افغانستان

د رومانيا ولسمشر کندهار ته خپلو پوځيانو سره د لېدلو لپاره راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د رومانیا ولسمشر نن په یوه نا اعلان شوي سفر کندهار ته راغلی دی.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې کلاوس یوهانس په کندهار هوايي ډګر کې کې د مېشتو رومانيي عسکرو سره لیدلي دي.

اعلاميې زیاته کړې چې ولسمشر کلاوس د افغانستان په جنوب کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ روزنیز ماموریت ارزیابي کړې ده. اعلامیې د نوموړي د سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

اعلامیې دا هم نه دي ویلي چې د رومانیې د ولسمشر له سفر څخه ګډحکومت خبر لري یا نه.

د امریکا او ناټو ځواکونو غړو هېوادونو ولسمشر او نور لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته همېشه په نا اعلان شوي سفر راځي او استقبال یې هم په باګرام کې امریکايي او یا هغه د هغه هېواد اړوند پوځي ځواکونه د هېواد په نورو پوځي اډو کې کوي.

رومانیې پخوا په افغانستان کې سلګونه عسکر لرل او اوس رسمي سرچېنې وايي چې دغه شمېر ۲۹ ته ښکته شوی دی.

رومانیې د افغانستان په جګړه کې یواځې ۲۳ عسکر د لاسه ورکړي او په دې اړه لا دقیق معلومات نشته دی چې دغو عسکرو څومره افغانان وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

د ملی وحشت ایجړاګان ، د هغو غلام مامورین دی د هغو له خوا ټاکل شوی ، د هغوی له خوا یی دندی او وخت تمدیدیږی باداران له خبل تګ او راتګ څخه غلامان نه خبروی دا کار د دی خاطره هم نه کوی چه بیا د باداری او غلامی تارونه بدله معنی لری ، حتی لمړی معاون دوستم ته امریکا ویزه نه ورکوی مګر د ناتو د تر ټولو ښکته ( چه پرون کمونستی هیوادو یا د وارسا بکت کی یی ونډه درلود او د روسانو مستعمره هیواد وو ) روماینان د ۳۹ عسکرو د لیدو د پاره لمړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x