ادبي لیکني

زما ژوند له کفر څخه تر اسلام پوري – پنځمه برخه

لیکواله: ډېوه همت

د عايشې په تلو سره ما ځان ډېر يوازي احساساوه. زما څخه نه يوازي زما لور او خاوند جلا سوى وه، بلکي زما مور او نورو خپلوانو هم کرکه را څخه کول. خو پر دې ټولو سربېره زه په خپل رشتيني او وياړلي دين اسلام تر حد تېره خوشاله وم.ټوله ورځ به مي خپل عبادتونه کول. پر وخت به مي لمونځونه ادا کول، د قرآن کريم تلاوت به مي کاوه او تر څنګ به مي خپلي ليکني او مطالعې هم کولې. ما د يوه کال په موده کي دوه کتابونه وليکل، چي هغه هم د اسلام په هکله وه. هلته نوري مسلماناني ښځي هم وې . د هغو سره مي سات تېر وو . خو خپله لور او عايشه مي ډېري يادېدلې. ما خپل کار هم پرې ايښى وو. په بانک کي مي ډېري پيسې درلودې، خو هغوته مي هيڅ اړتيا نه درلوده. هلته زما د خوړو او کالو ټول خرڅ  د دار المؤمنات لخوا راکول کېدى. هلته زما هيڅ دوست او ملګرى په ما پسي نه راتى. خو ما د هغو هيڅ پروا نه درلوده . ځکه زما له هغو څخه کرکه کېده. د هغو له وحشيانه ژوند او ژواک څخه مي زړه تور سوى وو. اوس زه هلته آموخته سوې وم. ما هلته يو کال تېر کړ.

د يوه کال په موده کي يې موږ ته  ډېر ديني احکام را زده کړل او اوس زه د اسلام په ډېرو احکامو پوه سوې وم.کله چي به هلته د نوو مسلمانو سوو ښځو يو کال پوره سو، نو به يې اجازه درلوده چي هر چيري يې زړه غواړي هلته ولاړي سي. ترهغه وروسته ما دار المؤمنات ته نژدې يو کوچنى کور کرايه کړ. ما خپل موټر او ډېري پيسې په بانک کي درلودې او ښه ګزاره مي په کولاى سوه. چاته اړه نه وم. څنګه چي ما د ديني احکامو په هکله ډېره مطالعه کړې وه او په مسايلو يې پوه وم.

ځکه نو يوه ورځ د دار المؤمنات مشر ماته ټليفون وکړ او را څخه ويې غوښتل چي په دار المؤمنات کي نوو مسلمانو سوو ښځو ته د استاد په توګه ښوونه وکړم. ځکه هغوى پوهېدل چي ما د اسلام په هکله ډېره څېړنه کړې ده او په اړه يې ډېر معلومات لرم. څنګه چي زه هم په کور کي يوازي وم او بله کومه بوختيا مي نه درلوده، نو دا دنده ډېره ښه راته څرګنده سوه . ځکه نو ما هم ومنل . وروسته ما په دار المؤمنات کي د تدريس او ښووني دنده پيل کړه. زه په خپله دنده ډېره خوشاله وم. ځکه له يوې خوا دا د اسلام لپاره ستر خدمت وو. او له بلي خوا  اوس زه  په کور کي بې کاره هم نه وم ناسته. تر غرمې پوري به ما هلته درس ورکاوه. او د دې کار په بدل کي ماته ښه معاش هم راکول کېدى. زه به په اسلامي حجاب کي هلته تلم او بيرته به غرمه خپل کور ته راتلم. د دار المؤمنات تر څنګ د نوو نارينه مسلمانو سوو لپاره هم د درس ورکولو بېل ځاى وو. د دغه ځاى په استادانو کي يو هم حسن نوميدى. حسن د هغه ځاى مسلمان وو . دى يو نامتو ليکوال او يو پوه شخصيت وو او تر څنګ يې د ښو اخلاقو څښتن هم وو . ده خپل ټول عمر د اسلام خدمت ته وقف کړى وو. يوه ورځ حسن زما سره وليدل او زما د مسلمانېدو او زما د ليکنو ډېره ستاينه يې وکړه. تر هغې ورځي وروسته چي به ما د کومي مسئلې په هکله ستونزه درلوده يا به په يو څه نه پوهېدم، نو د هغه په هکله به مي له حسن څخه پوښتنه کول. او حسن به په  خورا ورين تندي جواب راکاوه. اوس ما د حسن په شتون کي د يوازيتوب احساس نه کاوه. ما خپل پخوانى ژوند کرار کرار هېراوه او په ژوند کي مي لږ لږ نوي بدلونونه تر سترګو کېدل.

يوه ورځ زه په دار المؤمنات کي د خپلي يوې ملګري له خولې خبره سوم چي حسن تر اوسه پوري واده نه دى کړى، او  د هغه زه ډېره خوښېږم او اوس هغه غواړي چي زما سره واده وکړي. د دې خبري په اورېدو زه ډېره پرېشانه سوم. ځکه اوس ما د واده کولو په هکله هيڅ فکر هم نه وو کړى. ما نه غوښتل چي بل واده وکړم .

خو کله چي مي خپل يوازيتوب ته وکتل، نو د ځانه سره مي فکر وکړ چي د ژوند تر پايه پوري زه هم دغسي يوازي بې اولاده نه سم اوسېدلاى او تر ډېره پوري زما يوازي اوسېدل هم ستونزمن وو. ځکه نو تر ډېر فکر کولو وروسته ما هم د حسن سره واده کولو ته زړه ښه کړ. د حسن عمر هغه وخت نه څلوېښت کاله وو. او زما عمر د دوو څلوېښتو کالو وو. زما د حسن خويونه  او اخلاق ډېر خوښېدل. موږ دواړو په ډېرو ساده مراسمو سره نکاح وتړل او تر هغې ورځي وروسته زه د حسن سره يو ځاى د هغه په کور کي اوسېږم. د حسن سره زه ډېره خوشاله يم. ځکه حسن د ډېرو ښو خويونو څښتن دى.

د هغه زيات خويونه زما په شان دي. حسن زما هم فکره او هم نظره دى. هغه يو مسلمان او ډېر سپېڅلى انسان دى. زه په دې باندي وياړم چي حسن زما خاوند دى او زه يې مېرمن يم. حسن هم زما سره ډېر خوشاله دى. ځکه هغه هم زما په شان مېرمني په پيدا کولو سره ډېر څه لاسته راوړل. هغه به ماته ويل چي ما تل له خداى جل جلاله څخه داسي پاکه، پوه او اديبه ښځه غوښتل او اوس خداى تعالى زما دا هيله را بشپړه کړه. تر واده کولو وروسته حسن زه له خپله کاره راونه ګرځولم. موږ دواړه سهار خپلو وظيفو ته ځو. زه ښځو ته او حسن به نارينه وو ته د اسلامي زده کړو ښوونه کوي. زه له خداى جل جلاله څخه ډېره راضي يم . او تر څنګ يې ډېره خوشاله هم يم. ما خپل پخوانى ژوند ګردسره هېر کړ. خو کله کله چي به ماته زما لور ډونا را په ياد سوه، نو ډېر به مي ژړل او تل به مي خداى جل جلاله ته دعا کول چي خداى جل جلاله دي زما لور ته هم هدايت وکړي. خاوند ته خو مي دعا پر خوله نه راتله. ځکه هغه نه يوازي بد مېړه وو، بلکي يو بد پلار هم وو.

يوه ورځ مي خپله لور ډېره ويادېده. نور مي د صبر کاسه ډکه سوې وه. ځکه نو د هغې د ليدو لپاره د هغې ښوونځي ته ولاړم. کله چي زما لور د ښوونځي ادارې ته راغله، نو زما په ليدو يې سترګي له اوښکو ډکي سوې. ما هم ډېر و ژړل او هغه مي ټينګه په غېږ کي ونيول. زما لور تر پخوا غټه سوې وه. هغې ماته د ژړا په حالت کي وويل چي ته مي ډېره يادېږې. زما پخواني خاوند زما لور له کوره ايستلې وه.

هغه اوس زما د مور کره اوسېده. ما هغې ته زما د واده په هکله وويل او دامي هم ورته وويل چي ته زما خبره ومنه اسلام قبول کړه. او زما سره ولاړه سه زما زړه نه غواړي چي تا دغسي يوازي پرېږدم. زه يوه مور وم او نه مي غوښتل چي اولاد مي په دغسي بد حالت کي پاته سي. خو زما لور زما په دې خبره راضي نه وه. ځکه هغه له کوچنيوالي څخه همدغسي لويه سوې وه. او اوس هغه سر تر نوکه د تحريف سوي عيسويت په تورو ترږميو کي ډوبه سوې وه. هغه لا زما څخه پر دې خبره خوابدې وه چي ما ولي اسلام قبول کړ. ځکه زما خاوند، مور او نورو خپلوانو دې ته زما په هکله ډېري بدي خبري کړي وې، او اوس د دې په مغزو کي زما په هکله دغو خبرو ځاى نيولې وو. ما نيم ساعت د خپلي لور سره خبري وکړې، او بيا بيرته خپل کور ته راغلم. زما  لور نه غوښتل چي زما سره واوسيږي ځکه هغې د مسلمانانو څخه کرکه درلوده. اوس هغه خپل قانوني عمر ته رسېدلې وه او حق يې درلود چي هر چيري چي يې زړه وغواړي هلته واوسيږي.

له هغې ورځي وروسته بيا ما ډېر عمر خپله لور ونه ليده. يوه ورځ زه بيا د هغې ښوونځي ته ورغلم او د خپلي لور د ليدو غوښتنه مي وکړه. خو په هغه ورځ هغې زما سره سمه رويه ونه کړه، او ماته يې په بده سترګه کتل. ښايي زما لور  د هغي بلي ورځي د ليدو کتو په هکله زما مور ته څه ويلي وه او زما مور او نورو خپلوانو زما لور ته بد او رد ويلى وي. کله چي زه کور ته راغلم زما مور ماته ټليفون وکړ او په ډېره بده او ترخه لهجه يې راته وويل چي بله ورځ زما د لمسۍ سره ونه ګورې. ته خو مسلمانه سوې يې، اوس غواړې چي زما لمسۍ هم بې لاري کړې؟  اوس ته پر دې باندي هيڅ حق نه لرې، دا ستا هيڅ نه ده.

زما مور زما سره ډېره بده رويه وکړه. په هغه ورځ ما ډېر وژړل او د ځانه سره مي پرېکړه وکړه چي بيا به زه د خپلي لور سره نه ګورم. خو په زړه کي به مي تل خداى جل جلاله ته دعا کول چي پاکه ربه ! زما لور او ما سره يو ځاى کړې. ځکه زه يوه مور  وم او مور تل د خپل اولاد ښېګڼه غواړي.

————-

ددې کیسې ټولي برخي دلته لوستلای شئ : کلیک وکړئ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close