
د سوداګرۍ خونې: تېرو څو کلو کې تر ۲۰۰۰ ډېرې فابریکې بندې شوې دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې په تېرو څو کلونو کې تر ۲۰۰۰ ډېرې فابريکې له کاره لوېدلې دي.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي کابل کې خبریالانو ته وویل چې د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او خصوصي سکتور ته د نه پام له امله تر ۲۰۰۰ ډېرې فابريکې بندې شوې دي.
الکوزي د دې فابريکو د بندېدو تر څنګ وویل چې په نږدې راتلونکې کې به په نړیواله سطحه یوه سردخانه جوړه کړي چې د ۱۰ زره ټنه مېوې ځایولو ظرفیت به ولري.
نوموړي پر دې سربېره د برښنا شرکت له لوری د برېښنا قیمت کې ۲۵ سلنه لوړوالی ناسم بللی او د دې شرکت پر مسوولینو يې غږ وکړ چې دا د ولس پر اوږو بوج دی.
ولسمشر غني د خپل کار په پیل کې ژمنه کړې وه، چې د هېوادوالو په دسترخوانونو کې به بدلونونه راولي خو د حکومت يې نږدې دوه کاله کېږي چې لا هم په اقتصادي برخه کې ستونزې لیدل کېږي.
خان جان الکوزي د اقتصادي کمزورۍ لپاره نا امنۍ لوی علت وګاڼه او په دولت يې غږ وکړ چې له ارامۍ پرته اقتصادي پرمختګ امکان نه لري.