زما ژوند له کفر څخه تر اسلام پوري – وروستی (۶) برخه

لیکواله: ډېوه همت

د خداى شپې او ورځي دي تېريږي. په دې ترڅ کي اووه کاله نور تېر سول. زه په خپل ژوند کي ډېره خوشاله وم. او اوس ما داسي احساس کاوه چي زه په بشپړه توګه د اسلام په ستر سمندر ورګډه سوې يم. ځکه اوس زما ژوند نور هم ډېر بدلون موندلى وو. اوس ما يوه لور او يو زوى هم درلودل. هغو دواړو  په يوه اسلامي ښوونځي کي زده کړي کولې او د اسلام تر سيوري لاندي روزل کېدل. ما خپل دواړه اولادونه په ټولو اسلامي احکامو سمبال کړي وه. هغو د ښوونځي د زده کړو تر څنګ د قرآن کريم زده کړه هم کول. زه اوس ډېره بدله سوې وم.

د حسن سره تر يو ځاى کېدو وروسته هغه زه نوره هم د خپل پخوانى ژوند څخه د اسلام لوري ته راواړولم. اوس زما پخوانيو دوستانو زه هيڅ نه پېژندلم چي زه هغه ماري يم که هدىْ ؟

يوه ورځ زما يوې ملګري چي له پخوا څخه زما ډېره  ټينګه ملګرې وه او د اسلام تر قبلولو وروسته هم زما ملګرې پاته سوې وه، ماته ټليفون وکړ او راته ويې ويل چي ستا لور  ډونا د يوه مسلمان هلک سره مينه لري او هغه هلک په دې شرط د  دې سره واده کوي چي دا اسلام قبول کړي. اوس ستا لور غواړي چي ستاسره وويني. هغې ته ستا د کور پته نه وه معلومه . له دې امله ما ته راغلې وه او ما هم هغې ته ستا د کور پته ورکړه . ښايي نن مازديګر کور ته درسي.

د خپلي ملګري د خبرو په اورېدو  سره زما له سترګو د خوشالۍ اوښکي په بهېدو سوې او د خداى جل جلاله شکر مي ادا کړ. ځکه دا زما يوازنۍ هيله وه  او هغه هم خداى جل جلاله ډېر ژر را بشپړه کړه.  هيڅ مي دا خبره زړه ته نه لوېده چي داسي به کيږي. په هغه ورځ زه دونه خوشاله وم چي خپله خوشالي د قلم په نوک نه سم بيانولاى. ما دا خبره ژر حسن ته وکړه. هغه هم د دې خبري په اورېدو ډېر خوشاله سو. اوس نو زه د خپلي لور ليدو ته په ډېره لېوالتيا منتظره وم.
او غوښتل مي چي ژر تر ژره خپل دغه د زړه ټوټه ووينم. ځکه ما په دې اوو کلونو کي هغه نه وه ليدلې. مازديګر کله چي د دروازې زنګ ووهل سو، نو د کوچنيانو د مخه زه په ډېري چټکۍ سره دروازې ته ور ووتلم. کله چي مي دروازه خلاصه کړه خپله هغه ګلالۍ او ډېره ښکلې لور مي مخامخ راته ولاړه وليده. ژر مي خپل غېږه ورته پرانيسته او ټينګه مي په غېږ کي ونيول او ښه مي ورسره وژړل. زما لور ډېره غټه سوې وه او اوس په هره خبره پوهېده. په هغه ورځ موږ ټول ډېر خوشاله وو. فکر مي کاوه چي خداى جل جلاله زما د دعا د قبلولو لپاره هغه مسلمان هلک چي زما لور مينه ور سره درلوده، لامل کړى وو. زما د لور اوس زما څخه کرکه نه کېده او غوښتل يې چي د هغه هلک سره واده وکړي. هغې زموږ مرستي ته اړتيا درلوده. زه د خپلي لور له دې کار څخه ډېره خوشاله سوم. او د هغې سره مي د مرستي کولو ژمنه وکړه.

بله ورځ زما لور د هغه هلک سره يو ځاى دار المؤمنات ته تللې وه او اسلام يې قبول کړى وو، او هلته يې د هغه هلک سره نکاح هم تړلې وه. تر نکاح وروسته زما لور ماته له هغه ځايه څخه ټليفون وکړ او پر ما باندي يې د خپلي مسلمانۍ زيرى وکړ. ما هيڅ فکر نه کاوه چي دا کار به دونه ژر تر سره کيږي. زما مور او نور خپلوان هم زما په لور خبر سوي وه. او زما د لور څخه هم خوابدى سوي وه. او تل به يې ويل چي دې هم د هغي بې وفا مور شيدې رودلي دي چي داسي کار يې وکړ. خو زه په خپلو شيدو باندي وياړم. ځکه زما په شيدو کي دونه اغېز وو چي زما لوريې هم زما په شان د اسلام په سپېڅلي دين مشرفه کړه. اوس نو زما ټولي هيلي بشپړي سوي وې. اوس ما په ژوند کي هيڅ ارمان نه درلود. ما چي په ژوند کي له خداى جل جلاله څخه څه غوښتل هغه يې را په برخه کړي وه. عايشې به هر وخت زما سره په ټليفون کي خبري کولې او راته ويل به يې چي زه يې ډېره يادېږم.زما خپله هم عايشه او د هغې کوچنيان ډېر يادېدل او تل به مي د هغو لپاره دعاوي کولې.

اوس زما د اسلام د قبلولو ډېر کلونه تېر سوى دى. زما يوه لور او يو زوى دواړه غټان سوي دي او په خپلو زده کړو بوخت دي. او زما بله لور ډونا چي اوسنى نوم يې تقوى دى د خپل خاوند سره خوښ خوشاله ژوند لري. د هغې هم دوه کوچني کوچني ګلالي ماشومان دي. حسن په خپله پخوانۍ دنده کي نور هم بريالى سوى دى او په پرله پسې توګه خلکو ته د اسلام دين تبليغوي . زه هم د پخوا په شان په خپله دنده بوخته يم. په اسلامي چارو کي مي ډېر معلومات ترلاسه کړي او ډېري ليکني مي هم کړي دي، چي ټولي د اسلام د سپېڅلي دين په هکله دي. زه تل له خداى جل جلاله څخه غواړم چي خپلو نورو ټولو بنده ګانو ته زما په شان لارښوونه وکړي او د اسلام په نور يې منورکړي.

په دې کتاب کي ما خپل ژوند له کفر څخه بيا تر اسلام پوري په لنډو ټکو کي بيان کړ، څو زه وکولاى سم خپلو نورو هغو خوندو او وروڼو ته چي د کفر د تورتم د تورو زندانونو په تيارو ګوټونوکي بنديان دي، د کفر او اسلام مذهبونه يو څه پرتله کړم او د دې تر څنګ تل لوى څښتن جل جلاله ته دا دعا کوم چي هغه خپل هر بنده ته د اسلام د دين د حقيقت د څېړلو، ليدلو او درکولو نېکمرغي ور په برخه کړي، آمين يا رب العالمين.

ستاسي مسلمانه خور

هدىْ

————-

ددې کیسې ټولي برخي دلته لوستلای شئ : کلیک وکړئ

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سید سعید
میلمه
سید سعید

قدرمني خوري ددې کیسې ټولي برخي مي ولوستلې، خوند او پند مي ځیني واخیست، ستر څښتن دي دهر حرف په بدل کي بې شمېره اجرونه درکړي.په تاسو غوندي مستورو،لیکوالو او متعهدو خوندو باندي ویاړو.د بلاو څخه په امان اوسئ!.

Khalid Ahmad Anwari
میلمه
Khalid Ahmad Anwari

د ګرانې خور د کېسې شپږ واړه برخې مې سر ترياېه ولوستلې، ډيره په زړه پورې لېکنه وه، الهې کرېم دې ورته پوره پوره اجرونه ورکړي او الله رب العزت دې د نوموړې خور حيا او عفت خوندي وساتي، ماشاءالله ډیره په زړه پورې کېسه وه، ډير زيات پند او نصيحت پکې پروت وو.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هغه درنی مسلمانی خور او ټولو مسلمانانو السلام علیکم ! د هر کس مسلمانیدو ته زه له ډیری خوشالی ژاړم ، او په هغو هم ژړا راځی چه نه دی مسلمان شوی او په هغو مسلمانانو چه میراٍثی مسلمانان ( له نسلو نسلو مسلمانان دی ) تر ټولو زیاته ژړا کوم چه د کفارو په خبیثو فتنو او ایزمی ناولتیاو کی ګنده شوی سره د دی چه نومونه یی د مسلمانانو ، د اسلام دعوی هم کوی چه الحمدالله زه یا مونږ مسلمانان یو ، مګر زمونږ اسلام ستاسی د اسلام سره توپیر لری . مطلب یی دا وی چه… نور لوستل »

Sikandar
میلمه
Sikandar

سلام علیکم ورحمت الله و برکاته ماشاالله داستان را تا آخر بسیار مشتاقانه مطالعه کردم بسیار لذت بخش وقابل توصیف بود امیدواریم که اینوعه نوشته ها تحت رشته تحریر درآورده شوند و همه مردم که خواننده هستند مستفید شوند و از اعمالی که امروز انجام میدهند باید با فکر وتدبر انجام دهند وار همچو داستانهای واقعی پند بگیرند ویک جهان تشکر از خواهر هدی که داستانهای خود را نوشته و با بسیار مشقت‌ها اسلام را قبول نموده واز همه لذت های دنیا رو گشتانده و ازالله متعال میخواهم که جنت الفردوس در نصیب اوبگرداند جزاک الله خیر از خواهر گرامی… نور لوستل »

شاهد
میلمه
شاهد

د ګرانې خور د کېسې شپږ واړه برخې مې سر ترياېه ولوستلې، ډيره په زړه پورې لېکنه وه، الهې کرېم دې ورته پوره پوره اجرونه ورکړي او الله رب العزت دې د نوموړې خور حيا او عفت خوندي وساتي، ماشاءالله ډیره په زړه پورې کېسه وه، ډير زيات پند او نصيحت پکې پروت وو.