افغانستان

د بدخشان په څلورو ولسوالیو کې ۴۰۰ ښوونکي په نشيي توکو روږدي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د بدخشان د ښوونې او روزنې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یواځې څلورو ولسوالیو کې نېږدې ۴۰۰ ښوونکي په نشيي توکو روږدي دي او لا هم خپلې معلمۍ ته ادامه ورکوي.

د بدخشان د پوهنې رییس عبدالحی انتظامي ویلي چې دوی تازه سروې کړې، ډیری ښوونکي په نشيي توکو روږدي دي او دوی په پلان کې لري چې له دوی سره خبرې وکړي. «د بدخشان په سرحدي سیمو کې مو سروې وکړله، د ښځو په شمول ۳۸۰ ښوونکي په نشيي توکو روږدي وو او اوسمهال له هم درس ورکوي. اصلا، دا نورې ستونزې زیږوي، ځکه دوی په فزیکي توګه مریضان دي».

د بدخشان ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي بیا ګواښ کړی چې که حکومت دغه ښوونکي له دندو ګوښه نه کړي نو ډیری زده کوونکي به هم په نشيي توکو اخته شي. د ناجي په وینا ډیری په نشيي توکو روږدي ښوونکي په زیبک، شاغنن، اشکشم او واخان ولسوالیو کې دي.

هغه زیاته کړې چې «په نشيي توکو روږدي کسان زده کوونکو ته هېڅ څه مثبت نشي ورښودلی، بلکې دوی د زده کوونکو اینده له منځه وړي. حکومت باید نوي مسلکي او صحت مند ښوونکي وګماري».

د مدني ټولنې یو فعال بصیر وثیق هم په نشيي توکو روږدو ښوونکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې دغه ښوونکي له څو کلونو راهیسې دندې کوي او د پوهنې ریاست باید دغه ښوونکي له دندو لرې کړي. د وثیق په باور د دغو ښوونکو پاتې کېدل له ګټې زیان ډیر دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close