه يې کرکه کول. تر دې ورځي وروسته ما يو څو شپې د عايشې کره تېري کړې. هلته د نوو مسلمانو سوو ښځو د تدريس لپاره يو ځانګړى ځاى جوړ سوى وو چي د”دار المؤمنات“ په نامه يادېدى. څو ورځي وروسته عايشې او خاوند يې زه هلته بوتلم. هغه ځاى خاص د نوو مسلمانو ښځو د درس او تدريس لپاره جوړ سوى وو. کله چي به يوې غير مسلماني ښځي د اسلام مقدس دين قبول کړ، نو لومړى به د يوه کال لپاره په هغه ځاى کي اوسېده، او اسلامي پوهه به  يې تر لاسه کول. کله چي به يې يو کال پوره سو بيا د هغې زړه وو چي هر چيري تله.

زه يو کال هلته واوسېدم هلته نوري نوي مسلماني ښځي هم وې. هلته موږ ټولو ته ديني احکام، لمونځ، روژه او اسلامي آداب را ښوول کېدل. کله چي زه هلته ولاړم زما نوم يې واړاوه او د هدىْ  نوم يې راباندي کښېښوى. هلته زما ډېر ښه ژوند وو . زموږ سره به يې ډېره ښه رويه کول. په ډېره نرمي سره به يې ښوونه راته کول. ښه خواړه به يې راکول او همداراز د ژوند کولو ټولي آسانتياوي موجودي وې. ما خپله هم د اسلام په هکله دمخه ډېره مطالعه کړې وه او هلته هرڅه ډېر راته آسانه وه. زه په خپل نوي ژوند کي ډيره خوشاله وم. ما تل د خداى جل جلاله شکر کښى چي زه يې له دي ستر نعمت څخه برخمنه کړم. خو له تېر ژوند څخه مي يوازي خپله لور يادېده، او تل به مي دعا کول چي خداى جل جلاله دي هغې ته هم هدايت وکړي چي هغه هم د اسلام په دين مشرفه سي. خو دا کار کوم آسانه کار نه وو.

عايشه به په دوو درو ورځو کي هرومرو ما ته راتله. بيا به يې هلته د دار المؤمنات په باغچه کي زما سره ډېر مجلس کاوه. اوس عايشه پرما باندي نوره هم ګرانه سوې وه.ځکه تر دې ځايه پوري زما د رارسېدو ستره وسيله عايشه وه. هغه وه چي زه يې تل د اسلام دين ته هڅولم. د هغې سره تر بلدېدو دمخه ما د اسلام په هکله هيڅ  معلومات نه درلود. ما به له عايشې څخه د خپلي لور په هکله پوښتنه کول او هغې به ماته څه نا څه خبرراکاوه.

يوه ورځ زه خبره سوم چي زما خاوند بل واده کړى دى او زما لور اوس زما د مور په کور کي اوسيږي. د دې په اورېدو زه ډېره خوابدې سوم، ځکه اوس ما د خپل خاوند پروا  نه درلوده، خو پر خپلي لور مي ډېر زړه سوځل کېدى. ځکه هغه اوس هم د مور او هم دپلار دواړو له نعمته بې برخي سوې وه.

شپې او ورځي دي تېريږي، زه په هغه ځاى کي د خپل خداى جل جلاله په عبادت او د اسلامي پوهنو په ترلاسه کولو بوخته وم او تر څنګ مې ډېر اسلامي کتابونه پيدا کړي وه او هغه به مي مطالعه کول.يوه ورځ عايشه راغله او راته ويې ويل:” هدىْ  کېداى سي موږ په دې څو ورځو کي بيرته خپل هيواد ته ولاړ سو. نور نو زموږ وخت پوره سوى دى او دلته نور نه سو اوسېدلاى“.

ما چي د عايشې د تلو دا ناڅاپي خبر واورېد، نو ډېره خواشينې سوم او ژر مي ورته وويل: ” دا څه وايې؟ څنګه! ولي ځئ، اخير دلته په تاسو څه سوي دي؟“.

عايشې راته وويل: ”هدىْ  خور ته خو پوهېږې چي په پردي هيواد کي تر ډېره پوري څوک ژوند نه سي کولاى . او بل داچي دلته زموږ نوره ګزاره هم سخته ده. زما خاوند غواړي چي خپل هيواد ته ولاړ سي، نو زه دلته يوازي څنګه واوسم؟“.

د عايشې په تلو سره زه ډېره خوابدې سوم. ځکه اوس ما پرته له دوى څخه بل څوک نه درلود او د دوى سره زه ډېره آموخته سوې وم. او بل عايشه يوه داسي انسانه وه  چي ما په خپل ژوند کي تر دې  مؤدبه او د ښو اخلاقو څښتنه نه وه ليدلې. زه او دا دواړي ډېري ټينګي دوستاني هم وو. ځکه نو د دوى په تلو زه ډېره غمجنه سوم.

بله ورځ عايشه د خپل خاوند او کوچنيانو سره يو ځاى دار المؤمنات ته راغله او راته ويې ويل چي بله اوونۍ موږ له دې ځايه ځو. زه د دوى په تلو نوره هم خواشينې سوم . خو څه مي کړي واى دوى هم نور دلته نه سواى اوسېدلاى، او هغسي هم دوى دلته د څو مياشتو لپاره راغلي وه. عايشه او خاوند يې هم زما څخه په جلا کېدو باندي ډېرخوابدي وه. ځکه هغو هم زما سره ډېر عادت نيولى وو .او اوس بيا تر پخوا ډېره ورته ګرانه وم. عايشه د خداى په امانۍ لپاره راغلې وه.

خو ما ورته وويل چي په دې اوونۍکي به يو وار زه ستاسي کور ته درسم. دوى زما سره په هغه ورځ تر ډېره پوري کښېنستل. موږ ډېري خبري سره وکړې. بيا ماښام ښه ناوخته راڅخه ولاړل.

ما دوې ورځي په ډېري خوابدتيا سره تېري کړې. ځکه زما سره د دوى د تلو ډېر غم وو. دوې ورځي وروسته ما د دار المؤمنات له مشر څخه د تلو اجازه واخيستل او د عايشې کور ته ورغلم. کله چي زه هلته ولاړم لومړى مي سترګي پرخپل کور ونښتې. زما کور قلف وو. د کور په ليدو سره ماته خپله لور راپه ياد سوه او سترګي مي له اوښکو ډکي سوې. ځکه زه پوهېدم چي تر دې ورځي وروسته زه بيا هيڅ وخت دلته نه راځم. زه د عايشې کور ته ورغلم. هغوى زما په ليدو ډېر خوشاله سول. هغو خپله ټوله کډه ټوله کړې وه.

ډېر ستړي او ستومانه معلومېدل. په هغه ورځ ما د دوى سره ډېر وژړل. باور وکړئ چي تر اسلام قبلولو وروسته ما ډېري خوشالۍ لاسته راوړې. خو دوې ډېري بدي خاطرې هم لرم. يوه دا چي زما لور راڅخه جلا سوه. او بل د عايشې بېلتون وو. کله چي ما ژړل نو عايشې راته وويل: ” هدىْ مه ژاړه. کېداى سي يو وخت موږ بيرته سره نژدې سو. ته څه خبره يې چي زما په تلو سره به تاته يو داسي څوک پيدا سي چي هغه به تاته تر موږ هم ډېر نژدې وي. زما هم ډېره ارمانېږې چي داسي يوازې دي پرېږدم . خو خداى جل جلاله ستا سره دى. ته يوه مسلمانه، پاکه، نېکه او ښه ښځه يې، نو خداى جل جلاله هم ستا سره ښه کوي. ته صبر وکړه خداى جل جلاله به هر څه سم کړي“.

ما په داسي حال کي چي له سترګو مي اوښکي بهېدلې ورته وويل: ”عايشې ته خو ښه وايې، خو زه اوس ډېره يوازي سوم. زه به يوازي څنګه ژوند تېرکړم؟“.

دوې ورځي وروسته عايشه د خپل خاوند او کوچنيانو سره خپل هيواد ته تله. په هغه ورځ زه تر ډېره پوري د دوى سره وم. ما  دوى ته د خپل ګرځنده ټليفون شمېره او برېښناليک پته هم ورکړ. بيا په ما پسې د دار المؤمنات موټر راغى او ما د دوى څخه خداى په اماني واخيسته او ځني راغلم. دوې ورځي وروسته عايشه د خپل خاوند او کوچنيانو سره يو ځاى خپل هيواد ته ولاړه.

————-

ددې کیسې ټولي برخي دلته لوستلای شئ : کلیک وکړئ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close